«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ټولنيز اداب

په پرمختللې نړۍ لکه امريکا کې دوه ډول خلک له تمدنه لرې يا ناسم خلک بلل کيږي يو هغه جه دموتر په سپرلۍ کې کمربند نه کاروی، دوهم هغه چه دکرونا داوبا له پيله به عام محضر کې ماسک نه کاروی له دغه اجتماعي اصله د سرغړونې په صورت کې ټولنيز جرم ګڼل کيږي چه عامل يې په نغدی جرمانه سربيره عدلی تعقيب سره هم مخ او ټولنه کې دنفرت وړ پيژندل کيږي. دا ځکه چه ورته عمل دټولنې په وړاندې دمسؤليت نه منل او قصدی خطر پيښودو په معنی دی. 
خو له بده مرغه زمونږ په هيواد کې دغه مهمو اجتماعی اصولو ته عوام خو څه؛ چارواکی فام نه کوي، ياد ټولنيز اداب يو ډول عار ورته ښکاري داسې جوتوي چه ګواکې دماسک په استعمال به ليدونکو ته ډارن ښکاره شی. خو دموضوع حقيقت داده چه ديادو اصولو په رعايت فاعل دټولنې قدردانې او دخپل کورنی کلتور او ادب تمثيل کوی. 
نو زمونږ يو شمير هغه، خپلو کې خو پريږده په نړيوال ستيج کې هم دتاريخي افغانستان دلوی مدنيت سپکاوي کړی. دبيلګې په توګه کابل ته دعمران خان دسفر په مهال لومړي مرستيال امرالله صالح دغه اصول يا سهوا ياقصدا له ياده ويستلي وو چه ناسم چلند دی. 

+ لیکل شوی په  جمعه سی ام آبان ۱۳۹۹ساعت 5:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

چپه يې اچوی راسته شی

ځینې وخت داسې وی چه چپه يې اچوی راسته ولويږی 
شرف الدين ستانکزی 
نه پوهيږم! تصادف يې وګڼو، که يوپلان شوی خوځښت وه ؟چه نتايج يې معکوس شوه؟ داچه د ډاکټر نجيب الله، له وژنې ګڼه افغانانو هغه ته دحکومتولۍ دوخت مربوط ټولې ناسمې کړنې يا اتهامات له ياده وويستل او دانجنير ګلبدين حکمتيار په تسليمي هم نوموړی دسياست له صحنې  يومخ ګوښی شو، مګر ځينو ظاهرا دنجيب په محبت او دحکمتيار څخه په نفرت کې  ډګر ته په را دانګلو خلکو ته داکتر نجيب له ياده وتلي دحکومت ناخوالې بيا ورپه زړه سوشيل مډيا کې زړه بوږنونکو خاطرو په ليکنه دتاريخ په يادښت دزړه بړاس باسی 
همداراز حکمتيار چه خپله هم دګوند په پاشلي حالت له خپل زوره ناخبره وو بيرته يې لکه يو چپانداز دزور ازموينې ډګر ته په رادانګلو توانمند کړ. 
خو داچه دوی په هر ډول اراده دغه کمپين وچلولو؟ ديادښت وړ دی چه مړزواندی حکمتيار ته يې دبازو طاقت ورکړی کنه بياهم وايم چه هغه له خپل ځواکه ناخبره وو
ديادښت وړ دی له هغه وړاندې چه پلويان يې دجرګو خيمه کې د داکتر نجبب دفاتحې مراسمو ته خنډ شی، نومړی په خپل استوګنځی ديوالونو کې دمحاصرې ډول لاره. 
 دګونډ مهمو غړيو لار ترې بيله کړه؛  په دمعنی چه ګوند خو څه، خپل زوی يې له ادارې بهر او يو له معتريضينو يې وو. مګر هغوی چه په ښکاره يې دښاغلی مخالفت کاوه خو په حقيقت کې يې دسيمې او ګاونډيو هيوادونو لپاره دافغانستان دستونځې يو له کليدی غړيو مطرح کړ.  خبره د دمحسن دوړ صاحب، له وروستۍ نيوکې بياګرمه شوه په د کې شک نشته چه حکمتيار په کور ديننه ډيرمخالفان لري مګر مه هيروی چه موافق يې هم کم نه دی. خو له ده، نه يې حساب جړ وو، چه اوس يې بياپيداکړل. نو که تير په هير کړو زما دوستانه مشوره دادي چه راځۍ نور چاه سره په دوستۍ او کرکه کې افراط څخه ډډه وکړو،  چه نتايج يې معکوس او دشخص په تاوان تماميږی. دغه راز بيځايه به نوي چه ptm ملګری دپښتنو کورنيو موضوعاتو کې له دخالت نه ځان ګوښی کړي چه خپله دلرو، بر لوی افغانستان داعيې څخه منحرف نشی.

+ لیکل شوی په  جمعه سی ام آبان ۱۳۹۹ساعت 4:20  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دښځو د توهين بله بڼه

دميرمنو دحقونو دملاتړ کاذب تمثيل ساری رنځ ترپښتونخواهم ورسيده. 
ليکونکی :شرف الدين ستانکزی. 
 
دبل ميرمنې يا هم کومې ناخبره خورکۍ ته په عام محضر کې دنارينه وو درنه لونګۍ(ټيسر ) ور تړل دپښتون ولس دمحګومو ښځو دحقوقو دورکړې ريښتينی تمثيل نه دی. ځکه ملالې، نازو، زرغونې انا...او لسګونه نورو مخکښو پښتنو ميندو او پيغلو دمبارزې زنانه لباس په کارولو دپښتون تاريخ او پوړنی، اوچت ساتلی دی. 
نو دغه تاريخی ارزښت، اصل ته په کتو! دانځور دغه ممثل او امثالهم  به هغه وخت دښځو  ريښتينی حامی وګڼل شي،  چه خپله د ښځو په چورمه داره، ګڼ، ( کميس) کې مجلس ته راڅزګند او دپښتنو پيغلو او ميندو تمثيل نندارې ته کيږدی. 
کنه نو نه، په شرعي او نه هم دپشتنو په دود کې دا شته چه دبل ميرمنه ديوڅوک ولو که خان، ولسمشر يا ټول واک وی عام محضر کې دډالۍ په ورکړه لمس يا دخلکو ننداره چی کړی. 
په بل عبارت؛ ښځو ته دنارينه لباس په وزته بڼه ډالۍ کول دنارينه لباس ته توهين نه، بلکې خپله دښځې مقام يا دروند لباس ته توهين دی.  
په دمعنی داچه پښتانه دپښتونولۍ ترڅنګ سل سلنه مسلمانان هم دی، له ګڼه معتبره احاديثو علما نقل کوي چه (هغه ښځه چه دنر، او هغه نر چه دښځو فعل ( جامه) کوی دمسلمانانو له ډلې نه حسابيږی). 
په درنښت.  
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و هفتم آبان ۱۳۹۹ساعت 12:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دښځو د توهين بله بڼه

دميرمنو دحقونو دملاتړ کاذب تمثيل ساری رنځ ترپښتونخواهم ورسيده. 
ليکونکی :شرف الدين ستانکزی. 
 
دبل ميرمنې يا هم کومې ناخبره خورکۍ ته په عام محضر کې دنارينه وو درنه لونګۍ(ټيسر ) ور تړل دپښتون ولس دمحګومو ښځو دحقوقو دورکړې ريښتينی تمثيل نه دی. ځکه ملالې، نازو، زرغونې انا...او لسګونه نورو مخکښو پښتنو ميندو او پيغلو دمبارزې زنانه لباس په کارولو دپښتون تاريخ او پوړنی، اوچت ساتلی دی. 
نو دغه تاريخی ارزښت، اصل ته په کتو! دانځور دغه ممثل او امثالهم  به هغه وخت دښځو  ريښتينی حامی وګڼل شي،  چه خپله د ښځو په چورمه داره، ګڼ، ( کميس) کې مجلس ته راڅزګند او دپښتنو پيغلو او ميندو تمثيل نندارې ته کيږدی. 
کنه نو نه، په شرعي او نه هم دپشتنو په دود کې دا شته چه دبل ميرمنه ديوڅوک ولو که خان، ولسمشر يا ټول واک وی عام محضر کې دډالۍ په ورکړه لمس يا دخلکو ننداره چی کړی. 
په بل عبارت؛ ښځو ته دنارينه لباس په وزته بڼه ډالۍ کول دنارينه لباس ته توهين نه، بلکې خپله دښځې مقام يا دروند لباس ته توهين دی.  
په دمعنی داچه پښتانه دپښتونولۍ ترڅنګ سل سلنه مسلمانان هم دی، له ګڼه معتبره احاديثو علما نقل کوي چه (هغه ښځه چه دنر، او هغه نر چه دښځو فعل ( جامه) کوی دمسلمانانو له ډلې نه حسابيږی). 
په درنښت.  
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و هفتم آبان ۱۳۹۹ساعت 12:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

خيرخواه مړ شو

ډير زغم يې لاره
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی 
تسليت او غمشريکی 
سيدمحمد خيرخواه، هم ومړ روح ديې ښاد ياد يې په خير وی. له اسمعيل خان څخه دهرات تر ولکه کولو وروسته لومړی والی وو چه دغه ولايت يې په سياسي او اقتصادی لحاظ مرکز سره وصل او ملک طوايفي يې ختمه کړه. 
دااسانه چاره نوه بلکې ډير زيار او رنځ يې وکيښ چه په کړنو يې کتاب، کتاب خبرې کيدي شي. خو زه يې دلته يواځې يوحالت ته لنډه اشاره کوم چه دولايت په مقام کې دګمارل شويو خو ظاهرا د لاريون کونکو له بريد سره مخ شوو شريروبلواګرو دولايت ټولې موانع او امنيتی کمربندونه يا مات ياهم قصدا ورته دسازش په نتيجه کې پريښول شوه زه چه راډيو ته په لايف خپرونو کې وم  له والی سره په ولايت کې بند پاته شوم بلواګرو دولايت مقام دروازه هم په زور پرانسته ديوه تن په وژنه سربيره دننوتلو په حال کې وو والی خيرخوا، له مرکزه هدايت غوښت اوريدل مې چه مرکز له تاوتريخوالی دخلاصون په خاطر دوه هدايته ورته وکړه لومړی هرڅومره ژر چه کيدي شی له مقامه بهر خوندی ځاي ته لاړ شه والی په ماته خوړلی حال ورغبرګه کړه ناممکنه. لارې بندې دی نشم وتلی. 
بيا يې ورته وويل عسکروته په مظاهره چيانو د ډزو ووايه خيرخوا وويل داهم نشم کولی.  ښايي پرته له خاصو ساتونکو چه شمير يې محدود وو په نورو يې آمر نه منل کيده په هرصورت مايې چه ټولۍ خبرې ثبتولې موضوع مې دراډيو له لارې دفاع وزارت ته ورسوله ددوه ساعت په موده کې يې دتازه نفسو ځواکونو دراليږد ژمنه وکړه جګړې دوه ورځې دوام وکړ که څه هم پيښه کې داسمعيل خان په پلوی لاريون کونکو د۴۵ تنو دوژنې تور پورې کړ خو ۱۴ کسه قتل او ګڼه نور ټپيان شوه او د والی د وژنې او هرات بيا دخپلسرۍ ولکې دسيسه شنډه مخه يې ډب شوه. نو په دغه ډول دخيرخواه زغم او وطن او خلکو ته وفاداری دستايلو وړ بولم اما پښتو يې  نوه زده يوه ورځ مې مطبوعاتي کنفرانس کې سوال ترې وکړ ويويل اغاي ستانکزی شمابايد سوالات به دری مطرح کنيد ورته ومې خندل مال : والی صاحب زه پښتو ته کارکوم په دری سوال نشم کولی تاسو کولی شی چه ژباړونکی ولری په ورين تندئ يې خپله ستونځه ومنله. خدایﷻ د وبښی

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و هفتم آبان ۱۳۹۹ساعت 12:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بايډن او سوله

طالبان امريکايي تړون ته ژمنتيا ښيي 
شرف الدين ستانکی 
په ټولتاکنو کې دجوبايډن، تربريا وروسته په دوحه کې دطالبانو دسياسي دفتر وياند محمدنعيم وردګ، په محتاطانه ډول غبرګون وښوده ويويل چه دولسشر په تغير هيله لری چه دسولې په تړاو تګلاره، مذاکراتو يا تفاهم کې بدلون رانشی. 
نعيم، داخبرې د بی بی سی خبريال ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې د خبريال له مکررا پوښتنو سربيره يې دا ځواب نکړه چه دجوبايډن راتونکی حکومت به دطالبانو په اړه څه دريځ خپل کړی؟ خو دا چه دنوی حکومت په جوړيدو به جمهوری خوا زلمی خليلزاد، چه دافغان سولې لپاره دامريکادبهرنيو جارو وزارت ځانګړی استازی دی له دندې به ګوښی شي؛ ښاغلي وردګ دا يو نارمل پروسه وبلله ويويل تغير او تبديل دهرنظام يو اصل دی، دطالبانو ددوحې تړون له شخص سره نه، بلکې دامريکا حکومت سره شوی هيله يې لرله چه وفادار به ورته پاته شی. 
په طالبانو له د وړاندې جمهوری غوښتونکی دونالدترمپ سره دتاکنيزه همغږۍ تورونه پورې شوی وه داسې چه رسنيو حتی دکاميابۍ لپاره دطالبانو له طرفه ددعا دطلب خبرونه خپاره کړی وو. 
خو طالبان په عمل کې امريکايانو په اړه لږ خبرې کوی دسولې برخه کې يې تړون ته ځان ژمن بولی په ټوله کې امريکايي ځواکونه  په خپل قلمرو حمله کونکی دښمڼ تورنوی  ددوی په وينا په هر ډول چه کيدی شی داشغال دختم وايي. 
خو برخلاف امريکا د۱۹ کلنې دهيواد تلريخ کې تر ټولو اوږدې جګړې له پيله په افغانستان بريد لنډمهال انسانی کومک، دتروريستانو ځپل او خلکو لپاره دامن جمهوری تظام ترجوړښته محدود ياد کړی دی. اوس يې چه ماموريت تکميل دالقاده مشری ختمه شوه بيرته دتللو اراده ښکاره کوی
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  یکشنبه هجدهم آبان ۱۳۹۹ساعت 20:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بايډن ته دټرمپ اسانه پروژې

پيل يې ټرمپ، خو دبشپړتيا وياړ به يې بايډن خپل کړی. 
شرف الدين ستانکزی 
دديموکراټ بايډن، دحکومتولی لپاره ټاکنو کې ماته خوړلی ترمپ، په اګاهانه يا تصادفی ډول دداسې بنسټيزه پروژو تيږه ايښی ده چه ديموکراتانو يې له لويه سره دپيل مفکوره نشوی جوتولی. ځکه نو اوس به يې په تکميل تاريخي وياړ بايډن، ته پاته وی.
د بيلګې په توګه، نړيوال روغتيايي سازمان  څخه له مرستو دلاس اخيستو، چين، سره سوداګريز معاملو باندې محدويت  اورشلم، يا قدس، ته داسرايلو پايتخت انتقال... په ځانګړی ډول افغانستان کې دهغه نظامی، ماموريت ختميدل چه جګړه يې ۱۹ کاله دمخه دبوش، په مشرۍ جمهوري غوښتونکو پيل کړې وه، اوباما، ته په ميراث رسيدو دديموکراتانوله شديد مخالفت سربيره جمهوري غوښتونکو ګرمه وساتله. 
داسې چه دولسمشرۍ تازه ګټونکی جوبايډن، چه هغه وخت مرستيال ولسمشر وو، په علنی مخالفت کې دوخت افغان جمهورريس حامد کرزی، ته مخامخ دمفسد په ويلو دمرستو دکمښت يابنديدو تهديد کړی وو 
خو دا چه دجګړې نظامی منصبداران اکثره جمهوريخواهان او دزور په ګټلو باوری وو، نه يوازې جګړه کمه نشوی کړی بلکې اوباما، يې وادار کړ چه دسل زره تازه نفسو عسکرو په زيادښت افغان جګړې نه په نظامی ځواک بری راوړی. 
که څه هم ترمپ ۴ کاله دمخه دديموکراتانو په ماته دولسمشرۍ په سرکې ديمکراتان دافغانستان جګړه کې په نرم چلند اوناغيړۍ ګرم وبلل، پاکستان ته يې طالبانو سره دمرستې دختميدو تهديد وکړ، خو دزمان په تيرديدو يا داچه سياسی درک يې کمزوری وو؟ ياهم داچه دخپل واک دبقالپاره يې ديمکراتانو نظر ته غاړه کيښوده، يو مخ دافغان جګړې مخالف طالب وسله وال يې مشروع وطنپاله حرکت وباله له تورلسته دپاکيدو ترڅنګ يې په نړيواله کچه دتګ راتګ، زمينه او دمجالسو چانس په لاس ورکړ. 
طالبانو ته دمشروعيت د ورکړې طولايني داستان چه بيابيا ليکل يې دلته لوستونکو ته تکراري تماميږي، ترې تم کيږو، خو دا يادونه اړينه ده چه اوس دديموکرات بايډن، لپاره اسان او ارزانه تماميږی چه دهيواد دګټو دساتنې په نوم يې دتکميل چارې په مخ بوزی. 
دبيلګې په توګه: که همداسې کوم وړانديز ديمکراتانو کولي نو دسنا، په حرګه کې به لکه دتير په څير دجمهوري غوښتونکو کلک غبرګون سره مخ شوی وو، خو اوس چه داپريکړه جمهوری غوښتونکی ترمپ کړی ده، نو دبياځل لپاره يې مجلسونو کې دمخالفت هيڅ بهانه نه ليدل کيږی. 
خو په دمره توپير چه جوبايدن، به يې په پرمختګ کې له عادت سره سم نرم ديپلوماتيک او قانونی چلند وکړی. نه داسې لکه ترمپ چه په يوتيوټ ترنوی کال کرسميسه له افغانستان نه دټولو عسکرو دويستلو هوډ لاره. 
زمونږ ګڼه افغانان دامريکا په تاکنو کې دمخکښ نوماندانو په بريا سره ويشلی وو، داسې چه ويل کيدل  طالبانو دترمپ دبري دعا اخيسته وه او حکومتوالو هيله لرله چه دبايډن په بری به دسولې بهير خپل مسير بدل کړي 
خو دموضوع حقيقت داده، چه دواړه طرفه دفيل په غوږ کې ويده ياهم هغه دچاه خبره ځانونه به کوچه حسن چپ وهی. 
ځکه دامريکا بهرنۍ پاليسی ولسمشر مشرتوب کوی، مګر واک يې نورې ادارې لري، چه داوږدمهال لپاره ترتيب شوې وی، په هغه څه چه افغان سياستوال تر مونږ ښه پوهيږی، مګر دوی ته يوه شيبه هم شخصی ګټې ساتل مهمې دی، ځکه حقايق له ملت څخه پت ساتی يا ځان غولوی. 
که بياهم دافغانستان مسله کې دموضوع بل مخ وګورو هماغه خبر کفايت کوی چه دافغان جګړې دوام ديموکراتان بې ارزښته يابيهوده ګاڼه،  دمره چه دبايدن، او ديمکراتو همفکرو يې څو پلا دجمهوری خواه د ارادې خلاف دافغانستان دتجزيې ياد ادارې واګی کاونډی هيواد پاکستان ته په سپارلو وړانديز په بڼه ياد کړی دی، هغه چه نه يې دوی سره واک او نه هم په حقيقت کې افغانی ټولنه لادمره ضعيف ته رسيدلی ده، چه ديوه لاسپوڅی ملک ولکه ومنئ
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  یکشنبه هجدهم آبان ۱۳۹۹ساعت 4:9  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

يما سياوش وژنه

ذهنی ګډوډی 

په پيل کې مې دخبريالی دکورنۍ دشهيد روح ته په ژوره خواشينۍ دمغفرت او کورنۍ ته دتسليت دعاکوم. 
عاملين ديې په دنيا او اخرت ذليل وي، مختوری وی. 
په دوام اړينه ده چه دزړه بړاسه وکاږم چه امنيتی ځواکونه غافل او دولس په امنيت کې تضعيف دی. 
دا کټ مټ، هغه جمله رانه وليکل شوه، چه تيره اړنۍ په کابل پوهنتون مې دبريد څزنګوالی؟ د سولې خلاف لوحو؟ او بريدګرو داجسادو دهويت دافشا او غافل امنيتي مسؤلين پرته له عدلی پروسې ازادولوپه اړه دپوښتنې په بڼه ياد کړی وو. خو ځينو ناڅرګنده ايډي والو ياهم نه چندان مشهور دوستانو چه ښايي يايې زما له ليکنې مطلب نوي اخيستی يا د موضوع پټول غواړی!  په بدرد، وينا يې دنظام دمخالفت تورونه رالګولی وو. چه زه يې داحساساتو درنښت کوم که څه هم په ليکنه کې نه دچاه موافق نه مخالف يم. خو د يماجان شهادت يې که بهانه وګرځو؛ دا ډول کسان که دنظام په مفهوم پوهيږی نو زما سر دهم ددغو پوښتنو په ځوابولو راخلاص کړی. 
۱- نظام عبارت له نظمه ده. نو اوس کابل کې نظم شته؟
۲- دنظام اساسی دنده وګړو ته خوندی امنيت کارو شغل موندل او  روغتيايي سهولتونه برابرول دي. دا شوی دی. 
۳- طالب داعش لنډغر په بيلابيلو بڼو دنظام ښکاره مخالف دی دبريدونو لپاره ښاري سيمو ته په خپله راځی؟ که دموجوده نظامی عسکرو په يونوفرم، وسايطو او وسلو سمبال ديننه کيږی؟
دا ټولې او ديته ورته نورې پوښتنې او ولسی انديښنې که په هوکړه ځواب شي! بيانو زما او ستاسو دذهن توپير په څه کې دی؟ چه قلم مې بندوی؟ 
که نه وی؟ مدلل ځواب راکړۍ جريان څه بڼه لری؟ نه احساساتی غبرګون چه ذهن مې بدل شي. 
درنښت 
شرف الدين ستانکزی.

+ لیکل شوی په  شنبه هفدهم آبان ۱۳۹۹ساعت 20:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بايډن يوې رايې ته اړ دی

جوبايډن دبريا لپاره يوې ( ۱ ) رايې ته اړ دی. 
شرف الدين ستانکزی 
په جورجيا ايالت کې ټرمپ سره په انتخاباتی سيالۍ کې ديموکرات بايډن، پرمختګ وکړ الکترال رايې يې ۲۶۹ ته لوړې شوې دی، نو په دغه صورت کې ( سپينې ماڼۍ) ته دتللو په موخه بايډن يواځې ( ۱ ) رايې ته اړتيا لری. جمهوري غوښتونکی فعال ولسمشر ټرمپ، له کره ثبوته پرته لاهم په تاکنو کې ددرغلۍ دعوه لری او څو ايالاتونو کې يې د رايو دشميرنې په مخکې خنډونه جوړ کړی دی.  د امريکا دټاکنو په قانون کې دولس له مستقيمو رايو سربيره د ولسی جرګې او ثنا محلس چه په الکترال سره هم ياديږي ۲۷۰ اکثريت رايې چه هر نوماند خپلې کړې ګټونکی اعلانوی. دترمپ لومړۍ دوره کې يې ديموکرات سيالې ميرمن کلټن ولسې رايې خو الکترال رايې يې ترمپ خپلی کړی وې، چه هغه مهال ميرمن کلټن ماته ومنله. 
ديادښت وړديې بولم چه بايډن، داوبا دحکومت په مهال دولسمشرۍ مرستيال او يو له هغو سياستوالو څخه وه چه دافغانستان جګړه کې دخپلو عسکرو حضور سره يې علنی مخالفت ښوده. 
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  جمعه شانزدهم آبان ۱۳۹۹ساعت 19:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دامريکا د۲۰۲۰ م کال ټولټاکنې

له ټاکنو وروسته هيلې او وهم 
شرف الدين ستانکزی 
واشنګټن ډی سی کې دريمې ورځې په دوام نن هم دمهموځايونو لکه ګڼه سوداګريز مرکزونو يا بانکونو مخې لکه کړکې او دروازې په تختو بندې وې. 
دغه ګام د ولسمشرۍ ټاکنو کې له اندکی جنجال وروسته واخيستل شوو. موخه يې داحتمالی لاريونونو يا تاوتريخوالی له کبله دعامه شتمنۍ خونديتوب ياد شوی دی. 
په امريکاکې ددواړو مجلسونو او ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره برايي ورځ د نومبر په ۳ ټولټاکنې وشوې چه مخ کښ نوماندان يې برحاله ولسمشر ښاغلی ډونالدټرمپ دجمهوری پلوه ګونده او محترم بايډن دديموکرات له ګونده سياليو ته سره ولاړ وو.
 قرار داسې وو چه هماغه شپه دټاکنو نتايح اعلان شی خو د بايدن له پرمختګ سره دډونالدټرمپ نيوکې راپورته او ځينو ايالاتو کې يې له ثبوت پرته په ټاکنو کې ددرغلی په شک محاکمو ته په عرض درايوشميرنه معطل کړه. 
ورسره هممهاله يو شمير ښارونو کې لاريونونه هم پيښ شوه خو دتاوتريخوالی خبر يې نده رسنيز شوی.
 ځکه نو دامنيتی تداتبيرو په لړ کې دامريکا پلازمينه واشنګټن ډی سی کې هم مهمو ودانيو ته غځيدلی لارې بندې ياهم په امنيتی تدابيرو ساتل کيږی او سوداګريز مراکز يې دڅه نورو مهو ودانيو په شمول دتختو په زريعه بند کړی دی. 
چه دکارپوهانو په وينا لوی هدف يې دعامه شتمنۍ ساتل دی. له نوی ولسمشره دخلکو هيلې دادی چه دکرونامرض مهار، بهرنی سياست سم، اقتصاد پياوړی او له هيواده بهرملکونو جګړو کې ښکيل امريکايي عسکر بيرته هيواد ته راستانه کړی. په افغانستان سربيره څو نورو اسيايي او اروپايي هيوادونو کې دامريکا نظامی اډې شتون لری هغه چه ښاغلی ټرمپ يې د بندولو هوډ لاره. دغه راز دامهال په تيرو څولسيزو کې دهيواد اقتصاد په خراب حالت حتی په ځوړ روان دی چه دکورونا له څپې سره يې د۴۰ مليونو په ګڼه کسان وزګار شوی دی دحکومت مرستو ته اړ دی. 
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  جمعه شانزدهم آبان ۱۳۹۹ساعت 7:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هسې يې بريا ته ځينې خوښ دی!!!

خوار ملنګ ته دکلی سپی يو دی

که څه هم لا تر دغه مهال په غوڅ اکثريت د امريکا دولسمشرۍ ټاکنو کې بريالی لاجوت نه ده. خو اټکل داسې ده چه ديموکرات بايدن، به له ټرمپ څخه د حکومت واګی خپل کړی. ځکه نو يو شمير اشخاص يا افرادپه نا اګاهانه ځو ځينې بيا چه دافغانستان جګړه کې دبهرنيو عسکرو شتون سره خپلې ګټې لټوی خوښ بريښی چه ګواکې بايدن، به د نوي حکومت په جوړښت د ټرمپ تصاميم رد، عسکر به افغانستان کې خوندی او دجګړې ډګر به بيا ګرم کړی. چه په څو دلايلو يې دا ذهنيت سم نه دی. ۱- دامريکا بهرنی تګلاره ديوې ځانګړې ادارې له خوا پلانيږی چه موخه يې اوږدمهاله وی، په داسې حال کې چه دامريکا ولسمشر د۴ کلونو لنډمهاله ماموريت لری. سمه ده چه د ميز په سر شعاری بڼه لری، مګر د تګ لاری تغير او تبديل واک نشته ورسره. ۲- که خاص ډول دافغانستان په قضيه بحث وکړو، دغه حګړه دبوش، په مشرۍ جمهوري خواهانو پيل کړې وه، ديموکراتان يې لاله سره منتقدين وه او ټرمپ دجمهوري خواهانو پاليسی په ميراث پاته وه ځکه يې نو په ابرومندانه دجګړې ختم غوښت چه ويې نشوی کړی. مګر ديموکراټانو ته داوباما په وخت کې هم دافغانستان جنګ په ورپه غاړه شوی وه دوام سره يې علاقه نلرله او که بايډن هم بريالی شی دهغوی په اند دافغانستان بېهوده جنګ ته به دپای ټکی ږدی. ۳- په ټوله کې دهر امريکايي لپاره تر بهرنيو هغو دخپل هيواد ګټې مهمې دی نو دا چه اوس دامريکا اقتصاد په ځوړ روان دی او لويه فيصدی د وګړو يې دافغانستان جګړه ختمول غواړی بايدن، به مجبور وی چه دولس غوښتنې ته لبيک ووايي. """د ټرمپ او بايډن، توپير"""" ټرمپ، او دهغه ګوند جمهوري غوښتونکی ډيري يې دافغانستان عزت ته په درنښت د ډلو نه، دافغانستان دخپلواکی مفکوره لری. خو ديموکراتان يا ښه ده چه ووايم بايډن فکر کړی چه افغانان په ژور فساد کې ښکيل شوی دی، دهيواد دکنټرول يا اداره کولو استعداد يې ضعيف دی حتی داسې خبرې هم ګڼه ديمکرات سياسيونو څخه اوريدل شوی دی چه بايد دتجزيې په ډول يې سياسی واګی پاکستان ته دلنډمهال لپاره ورکړل شی. په کورنۍ پاليسی کې هم بايډن تر ټرمپه ازاد خيال لری که يو مثال يې دلته راوړو هغه داچه داسې چه ټرمپ په خپل څلور کلن مشرتابه کې عملا په امريکا کې دنر له نر سره واده کول ممنوع اعلان کړل خو ديموکراتان بيا د بې حدو سرحده د خلکو په ازادۍ يا بې بندو بارۍ باور لری. هم يې داوباما وخت کې دنرله نر سره دواده کولو قانونی حرکت او هم اوس داسې مبارزه په مخ بيايي په هرصورت نو که دکورنيو چارو له بحثه يې بيا هم سترګې دافغانستان لور ته واړوو؛ ناحق ځينې خلک د ترمپ ماتې ته خوښ دی. په دغه لړ کې به دامتل کافي وي چه ووايو خوار ملګ ته دسپيو خوله يوه ده، ښه مشوره داده چه ددې په ځای چه د نورو ممالکو په ماتې يابريا مجلسونه ګرم يو بل سره وريټو ښه ده چه خپل هيواد کې د پرمختګ او سولې خيال وکړو. څو دتل لپاره له دغه پيغوره چه( دوطن دادارې استعداد نشته راپکې) دنړيوالو له ذهنيت څخه داټکی پاک کړو درنښت ليکونکی شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  پنجشنبه پانزدهم آبان ۱۳۹۹ساعت 6:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

محبوسين او په ډزو ويشتل

په محبوسينو د وسلې استعمال

دهرات زندان کې دزندانيانو شورش په ډزو جواب شوی دی لومړنۍ راپورونه چه روغتون تاييد کړی وايي: يولس تنه ټپيان او يو زندانی وژل شوی دی. ډاکتران د ۳ امنيتی مامورينو دټپيکيدو هم وايي. زندانيان په مرميو خو امنيتي مامورين د وهلو ټپ لری. ډاکټرانو ته بند ته دننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې نو په دغه ډول انديښنه ښيي چه ممکن دقربانيانو شمير ډير وی. دهرات زندان کې د جګړې دليل لا نده جوت خو په تيرو کلونو کې چه ماله اړونده زندان څخه له نږدې ليدنه کړې ده دزندانيانو لوی شکايت دځای له تنګوالی وه. اوس مهال په هرات زندان کې تر ۳ زره زيات دبيلابيلو جرايمو بنديان ساتل کيږی په داسې حال کې چه په نارمل بڼه د ۵۰۰ پنځه سوه بنديانو د بند ګنجايش لری. 
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  پنجشنبه هشتم آبان ۱۳۹۹ساعت 8:0  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دماشومانو وژنه او دامريکا انديښنه

