«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

کرونا او اقتصاد

کرونا نړۍ کي څوک رنګ! څوک زنګ کړل. 
ليکنه: شرف الدين ستانکزي 

افغانستان کې دکرونا افت له راتګ سره عوام يو طرف مګر فقر چارواکي لا د وچې ډوډۍ غلاته اړ کړل. خو دچين اقتصاد ۳۲ سلنه جګ شو. 

چين تازه اعلام کړي چه دکرونا پيل په مهال يې اقتصاد د ځوړ په حال کې وه، خو اوس يې ۳۲ سلنه پرمختګ کړي دي. انځور کې چه کومه الوتکه ښکاري هغه هيواد تازه جوړه کړې ده، ادعاکوي چه په بري يې ازمون پر وکړ. 
خو ورسره جوخت بل انځور داسپانياهيواد داقتصاد بد تمثيل ننداره کوي. چه د کرونا له کبله يې ډير خلک وزګار او په خپل حکومت داعتراض په نوم واټونو ته راوتلي دي.  دنورو هيوادونو ترڅنګ برطانيه کې هم شورماشور اوج ته رسيدلي دي. 
په امريکا کې هم همدغه وضعيت دي، حکومت وايې يواځې تيرې يوه اونۍ کې يوملينو۲۰۰ زرو کسانو دتازه بيکارۍ او مرستې عريضې ورکړي دي. 
ټولټال دوزګارو شمير ۴۱ مليونه تنو ته ورسيده. دا ارقام رسمي دي او دامريکا دوګړو شمير تر درې نيم سوه مليونه ياد شوي دي. په افغانستان کې هم دفقر کچه دمره ټيټه ياده شوې ده، چه حتي دعوامو دفقر فيصدي نه معلوميږي هغه داسې چه ټوله پاملرنه دحکومتي ادارو طرف ته اوښتې  تور په پورې شوې دي، چه ځينو مسؤلو چارواکو دتنګدستۍ له کبله نادارو ته دمرستې له ځانګړشوې وچې ډوډۍ برخه بيله کړې ده. 
افغانستان سره دعوامو دفقر دکچې ټيتيدو به غرض هندوستان دغنمو مرسته کړې وه. ولسمشر اشرف غني دنانوايانو له لارې به مستحقودوړياويش حکم ورکړ  خو دويش په مهال يې دپراخه درغليو تورونه ثبت شوي دي.

 

+ لیکل شوی په  جمعه بیست و هفتم تیر ۱۳۹۹ساعت 20:33  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دترمپ خلاف بله هڅه

په انځورکې څرګند ځوان مري ټرمپ، نوميږي. دولسمشر ټرمپ وراره ده. هغه به خپل تره ( ترمپ) کتاب ليکلي چه لنډوخت کي ( جولاي۱۴) به بازار ته راوځي. دکتاب ټول عناوين يې په ترمپ نيوکې او ناکردو ته ځانګړي کړي دي 
مري ټرمپ، خپل تره ولسمشر ټرمپ ته دعقده من خطاب کوي وايي په کمکيتوب کي دپلار له مهرنه محروم وه. ځکه يې نو خودخواه تفرقه انګيز او دامريکا موجوده ناکرارۍ لامل ګڼي. 
مري په ليکنو کي په ترمپ دا تور هم پورې کړي دي چه پوهنتون ته په جعلي ازموينه تللي دي. 
دجعل له کبله يې خپل تره دنړۍ يو ترخطرناکترينه اشخاصو بللي دي. کله چه له مري، وپوښتل شوه چه ولې يې درې کاله وروسته دخپل تره په خلاف کناب وليکه؟!!  ځواب کې يي وويل هدف يې دامريکا ژغورل دي. چه دهغه په وينا اوس ناوړه طرف ته ځي. 
ولسمشر ټرمپ باندې پخواهم جنجالي ليکنې او کتابونه نشر شوي دي، خوخپله ده او دفتر يې داسي اوازيې ناسمې ګڼي. 
ليکنه شرف الدين ستانکزي 
منبع رسنۍ

 

+ لیکل شوی په  چهارشنبه هجدهم تیر ۱۳۹۹ساعت 19:56  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

قوماندان ببرک هم مړ شوو

مشهور قوماندان چه نوم يې د ولايت په کجه وه مګر په غلمينه ډوډۍ او دتناره خس يې  نلرل.  ومړ. 

همدغه ګړۍ يې فسبوک کي له مرګه خبر شوم. تر جهادي شهرته يې دمحلي سندرو او سيمه يزه بانډار نوم لاره. قوماندان ببرک باندې يې مشهور وه مګر اصل نوم يې خليل الرحمن  دميدان وردګو دنرخ ولسوالۍ د توکرک قريي پاچيخيلو استوګن وه. فاميلي شغل يې مالداري او پردۍ شپني وه. نو۶۰ کلن عمر يې دير له رنځه او غربته ډکه وه نه پوهيږم داستان يې له کومه يې پيل او چرته يې ختم کړم... ممکن ناخوالې يې کتاب قدرې شي. مګر مختصر وايم. په قبيله چينزايي هوتک ببرک ډير مشهور قوماندان وه  مګر په عمر کي د خپل موټر څه چه د يوه آس د لرلوارمان يې پوره نشوو. 
جايداد خو پريږده دغلمينې ډوډۍ چښتن نشوو. په غريبه کورنۍ کي زيږدلي وه. چه سياست خو څه خپله شخصي راډيو ارمان يې پلار لاره، چه دده خبره دقمرګلې سندره پکې واوري. 
دبل چاه بزګر وه. دا نو دجهاد دمهال نقل دي چه ميدان وردګ کي دحزب اسلامي اقتدار چليده. ببرک نوي زلمي وه دنرخ اخچي نومي کلي کي يې دبل دمذدورۍ درمند ټولاوه چه د عشرخلکو سره په کوم من غنمو په لانجه شوو   بس نو د وخت دتنظيم مجاهدينو دکفر ټاپه په کلکه نازدکړي ببرک يې دلس تنو په زور  وواهه. دمره چه دچيغو او وينو نقل يې کلي په کلي انګازې وکړې. نقل يې لاهم مسند او ديادې ډلې سربانډ يې لاهم حکومت کي دسولې دشورا يو چارواکي دي. په وهلو وهلو نيم څومايله  په اس پوري تړلي ترمرکزه کش کړ اجل يې نوه پوره په مرګوني حال ازاد تر جوړيديو وروسته له سيمي تبعيد ته اړ شو. جلريز ته دحرکت اسلامي جبهې ته وتښتيد دمجاهدينو په منځ کي دښه سلوک ښکلي سندريز  غږ په لرلو يې دټنګ ټکور بانډارونه مشهور وه. دغريب بزګر دشهرت پيل له همدغه ځايه وشو.  دلته يې هم له توانه قوماندانانو ګټه پورته کړه.  څو وارې ټپي شوو. مجاهدينو چه کابل ونيوه ملکي ژوند ته ستون شو ...خو دطالبانو ظهور کي بيابندي شو طالبانو سره دوسله وال دريدو په شرط ازاد بياسرګروپ او په مخامخ جګړه کي دمين په زريعه يې دميدان ښار جبهه کي يوه پښه له لاسه ورکړله. اوس نو ډير غريب شوي وه..مګر يواځيني زوي يې هيله وه چه زده کړي يې کړي همداسې وشوه مشر زوي يې کابل کي ديوه شتمن قوماندان په مالي کومک  کي تحصيل بشپړ ۴ کاله دمخه کورته په راتګ دطالبانو سيمه کي چاه له موټره کښته مړي يې کوم غره کي وموندل شو دتکفين اودتدفين پيسې خلکو خيرات ورکړې.  نورې ډيرې ناخوالي يې هم وګاللې ...خو اوس يې له مرګ  سوشيل مډيا کي خبر شوم بياهم نه پوهيږم چه دمرګ لامل يې څه وه؟ وروستي ديدن مي تيرکال کابل کي ورسره وشو  پيل کي يې دچرګ کباب رانه وغوښته اماده مي کړ. دغربت اونادارۍ څخه سر وټکاوه. دخبرو به جريان کي يې زما مشر ورور ته يې دعا وکړه ويويل دژمي خس يې وړيا ورکړي دي... په تلوکي مي څو افغانۍ ورته ونيولې په ورين تندي يې قبولې کړي. 
خدايﷻ د وبښي.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه دوازدهم تیر ۱۳۹۹ساعت 19:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بچه بازي په پوليسو کې

وايي: پکه دا دلابله سپکه. 
بچه بازي 
امريکا افغانستان دريمه کچه هيوادونو کې وګاڼه. 
دغه اقدام يې له هغه وروسته وکړ چه دبهرنيو چارو وزارت دراپور په اساس د امنيتي ځوتکونو ليکو کې بچه بازي او دقچاق په شمول بيلابيلو برخو کې له کمکيو هلکانو دمريي په بڼه ګټه پورته کيږي. 
دجون ۲۵ دبښنې نړيواله ورځ ده، ځکه نو په همدغه موخه امريکا هغه هيوادونه چه لاهم په يونه يوه ډول بردګۍ پکې دود دي. په اړوند يې څيړنې او درجه بندي کوي. که څه هم افغان حکومت دامنيتي ځواکونو په ليکو کې دکم عمره هلکانو داستخدام خبره نه مني. خو دبشردحقونو ادارې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت کلني راپور باندې انديښنه ښودلې ده. ځکه دا ډول راپورنه په مستنده منابعو جوړ شوي دي. 
د نظر خاوندان دګمارل شويو ماشومانو دعمر په لحاظ دافغان حکومت ادعا سمه بولي، خو په داستدلال چه افغانستان کې لږ خلک دزيږدنې اصلي نيټه لري. ځکه نو ځينو مواردو کې داستخدام په وخت کې دزيږدنې مهال له اصلي عمرزيات ورته ليکي. دا ډول نظر لرونکي دامريکا دراپور هرکلي کوي مشوره ورکوي چه تر د وروسته بايد داستخدام په وخت کې لغړزني ونه ګماري ولو که دزيږدنې وخت يې ترقانوني عمره هم ليکل شوي وي. 
دهيوادونو درجه بندۍ کې هر هغه هيواد چه دريمې درجې ته راټيټ شي نود امريکا حکومت يې له بشري او روغتيامرستو پرته نورو برخوکې له اقتصادي بنديزونو لاندې نيسي. چه دکارپوهانو په وينا دپريکړې واک يې ولسمشر ټرمپ دامهال لري. 
شرف الدين ستانکزي.

+ لیکل شوی په  جمعه ششم تیر ۱۳۹۹ساعت 20:13  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

طالب بنديانو بياازادۍ

دبنديانو دازادۍ لړۍ بيا پيل شوه قطر کې دطاليانو دسياسي دفتر وياند سهيل شاهين په تازه تويت کې وويل:
(‏نن یوځل بیا د هلمند ولایت کې د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۲۰ تنه عسکر او پولیس  خوشي شول او د کومک په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول.)
دغه راز افغان حکومتي اړونده اداري هم بګرام کې دبنديانو دبيا ازادۍ دپروګرام دچټکتيا حال ورکړي دي. 
تراوسه حکومت تر درې نيم زره بنديان ازاد کړي دي. خو تيره اونۍ دبنديانو چاروکې دوکيلانو او څارنوالو په موټر بريد د وژنې سره دالړۍ نوکې ټکنۍ شوه بريد تروريستانو ته نسبت شوي وه پنځه تنه ووژل شوه او دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد يې عاملين دسولي مخالفين وبلل ولسمشر اشرف غني يې هم پيښه بده وګنله. 
شرف الدين ستانکزي

+ لیکل شوی په  پنجشنبه پنجم تیر ۱۳۹۹ساعت 20:14  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

امرالله صالح خبريال سره په تقابل کې

د ولسمشر لومړي مرستيال له يو بيوزله خبريال، يادخبري اژانس سره په ناندريو کې. 
 عوام له ولسمشر څخه څه هيلې لري؟ جزيات يې دلته لوستلي شي. 

له هغه وروسته چه پژواک خبري اژانس پاکستان ته د کرونا اړوند دمصنوعي تنفوسي ۳۲ ماشينو دقچاق خبر ورکړ په کور ديننه اوبهر يې په حکومت او خاصه توګه دعامې روغتياوزارت ادارې باندې ولسي نيوکې او اعتراضونه وشوه. ويل کيږي د عامې روغتيا پخواني وزير چه په کرونايي مرستندويه پروګرامونو کې دسستيا او درغليو له کبله دندې څخه په داوروستيو کې ګوښي شو دشمالي ټلوالې يو له اعضاو څخه وه.
ځکه نو دولسمشز لومړي مرستيال امرالله صالح، پرته له د چه په موضوع د تحقيقاتو پروسه تميل يا پلاوي وګمارل شي په يقين دعامې روغتيا اداره پاکه وبلله رسنيو ته يې وويل چه هيڅ شي نه ورک او نه قچاق شوي دي.  
چه د حکومت د يوه لوړ مقام په حثيت يې دا ډول طرفداري عوام دملي ګټو خلاف او دملت په ځاي خاص ډلې ته وفاداري ګڼي. 
د پژواک دخبري اژانس مشر دانش کروخيل بيا خپل راپور کره ښيي د ولسي جرګې مجلس ته يې وويل ټول هغه شواهد ورسره شته چه ياد ماشينونه پکې پاکستان ته قچاق شوي دي.  
دانش زيانه کړه :دغه تحقيقي راپور يې په پوره دقت او امانت دارۍ ترتيب کړي دي او داړتيا په صورت کې به يې مربوطه ادارې ته خبري مواداو منبع  وښيي. 
په کور ديننه او بهر ميشت افغانان د پژواک له دريځ څخه ملاتړ کوي.  په امريکا ګې ميشت څو تنو دنظرخاوندانو نن راته وويل چه ددانش صاحب خبرې منطقي وي. دفساد دمخنيوي لپاره بايد دخبريالانو مخه او غږ ډب نشي. 
دوي دامرالله صالح داسې غوڅ دريځ تنظيمي او ډله پالونکي بولي استدلال کوي د لومړي مرستيال په حيث دانده ورته مناسبه چه يوه حقوفي موضوع کې تر څيړنې وړاندې د يوطرف په ګټه پريکړه وکړي. 
دغه راز ولسي خلک په موضوع کې پاکستان هم ګرم ګڼي هيله لري چه افغان حکومت يې دسيستماتيک قچاق په تور په نړيواله کچه دملامتۍ هڅه وکړي مګر برخلاف په موضوع دصالح سترګې پټول په يوه ډول دپاکستان دګټو لپاره کارکول دي. 
خلک دپژواک دګارکونکو امنيت ته هم انديښنه ښيي. ډار لري چه ياخو به چارواکي پژواک په تهديد له خپل تحقيقه په شاه کړي يابه بيرته له پاکستانه قچاق ماشينونه په پټه راستانه او دپژواک اعتبار دخرابۍ هڅه به وکړي. چه په دصورت کې به بيا نه کوم خبريال دتحقيقي راپور هڅه وکړي اونه به يې هم ولس په خبره باور وکړي. ځکه نو له ولسمشره هيله لري څو دپژواک امنيت ته په پام ټول خبري مواد يې د يوبي پرې مسلکي پلاوي په حضور وڅيړي. 
په افغانستان کې په داسې مهال د تنفسي الو دورکې خبر ورکړل شو چه همدااوس اوس د هيواد بيلابيلو ولاياتو کې دکروتا ناروغان دمصنوعي تنفس ماشين له نشتون دمرګ کومه کې ياديږي. 
شرف الدين ستانکزي.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهارم تیر ۱۳۹۹ساعت 6:58  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

زما ورور زما دپلار ځاي ناستي

نن دجون يوويشتمې ورځې ته دپلار د ورځې صفت ورکړل شوي دي.
خو داچه نصيب د پلار له محبت څخه محروم کړې يم او کلونه وړاندې يې روح ربﷻ ته سپارلې ده. روح ته يې دعا کوم ...که څه هم تشه يې په هيڅ صورت نشي ډکيدلي مګر دخدايﷻ شکر ګذار يم چه مشر ورور معلم عين الدين يې ټولې مهربانۍ راباندې لورولي دي. په هرمشکل حال کې يې زمړنږ درد خپل کړي دي او په اخترو برات کې يې خوښۍ راباندې لورولي دي. 
دغه راز دمړو په شپه زمونږ هوساينې او تللو ارواحو روح ته دعاکوي. 
دمال ځمکې، عشرو زکات، سرسايې،براق ...مسؤليت څخه يې مونږ بيغمه کړي يو 
هوکې؛ معلم زما ورور خو دخپل کلي او چاپير چل په کچه ښونکي، دجرګو او مرکو سړي دي. په حکومتونو کې دګمرک. خدمات  او عامې روغتيا په کچه دلوي رياست تر ماموريتونو او دجهاد په مهال دقوماندان صفتونه يې بګروند کې شته  په جګړو کې درې ځل مرګوني ټپ څخه خداي رغولي او ديوې سترګې دشهادت وياړ يې هم شته ده. دامهال سيمه کې ديوې مهمې دينې مدرسې مشرتوب هم ورپه غاړه ده سياست کې دامهال نه چاسره موافق اونه مخالف دريځ لري سوله يې د ژوند ارمان او تروسه کار ورته کوي.  داقتدار په مهال د ډيرو پيسو باور او معاملې واک ورکړل شوې وه، خو له نيکه مرغه. لکه اوبه داسې د خدايﷻ په کرم له فساد سپيڅلي او ولنټير(رضاکاره) خدمت کوي. 
ددمره صفاتو يادونه مې ځکه وکړه چه نه يې دمامور، قوماندان يا ريس صب لقب خوښيږي اونه هم دمعلم ترنوم پرته چاته دبلې غږ کوي. داسې چه دقدرت به مهال يې هم پلويانو ته دبل لقب د ورکړې اجازه نه ورکوله  معلم صاحب  چه دولايت په کچه يې شهرت او عزت محفوظ دي دطالبانو دواکمنۍ په مهال لومړي شخص وه چه دنرخ ولسوالۍ په کچه يې ديونسف په مرسته د۱۳ ښونځيو بنسټ کيښوده البته دا په هيواد کې د نجونو او هلکانو لومړي ښونځي وه چه ده په خپل استدلال سيمه يزه طالبان قانع او لاهم دطالبانو دنفوذ سيمه کې دامراکز ودان دي.  هدااوس اوس، هم زمونږ دهرکور ښونکي دي داسې  چه ماشومانو سره د هغوي به ژبه او غټانو سره دلويانو په کچه ديني او معلوماتي مجالس ګرموي 
خو په ځانګړي ډول ماته لکه دپلار په څهيره کې دمسافرۍ په جريان کې هميش په لاس کې شته وسايلو لکه تلفون مسنجر... په زريعه سالم لارشودکوي. 
دکور ټولې چارې مې په مخ وړي،  په شتون يې ډاډه ژوند کوم.  عمر د يې زياد او سيوري ديې هميش زمونږ په سر وي.

+ لیکل شوی په  یکشنبه یکم تیر ۱۳۹۹ساعت 22:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |