هغه ته يو کمزوری پښتون هم دلستوڼي مارښکاريده
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
داچه طالبان، اسمعيل خان سره څه سلوک کوی اهل دمشورې نيم مګر داسلام له نظره دا ورپه زړه کوم چه اسير او تسليم شويو سره ترحم پکار دی
که څه هم اسمعيل خان دا ډول ترحم څخه هم ناوړه استفادې تاريخچه لری.
خو داچه څومره ملی فکر لری يوه لنډه خاطره يې راپه زړه کړه
۲۰۰۷م کال کې هرات کې ديوې محلی رسنۍ کليزه وه دګڼه ليکوالانو ترڅنګ يې زه هم يو ګډونوال وم په عين حال کې يادې رسنۍ دوه خبريالانو ته ستاينليکونه نظر کې نيولی وه چه دجوری پلاوی له خواه يې افتخار ما او دکليد راډيو دوخت خبريال امام محمد وری ماچ ته ځانګړي شو لنډه دا چه زما ستاينليک دامير صاحب اسمعيل خان په لاس راکړي شو په ښکاره يې دستيج په سر ښه تشويق او په شاه وټپلوم خو کله چه درسنۍ يوه خبريال محمد اسحاق قريشی دمرکې بلنه ورکړله ښاغلی امير کورته وغوښته
دا نو هغه وخت وو چه دزون په کچه يوازې ماپښتو ته کار کولو بالاخره کله چه قوريشی بيرته له مصاحبې راستون شو په خنداوره خو متعجبه لهجه يې امنيتي تهديد ته متوجه کړم علت مې وپوښت قوريشی چه اوس مې هم دفسبوک ملګری او يوروپ کې ژوند کوی نقل کا (چه کله اسمعيل خان ته ورغلم لومړی پوښتنه يې داوه چه( چرا به او افغان تقديرنامه دادين) قريشی وايي ستا له ژورناليستيکی فعاليته مې ستاينه ورته وکړه بيا يې ځواب راکړ( شايد خوب روزنامه نگار باشد مگر شما نميدانيد ک مار استين( پښتون) است)
قريشی دهغه دتعصب په ښکاره کولو راته وويل دګمان خلاف چه امير صاحب ډير لنډ او له تعصب څخه ډک فکر لري کوم څه چه له يوه رهبره يې تمه نه کيږی
خو داچه اوس تسليم شوی دی طالبانو ازاد ژوند ته پريښود هرکلی يې کوم
+ لیکل شوی په شنبه بیست و سوم مرداد ۱۴۰۰ساعت 10:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
داميرخان متقی او اسمعيل خان تلفوني مکالمه
راپور د شرف الدين ستانکزي
دجهاد او مقاومتونو ددور سخت دريځه بې تاجه امير اسمعيل خان طالبانو ته دتسليمي غاړه کيښوده دامارت په استازيتوب اميرخان متقی په تلفون دقوماندان په خطاب تلفوني مکالمه کې هرکلی ور ته ووايه
ددعوت ارشاد دغه مشر دخبرو په دوام د جمعت دځينو نورو مشهورو قوماندانانو دتسليمي په نيت دمنځګړيتړب واک هم ورکړ
اسمعيل خان دمتقي صاحب دغه وړانديز ته دعمل ژمنه وکړه
دغه جهادی امير ۲۵ کاله پخوا هم دطالبانو له لوری اسير شوی وو چه په عزت يې ازاد کړ مګر دامريکا په راتګ سره يې بيا دبهرنيو په ملاتړ دطالبانو خلاف دريځ خپل کړ حکومت کې يې داوبو او بريښناوزير دنده واخيسته چه نده کې دملياردونو دالرو دفساد تورونه هم په شته
اسمعيل خان تيره مياشت دطالبانو خلاف داربکی مليشو مشرتوب ته هم متې راونغاړلې طالبانو ته يې دپرودو خطاب وکړ
چه پايله کې دګڼه ځوانانو په وژنه مقاومت کې مات دهرات ترنيولو وروسته دکورنيو چارو وزارت دامنيتي معين عبدالرحمان، دهرات والی او دامنيت دريس ترخوا طالبانو ته تسليم شو چه داکار يې حکومت ته ستره خلاګڼل کيږی په اړه يې لا دارګ دريځ نه ده معلوم
+ لیکل شوی په شنبه بیست و سوم مرداد ۱۴۰۰ساعت 10:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
کليوالۍ او دفکر اونظر ملګری مې کلونه وروسته وليده
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
له کتنې او مجلس څخه يې په د اغيزمن نه شوم، چه حکومت کې لويه دنده لری، بلکې په خبرو کې يې ريښتينولی وطن سره سرشاره مينه اودندې ته وفاداری موجوده وه.
انجنير همت الله امينزی درته يادوم.
کليوال او له نږدې دوستانو څخه مې دی. مهمه داچه له کمکيتوبه دفکر او نظر سمون راسره لری چه په سوشيل مډيا کې سره ګډ وو خو په حضوری ډول دزمان دجبر له کبله مې ۱۵ کاله وروسته نن کتنه وشوه.
داچه له معارف وزارت بيا دکابل ښاروالۍ دناحې دريس ترکچې او اوسمهال دافغانستان داوبو دتنظيم ملی اداره کې. ديوه بخش کې رياست دنده لری، دحکومت دکاری تجربو ډير دسترګو ليدلی حال او دزړه درد يې راسره شريک کړ دمافيا او اداری فساد په ننګونو سربيره يې دهيواد دپرمختګ دغوره پلانونو دپلی کولو دهيلمنتيا زيری راباندې وکړ.
شهرنو کې مو په يوه رستورانت کې دکابل په خوړو او څښاک تنده ماته کړه او له کمپنۍ تر هوايي ډګر رادوره يې دکابل ښار دجوړښت ننداره راسره وکړه.
ومې ليدل چه کابل ښار کې دناامنۍ او ځينو ټولنيزه نيمګړتياوو سره، سره چټک پرمختګ اميدوارکننده وو خوښ شوم.
په ټوله کې امينزی په مدلل جواب زما هغه سوال راځواب کړ چه په حکومتی سيستم کې زړه سوانده شخص نشته؟ او که مخته نه پريښودل کيږی؟ ويويل چه حکومت کې فساد او درغلۍ شته مګر ددې دا معنی هم نه ده چه هيڅ زړه سوانده مامورين نلری بلکې دده په وينا مسلکی او با استعداده مامورين ديوې مافيايي کړۍ ولکه کې ګير دی چه استعداد او کاری هنر نه شی منعکس کولی.
خو په دغه ډول شکايت سربيره امينزی ډاډ لاره چه هيواد يې دمسلکیتوب په لور روان دی.
امينزی د هيواد داوبو دتنظيم ښه، پيغامونه لرل په سلما سرييره کمال خان، بخش آباد او څه نورو بندونو گټو باندې رڼا واچوله چه دهيواد اينده زرغونولی شی خو ديوه ملی محرم راز په توګه يې دلته جزيات نشم ويلی. احساس مې يې خوښ شو مجلس مو که څه هم تر ۵ ساعته ډير وه خو نقل يې دمره مينناک او هيله بښونکی وو چه بحث مو دوهم پړاو ته لاړه
ځکه يې په تلوسه د بل مجلس انتظار باسم...ښاغلی زمونږ دکور تر وره زحمت وکيښ تربيا کتلو يې دخپلو تجربو په درې بابه ګټورو کتابونو د ډالۍ په راکړه بوخت وساتلم.
قلم ديې رسا وی
+ لیکل شوی په یکشنبه دهم مرداد ۱۴۰۰ساعت 11:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
نظامی راز خو موهسې هم په سرچوک کې دی، مکر اوبو دمهار راز بايد محرم وی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
په هيواد کې موجوده نظامی جګړې څخه مو داوبو جنګ خطرناکه او مهم دی
بې ځايه به نوی چه ووايم له سره مو د ۴۰ کلن ناورين پيلامه اوبه دی چه دګاونډيانو دبد نيت له کبله يې دکورنيو لاسپوڅو په زريعه په لار اچولې ده، څو اوبه مو له مهاره وزی
نو دموضوع حساسيت ته په پام اړينه ده چه داوبو راز پټ وساتل شی. داسې چه د هيڅ پلان تر پلی کولو وړاندې يې لارو نقشه رسنيزه نشی. خبره هله را په زړه شوه چه سوشيل مډيا کې مې لاندې خبر تر سترګو شو(پنجاب ته بد خبر!
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اسټراليايي کمپنۍ"فورټسکیو" سره په کونړ سیند د کاس کېډ بندونو او د بدخشان ولایت د دشت جوم چې 4000 مېګاواټه برښنا تولیدوي او ۱۰ میلیارده متر مکعب اوبه ذخیره کوي هر اړخیز بحث وکړ.
اسماعيل صادق)
ددغه ډول خبرونو خپرولو بده پايله مونږ دهرات سلما، دفراه بخش آباد اوودنيمروز کمال خان ...بندونو کې وليده چه دبنسټ دبرې يې څلورلسيزې وړاندې دسردارمحمد دوادخان په واکمنۍ کې خو عملی چارې يې لاهم نه يواځې ټکنۍ دی بلکې دسلګونه ځوانانو دمرګ او دڅو چنده اضافی پانګې په لګښت لاهم بشپړې نه دی.
نو ديادښت وړ ده چه نظامی راز خو له بيخه زمونږ ملک کې نشته.
+ لیکل شوی په یکشنبه دهم مرداد ۱۴۰۰ساعت 11:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
ايادنظام په ننګه ولاړ دی؟؟؟
ليکنه: شرف الدين ستانکزی
لومړۍ خو له لويه سره سپين لباس کې جګړه کول. دسولې سپينې کبترې نښان ته توهين دی. که دجګړې اراده څوک لری! دنظام يونفرم د په تن کړی، کنه نو دځوان زوی او تکړه لمسيانو په شتون کې ښاغلی ته دجګړې اړتيا نشته ځکه مشران بايد جګړه دځوانانو تر منځ دسولې منځګړی شی
په هرصورت له دغه به هم ورته تير شو!
خو داچه دجګړې په ډګر کې په ولسمشر دنه همکارۍ تور او د هيواد دلوی سرقوماندان دخبرو جزيات رسنيز کوی، کړنې يې خپل سره د نظامی اصولو خلاف دپخوانی خوی تکرار دعوامو په ژبه اوړو کې يې شګه راته ښکاری. نو که داحساساتو په ځای دهيوادوالو داتفاق روحيه باندې وغږيږو د دغه بزرګوار مطبوعاتی کنفرانس بله څه معني لرله؟
تر نورو بده خو لادا چه همدا اوس يې يوه بل پلوی باڼه کې پوست وکړ چه هرات کې دنورو ولاياتو حکومتی مامورين چه دجګړې له وهمه له هراته تښتيدلی دی دبيا استقرار په صورت کې بايد بيادندې ته د دخول اجازه ورنګړل شی.
چه داخپله دملکوالطوايفی دبيا جوړښت بله معنی نلری. په داسې حال کې چه دجګړې له کبله ورته، وضعيت ګڼه ولاياتو کې هم خپور دی خو هيڅ بل افغان مشر حکومت او هيوادوالو ته داسې تهديد ونکړ.
+ لیکل شوی په یکشنبه دهم مرداد ۱۴۰۰ساعت 11:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|