دتاوتريخوالی زيادښت او دامريکا غمرازی 
راپور : شرف الدين ستانمزی 
دافغانستان د سولې لپاره دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په تازه تويت کې دافغانستان دتاوتريخوالی په زيادښت انديښنه ښودلې ده، د بشر دحقونو خپلواک کميسيون تر تاييد وروسته يې تخارکې په يوه مسجد دحکومت دبمبارد له کبله د۱۲ ماشومانو وژنه وحشت بللی دی. د تيويت په دوام ليکي چه د وحشت پيښه دغه هيواد کې يواځې تر تخاره نه ده محدوده بلکې طالبانو هلمند کې دموتر بمونو په چاودنه عوام د کور پريښودو ته اړ کړل. ښاغلی خليلزاد دتويت په دوام تينګار کړی ده (6/6 The United States is singularly focused on this goal and is pressing both parties to reduce violence and find a path to peace as soon as possible.)هغه وابي: متحده ايالات  په دتمرکز کوی چه دواړه لوری تر فشار لاندې ونيسی تاوتريخوالی کم او د سولې لار ونيسي
خليلزاد په داسې مهال دملکي وګړو په خاص ډول دماشومانو د وژنې انديښنه ښيي چه تازه کابل کې دکوثر په نوم يوه ښونيزه مزکز ته نږدې ځانوژونکې حملې تر سل تنو عام ولسی خلک او زده کونکی مړو ټپيان کړه. دپيښې پړه حکومت په طالبانو اچوی خو طالبان يې له خپل لوری ردوی دغه راز تخار کې په مسجد بمبارد حکومت منی خو لومړي مرستيال امرالله صالح نه يواځی وژل شوی کسان طالبان بولی بلکې تهديد کوی چه ټولو هغو کسانو سره به قانونی چلند وکړی شی چه پيښې ته ملکی بڼه ورکوی. دصالح تهديد دبشری ټولنو فعالان دبيان ازادۍ لار کې دحکومت نوی خنډ ګڼی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه چهارم آبان ۱۳۹۹ساعت 7:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

نرخ او دجګړو شدت والی مولي حمزه او عوام څه وايي؟  

ميدان وردګو کې دجګړو زور دعوامو په اوږو بار دی 
راپور: شرف الدين ستانکزی 
په داسې حال کې چه سيمه يزه عوام د جګړې له شدته شکايت کوی، ميدان وردګو ته دطالبانو نومول شوی والي مولوی حمزه ادعاکړې چه اوس يې دولسواليو په کچه پراخه سيمه تر کنترول لاندې راوستلې، تر د چه دهغه په وينا دامهال يې دټوپک مرمۍ دولايت دروازې ته متوجه دی. 
دطالبانو دغه سيمه يزه چارواکی، خپلې ډلې ته مربوط خبريال سره مرکه کوی. په ځانګړی توګه دنرخ دولسوالۍ نوم په ژبه راوړ  د درانيو، ده افغانان او شهيدانو کلی په نومونو يادښت سره يې دګڼه حکومتی نظامی قرارګاوو د تصرف دعوه وکړه، ويويل ديرش ډوله بيلابيل درنې وسلې يې ولکه کړی دی.
چه ورسره څنګ کې مقايل لوری ته ددرنې مرګ ژوبلې يادونه هم وکړه، پرته له د چه شمير يې مشخص کړی  ويويل دعسکرو وژل شوی اجساد يې دسره صليب په مرسته په درنښت کورنيو ته وسپارل. 
حکومتي مامورينو د طالبانو په تازه ادعا نظر نده ورکړی؛ خو په داوروستيو کې يې مرکز ته نږدې دخونړيو جګړو په تايد سره له هغه وروسته چه شهيدانو په نوم نظامی بيس باندې موتربم چاودنه او د محاصرې له شکايته ځايي عسکرو په سوشيل مډيا کې دحکومت مرسته وغوښته دولايت مقام په يوه بيان کې دکومکی عسکرو د ورتګ او طالبانو دځپلو وويل مګر مولی حمزه  تازه خبرو کې ياد مرکز لاهم تر خپلې محاصرې لاندې بولی. 
بايد ووايم چه نرخ، ولسوالۍ عام خلک د جګړو د دريدو هيله لری، دجګړې په دواړو طرفونو دترحم غږ کوی. شکايت يې داده  چه کابل ته غځيدلې لار يې نا امنه دناروغانو يې رغتون او کرنيزه حاصلات مارکت ته په وخت نشی وړی، دتګ راتګ لارې يې څو ځايه له اصلي مسير  تغير ياتړل شوې دی. 
دولايتي شورا يوه غړی شريف الله هوتک، په خپله پاڼه کې داهم ليکلي چه دغلو، دانو او په خاص ډول دمڼو دحاصلاتو د رسيدو په مهم وخت کې دجګړې ټول زيان عوام په اوږو اخلی.  ځکه نو دجګړې له طرفونو دشدت دکمښت او په ولس دترحم هيله لری.

+ لیکل شوی په  شنبه سوم آبان ۱۳۹۹ساعت 22:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |