«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

لويه فيصدي دپلوماتان بيرته نه درومي

ځينې افغان ديپلوماتان ولې بيرته ملک ته نه ځي؟
دکډوالو نړيواله ورځ
د شرف الدين ستانکزي ليکنه 
۲۰۲۰م د جون ۲۰ 
 
دخځلو ټوکرۍ( ترشکن) يې څنډې ته کړ... د ستړيا په حس خو خجالته اميزه بڼه يې په خنداوره لهجه وويل: له دغه ډول سختو کارونو سره بلدنيم وطن( افغانستان) کې مې راحت ژوند لاره، حقيقت کې ديپولومات يم،  خو نصيب مذورۍ ته اړ کړم. 
دغه د يوه افغان ديپولومات د ژوند انځور دي چه اوسمهال د ورجنيا يو ګيس شتيشن کې د ورځې ۸ ساعته خدمت ته اړ دي. 
هغه چه نوم او هويت ښودلو سره علاقه نلري، خو زه يې د (F )په مستعار (مخفف)نوم يادونه کوم وايي: په ۲۰۱۷ کال واشنګټن دي سي کې دافغانستان کنسلګرۍ کې په دنده ګمارل شوي دي او ۲۰۱۹ م کال کې د بهرنيو چارو وزارت داصلاحاتو په جريان کې له دندې ګوښه يا استعفا ته اړ شو اوس د مهاجرت په تمعه دلته سخت ژوند تيروي. 
دسفارت مسولين دوظيفوي اصولو په بنياد په موضوع خبرې نه کوي مګر  دبهرنيو چارو وزارت يو پلاوي چه په داوروستيو کې امريکا ته راغلي وه، په يوه شخصي غيرخبري مجلس کې مې د ديپلوماتانو دمهاجرت يا بيرته هيواد ته دنه ستنيدو موضوع په شخصي ډول ورسره شريکه کړه. دستونځې دتاييد سر يې وښوراوه دايې هم ورسره زياته کړه چه تيرحکومتونو ګڼه د ځينو چارواکو د کورنۍ غړي غيرمسلکي د ديپلومات تر عنوان لاندې په مختلفو هيوادونو کې مامورين کړي وه چه دولسمشر غني دبيا ټاکلو سره د اصلاحاتو به درشل کې ددوي دندې په خطر کې ولويدلې ځکه نو يو شمير يې دندو ته شاه دپناغوښتنې هڅه کوي. 
دا مامور چه دلته يې سفر غير رسمي وه نوخبرې يې هم معمول سره سم له رسمياتو بهر کولې. ځکه يې نو دليکوالۍ داخلاقو په سبب نوم نه څرګندوم. خو مجلس کې يې د سفارت درې تنه فعال مامورينو حضور لاره. 
هغه داهم وويل چه د وطن ناخوالو ته په پام ( زمونږ ۹۰ تر اتياسلنه سفارت کاره مامورين دامريکا په څير هيواده څخه بيرته نه ستنيږي)
دلته داهم ياده شوه، چه دحکومتونو متقابل تړون له مخې هيڅ دپلومات په کوربه هيواد کې دپناغوښتنې فرصت نلري ځکه نو ځينې يې ددندې له ختميدو مخکې  په يوه نوم يابهانه ځان دحکومت مخالف ښودلو په ډول دنده پريږدي او ياهم بل هيواد ته دمهاجرت لپاره ورځي. چه له دغه منځه يې دامريکا د سفارت د يوه ډير مشهور مامور نوم ياد کړ چه ددوي په وينا په ورته پلمه د۲۰۱۹م کال په اواخرو کې يې لومړي سوشيل مډيا کې دولسمشر غني او دحکومت خلاف خبرې پيل کړې،  بيا ددندې له اتمامه ړومبي کانادا ته ستون او دنده يې نيمګړې پريښوده. 
مجلس کې د داډول کسانو کره شمير ورنکړل شو بس په فيصدي يې اکتفاوشوه.
 خو داچه دغه ماحول غير خبري وه؛ ماهم ډيره خبره سره ونه شاربله. 
مګر دا وويل شوه  چه تښتيدلي ديپلوماتان په ورته ډول دوطن ديپلوماتيک اعتبار کموي، بايد يو ځل وتن ستانه، که بيا غواړي محترمانه راتللو ممانعت نشته ورته. 
خو دا ډول افراد بيا استدلال کوي چه وطن ته په تلو امنيتي ستونځې لري او بياامريکا يا بل غربي هيواد ته دراتګ چانس يې محدود وي 
شرف الدين ستانکزي

+ لیکل شوی په  شنبه سی و یکم خرداد ۱۳۹۹ساعت 19:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په ژوند که کافر وه خو مړي يې زما تربور دي

په ژوند که هر څه وه؟ خو مړي يې احمدزي دي ښخوم يې!!!

ميړونه مري خو ميړانه يې تل ژوندۍ وي. ښايي د طالبانو له ظهوره بيا تر واکمۍ او دغه مهاله په کور ديننه او دنړۍ په کچه هيڅ شخص څوک په ګوته نکړي شي چه مخامخ طالبانو ته په غوڅ مخالف دريځ کې  دريدلي او د تحريک دپلان مخه يې ډب کړې وي؛ داسې لکه دغه افغان. 
هو، کله چه طالبانو کابل فتحه کړ نو د ډاکتر نجيب په دار ځړولو سره هيڅ تن نر نه بريښيده چه سپوڼ قدرې وکړي.
 له مانيولې بيا تر ماپورې که دنجيب موافق يا مخالف وه د اريانا څلور لارې کې به يې د نجيب او دهغه د ورور شاهپور په دار ځړول شويو جسدونو تماشه کوله. کوم اجساد چه په تن، خوله، او پوزه يې دافغانيو ۵۰ ګون بانک نوټونه نندارې ته پريښول شوي. عامه انګيرنې داسې وې چه ګونګوسه او خلکو به يو بل ته ويل چه دنجيب مړي طالبان همدلته ځړولي پريږدي څو لمر يې وچ کړي... مګر د څو ساعتونو په تيريدو هر څه بدل شوه!!! سپينې خو په ګردونو خړې ډاډسنو څخه کوچي ډوله وسله وال پلي شوه،  محافظ طالبان چه شمير تر لس تنو زيات نه ښکاريده  يوڅنګ ته کړه په بيړه يې جسدونه راټيټ کړه. دوي ګڼو يې وسلې لرلې مګر ډول يې دطالبانو د لباس خلاف هماغسې پکتياوالو ډول  لاره. غټې پګړۍ او ځينو يې ملا په څادرو ټړلې وه   داسې لکه کوم دروند کارته چه چمتو وي،  څيرې تقريبا مشابهه وې څوک نه پوهيدل چه څوک دي !  او موخه يې څه ده؟ اونه هم چاکې دپوښتنې شومه وه   خو دمحافظ طالب د لږ څه ممانعت غبرګون کې چه خبرې يې وانه وريدل شوې. يوه له هغو چه جنازې پورته کولې په اوچت اواز ور غبرګه کړه: هو نجيب په ژوندونې کافر وه ... سم شوروي وه...مګر اوس زما مړي دي.  مړي يې احمدزي دي ...زه يې وړم ... وړم او بيا يې دوړم مککره غږ اوچت کړ زياته  يې کړه. :څوک مې مخه نسي؟ راميدان ته د شي؟ نشي يې  نيولي. 
ددغې صحنې له ګڼو نورو ښاريانو سره زه هم يو له ليدونکو وم. خلکو په بيړه مړي پورته کړه محافظ ځوان طالبان کوم چاه سره په مخابره وګړيدل  خو په جزياتو يې ونه پوهيدو. په پيښه مو نه دخوښۍ نه دخپګان ښکاره کولو وس لاره هک حيران ولاړ وو. خو لکه د فلم ديوې هياحاني صحنې په څير ددغې مستندې ډرامې اتل د موندنو سوالونه ذهن ته راغلل. يو له بله مو پوښتل دا څوک وه؟ ...؟ چه دمره جرات يې وکړ؟. کوم چاه وويل نعيم کوچي، نوميږي.  په قبيله احمدزي او دطالبانو قوماندان دي. 
هو همهغه کوچي چه د ټلوالې په ملاتړ جوړ حکومت کې بګرام کې هم دزندان دوره تيره کړه او اوس يې خپل روح رب ته وسپارله. 
شرف الدين ستانکزي.

 

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و نهم خرداد ۱۳۹۹ساعت 22:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دايران خلاف لايون

دايران دظلمونو خلاف اعتراض 
شرف الدين ستانکزي 
واشنګټن ډي سي. 
ګڼه امريکاميشته افغانانو همدغه مهال دامريکا پلازمينه واشنګټن ډي سي کې ايران په خلاف په لاريون راوتلي دي. 
دوي چه دافغانستان بيرغ او ايران خلاف ليکلې پاڼې ځان سره ليږدوي په ملګروملتونو، دامريکا په حکومت او بشري ټولنو غږ کوي څو دافغان کډوالو په وړاندې دايرانيانو چلند په غندلو سره دمظلومو مهاجرو حقوق محفوظ کړي. 
په دا وروستيو کې له ايران څخه داسې خبرونه خپاره شوه چه ګواکې په دوه بيلابيلو پيښوکې يې يوه ډله افغان کډوال سيند ته په ورګډولو اړ او وژلي دي.
بله مشابهه پيښه کې يې تصويرونه ښکاري چه دافعان کډوالو يو موټر کې هغوي ژوندي سوځوي. 
ځکه نو دغو پيښو په نړيواله کچه دخلکو غبرګونونه راوپارړل او دايران دغه سلوک يې ظالمانه ياد کړ. 
چه دادي په دوام يې واشنګټن دي سي کې هم ګڼه خلک په ملاتړ ودريدل. 
په پيښه دخوږمنو خلکو داعتراضونو لړۍ دغه امريکا ته هم راورسيدله دوي  يوه قطعه نامه هم ځان سره لري چه مهم ټکي يې دوژل شويو افغانانو دوژنې څرنګوالي څيړل او متضررينو ته د عدالت ورکړه ده.  

افغان حکومت هم ددو پيښو په غبرګون کې ايران ته احتيجاج کړي، او ايران هم دموضوع دڅيړنې ژمنه کړې ده

شرف الدين ستانکزي.

 

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و پنجم خرداد ۱۳۹۹ساعت 21:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دپاسپور تقاضا زياته شوې ده

قنسلګري کې دپاسپورت دتقاضازيادښت او داجرا څرنګوالي؟
راپور شرف الدين ستانکزي 
واشنګټن ډي سي. دجون لسمه ۲۰۲۰
په امريکا کې د افغان سفارت دقنسلي څانګې مسؤلين، دکارکونکو دکمښت، خو دپاسپورت د غوښتونکو دزيادښت، عوايدو، د اوچتوالي او دتير په پرتله دخدماتو د بهبود ادعاکوي. 
په واشنګټن ډي سي، کې افغان قنسلې اغلې منيره قاسمي، (ور) ته په يوه ژوندي بڼه پروګرام کې چه نن دجون په لسمه دغرمې ۱۲ بجو مهال فسبوکه څخه نشرکيده،  په دخبرو سربيره کرونا  ناروغي بله هغه ستونځه وبلله چه دقرنطين له کبله يې خدمات څه ناڅه ټکني کړي دي.
مګر ددوي په وينامعطل کړي يې ندي.. په عيني حال کې ګڼه هغو خلکو چه دغې ادارې ته نن راغلي وه دمامورينو له سلوک او دکار له څرنګوالي رضايت وښوده،  اما دسفارت داړونده ادارې د ټلفوني اړيکو په وخت دنه ځوابکيدو نيوکې يې لرلې. اغلي قاسمي دغه نيوکه تايد کړه ويويل ممکن دقرنطين په وخت کې دکارکونکو دنه شتون له کبله  ځينې اړيکې نوي اخيستل شوي مګر اوس يې دغه ستونځه حل وبلله، په عيني حال کې يې دبيړنيو اړيکو يا امرجنسي يوه تلفون شميره راسره شريکه کړه څو دوستان په عاجله وخت کې تماس ورسره ونيسي ( ۲۰۲۳۸۶۱۰۱۳) 
حارث احمدزي، د سفارت داداري برخې مسؤل دي د خپلې اصلي دندې ترڅنګ يې دمراجعينو غوښتن ليکونو لومړي شعبه يارسفشن برخه کې هم دامهال په خدمت بوخت وه.  کله مې چه علت ترې وپوښته دمامورينو دکمښت يې ياد کړ ويويل ټوله اداره کې يې ۸ تنه خدماتي کارکونکو تشکيل لري نو مراجعه په مراتبو زياته ده. ځکه نو دده په وينا ډير کار کوي. هغه په ورځيني حساب ارقام ونه ويل، زياته يې کړه اوس يواځې عاجله کارونو ته رسيدګي کوي،  خو په ټوله کې همدغه اوس تر ۵۰۰۰ کسو دپاسپورت تقاضا کړې ده. 
د کارکونکو د تشکيل او نورو تخنيکي کمښتونو لپاره يې مرکزي ادارې ته دوړانديزونو د ورکړې وويل چه دقنسلګرۍ دچارواکو په وينا لنډه راتلونکې کې به دمنظورۍ په صورت کې حل شي. 
مسولينو دعوايد دزيادښت په خبره بسنه وکړه  زما دمکرره پوښتنو غبرګون کې يې وويل د ورته ځوابو صلاحيت دوزارت مربوط دي. 
د امريکا سفارت کې تيرو کلونو کې دژبني تبعيض تر څنګ مراجعينو سره د بد چلند خبره ډيره اوريدل کيدله، خو اوسمهال داسې څه ما ونه ليدل اونه هم مراجعينو ښکاره شکايت وکړ. نو په دغه ډول ويلي شو چه په امريکاکې دسفارت کارکونکي ورځ تربلې مسلکي او دښوخدماتو ژمنتيا ښيي 
دنورو جزياتو لپاره داغلې قاسمي بشپړه مرکه او دقنسل دکارونو حال ددغه لينک په کيکاږلو ليدلي او اوريدلي شي. 

https://www.facebook.com/sharafstankzai/videos/2956732084375941/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و دوم خرداد ۱۳۹۹ساعت 0:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دطالبانو نوي مشر تر زاړه هغه زړور او بريالي وي

"نوي مشر سره نوې، ساه اخيستل"

طالبان دمشر په مړينه نه يواځې دکمزورتيا احساس نکوي؛ بلکې تاريخ ښودلې ده چه دهر مشر تر مړينې وروسته په ځواکمن حالت کې واقع شوي دي. 
دبيلګې په توګه؛ دملامحمدعمر دقيادت زماته کې طالبانو نه يواځې ادرس نلاره بلکې هيواد خو پريږده چه دنړۍ هيڅ سيمه کې محفوظ نه وه او نه هم هيڅ حکومت ياشخصيت طالبانو سره داړيکو د ټينګښت قدرې جرأت کولي شوو. مګر دښاغلي ملاعمر، تر مړينې وروسته دهغه ځاي ناستي ملااخترمحمد منصور وکولي شوي، چه طالبانو ته افغانستان کې دفعاليت موقع په برابرولو سربيره دسيمې دهيوادونو په کچه دتماس چانس په لاس ورکړي شي.
 چه په همدغه هڅه کې له ايرانه دراستنيدو په مهال ويل کيږي هدف لاندې راغلو. 
دښاغلي منصور په وژلو سره عامه انګيرنې داسې وي چه ګواکې نور به دطالبانو  اسلامي تحريک دخپلمنځي لانجو په وسيله ختم، دنوې قيادت دتعينولو ځواک به له لاسه ورکړي. ځکه استدالا داوه چه منصورصاحب، د ملاعمر، دمرګ خبر ۲ کاله پټ ساتلو سره ديوې کودتا په بڼه په طالبانو واکمني کوله. 
مګر ميدان ته دملاهيبت الله، په رادانګلو نه دا چه داسې شننې او انګيرنې بي بنياده ثابته شوې، بلکې ملاصاحب هيبت الله، دافغان حکومت او نړيواله ټلوالې په وړاندې دجګړې علني جبهه پرانستله.
 په هلمند، کندهار، کندز، فراه، غزني او ګنه نورو ښارونو يې دبريد او لنډمهاله ولکې ځواک او مرال خپلو پلويانو ته ورکړ. داسې چه دراپورونو په بنست خپل ځوان زوي يې په مخامخ حمله کې قربانۍ کړ. 
کومه بيلګه چه په بل هيڅ مشر کې نده جوته شوې. 
ملاهيبت الله د نظامي بريا ترڅنګ په سياسي ډګر کې هم پياوړي ګامونه واخيستل. نه تنها دا چه طالب څخه يې دتروريست نوم په نړيواله کچه وتوګه بلکې امريکا يې دسولې تړون او ملګري ملتونه له تورلست څخه دطالب مشرانو دنوم ښکلوته مايل کړل. 
په دغه سخت مقاومت کې طالبانو نړۍ متعجبه کړله دامريکا په   تاريخ کې هيڅ رهبر دمقابل لوري زور ته تن نده ايښي مګر ولسمشر ټرمپ. يوځل نه بلکې په کراتو افغانستان کې خپلې جګړې دمقابل طرف دزړه ورتيا ستاينه وکړله ويويل عسکر يې نور جګړه نه کوي
زمونږ په ياد دي  چه يووخت به افغان حکومتي چارواکو طالبان يو غير رسمي ترهګره ډلګۍ بلله دخبرو کولو ته نه ورتلل، چه په دوحه کې دطالبانو دبيرغ پورته کولو ته دکرزي صاحب او شمالي ټلوالې غبرګون يې نښه يادولي شو، مګر ددوه کاله په تيريدو ملاهيبت الله وتوانيده چه په ۲۰۱۸م کال دکمګي اختر په ورځ کابل ته دپلويانو په ننوتلو دکابل اونورو ښارونو واټونو کې دخپل تحريک بيرغ رپانده کړي. 
دغه راز دکابل له زندانونو يې د ډليزه بنديانو ازاديدل نور هغه څه دي چه ددغې ډلګې د مشرانو په اوچت تفکر اوسياسي تدبير دلالت کوي.  تر ټولو خو لامهمه دادي چه هغه دافغان چارواکو کړي خبر نن طالبانو په سر ورماته کړه افغان حکومت دکابل ادارې په بللو يې په رسميت نه پيژني وايي خبرې نه ورسره کوي

ددې ترڅنګ چه ملاهيبت الله دخپل مشرتوب په مهال نړيواله تلوالې او افغان حکومت سره په جګړه ښکيل وه دداعيش زور يې هم اوبه او هيواد کې دنړيوالو داټکل خلاف دفعاليت مخه ونيوله شوي. 

نو خبر له د راياده شوه چه په داوروستيو کې داسې راپورونو خپاره شول چه ګواکې دطالبانو دريم مشر مولوي هيبت الله هم دکرونا په وجه ژوند له لاسه ورکړي دي او يوشمير خلک يې خبرته خوښ دي که څه هم طالب وياندويانو دا اوازې ناسمې بللي دي. خو فرض يې کړه ريښتيا نوموړي(هيبت الله) ومړ؟ نو بياهم تجربو ښودلي چه دطالبانو نوي مشر به ترپخواني هغه، په قوت او نوې ساه ميدان ته را دانګي. 

که خبره لا رانه اوږده نشي راځۍ نور دچاه په ځانګړي ډول دډلګيو دمشرانو دمرګ نه، بلکې دبقا دعاوکړو ځکه زوړ رهبر دنوي او اسوده ژوند کولو هيله لري، له جګړو مايوس وي او داقتدار دساتلو حرص ورسره وي. ځکه نو له نوي احساساتي هغه (رهبر)څخه بهتر دي. په دمعني چه ذهن يې سوله غواړي. مګر نوي رهبر دخپل شهرت په تمعه نوي جبهې او تازه تاوتريخوالي ته مټې بيډوهي 
شرف الدين ستانکزي..

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2937394962976320/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهاردهم خرداد ۱۳۹۹ساعت 20:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

امريکا مظاهرې

واشګتن دي سي نږدې نظامي بڼه غوره کړې ده. سپينې ماڼۍ ته غځيدلي ټولې لارې په زغرواله ګاډو بندې او پوليس د ملي ګارد ترڅنګ برچپک ولاړ دي. په استلاح مچ هم پر نشې ترې وهلي خو قهرجن تورپوستي د بلوا په شکل ددغه وسپنيز موانع په لور غرځنګ کوي دپيپسي په بوتلو يا هم دکريکټ په ډنډو ... ورسره وسايلو وارولو خپله غوصه سړوي. به انځورونو کې چه کومه صحنه ګورۍ تيره شپه ۱۱ بجې مهال سيمې ته ورغلم که څه هم هيچا ممانعت نه راته کاوه ولې فضا دمره ډارونکې وه چه دپوره وډيو يا نورو مستند عکسونو داخيستو جرات مې له لاسه ورکړ. ځکه هره لحظه داسې وه چه موټر يا وسايل څوک درنه ولوټي. مظاره چيان چه سړي يې شمير نشي اټکل کولي خواره واره ګرځيدل څهرې ترسناک په دډول چه ويښتانه يې اوږده، داکثريتو يې کميسونه په تن نه وه او د تندرسته باډۍ په تظاهر يې مقابل لوري ګذار ته سينه سپر ښودله.  په ځمکه دخپرو وسايلو او تخريب نښې نورې هم وهم اچونکې وې 
پوليسو په ډيره حوصله دهغوي شعارونو ته غوږ نيولو او له خپل حريم نه يې په سړه سينه دفاع کوله. 
مظاهرې منيسوټا ايالت کې د يو دتور پوستي د وژل کيدو په غبرګون کې دادي يوې اونۍ ته وغځيدې لاريون کونکي دعدالت او برابرۍ چيغې وهي سپين پوستي په تعصب تورنوي. مګر دامريکا حکومت ملت ته د يوډول حقونو د ورکړې مذهبي، لساني، بيان او نورو انساني حقونو دازادۍ ژمنتيا ښيي. دغه راز هغه پوليس يې هم نيولي چه يو تور پوستي ملکي کس يې دګونډو لاندې خپک باندې مړکړي وه. 
په امريکا کې تور پوستي لژکي دي پخواد غلام او برده په ډول راوستل شوي وه چه دتاريخي رواياتو په بنسټ سپين پوستو ته له نږديکت يوځاي خوراک، څښاک او نورو انساني حقونو قانوني محروم وه. چه له انګريزانو دموجوده امريکا له ازادي او  دجمهوريت نظام جودښت سره يې حقوق مساوي اعلان شوه. 
شزف الدين ستانګزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2936680259714457/?d=n

+ لیکل شوی په  سه شنبه سیزدهم خرداد ۱۳۹۹ساعت 21:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

اختريز اوربند طالبان او افغان حکومت

له هر بل وخته زيات سولې ته هيله من شوم، دطالبانوداختريز اوربند پيغام ته افعان ولسمشر غني ورته سوليز موقف څرګند کړ، ډاکتر عبدالله يې ملاتړ وکړ اوپه تازه بيان کې دامريکا په استازيبوت زلمي خليلزاد هرکلي ورته ووايه( to all who celebrate. We welcome the Taliban’s decision to observe a ceasefire during Eid, as well as the Afghan government announcement reciprocating and announcing its own ceasefire)
خليلزاد دغه مطلب په خپل تيوتر ليکلي وه. طالبانو څخه يې داوربند هرکلي او افغان حکومت څخه يې دمتقابل ډزبند ستاينه کړې ده.
په داوروستيو کې افغانانو دسولې لپاره هسله بښونکي خبرونه نلرل بلکې وضعيت جنګي وه. ځکه نو عام افغانان دغه نوښت ته په ښه نظر  ګوري.  هيله څرګندوي چه دجګړې طرفين اولس ته په درنښت اوربندپه تلپاته سوله بدل کړي. 
سوشيل مډيا کې ګنه خلکو داختر ترڅنګ داوربند په نوم يادولو غبرګې مبارکيانې ښودلي دي.  
افغانستان کې د پخواني شوروي له يرغل سره جهاد پيل، چه دادي په بيلابيلو پړاونو کې يې جګړه لاهم د۴۰ کلونو په دوام توده، مګر داوربند لږ مثالونه لري  چه يو هغه يې ۲۰۱۸م کال کې دورته اختر درې ورځو کې يادولي شو. مګر دهغه او موجوده اوربند توپير داده چه تازه اعلاميه کې طالبانو خپلو ملګرو ته دحکومت سيمې ته دنه تګ آمر کړي   دغه راز يې حکومت پلوه اشخاص او افراد دخبل نفوذ سيمو ته له ورتګ منعه کړي دي. مګر دايې ندي ويلي؛ چه دسرغړونې په صورت کې به څه چلند ورسره وکړي. 
په داسې حال کې چه ۲۰۱۸ م کال اختريز اوربند کې دواړو طرفونو يو دبل سيمې ته په تګ سره غاړه وتل. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2913934645322352/?d=n

+ لیکل شوی په  یکشنبه چهارم خرداد ۱۳۹۹ساعت 3:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

اختياالدين کليزه

"همدغه مو پاچاهي دي"
زما دکور نقل چه دګڼو دژوند سرمشق جوړيدي شي

اختيارالدين، زمونږ دکورنۍ تر ټولو کمکۍ غړي دي. نن يې د ۷ کليزې په رارسيدو سره ځان دکور پاچاه اعلان کړ .
عمر د يې زيات او تخت، بخت ديې خدايﷻ برقرار لري امين ياالله امين. 
ښايي نه به پوهيږي؛ چه صورت يې يوه نامرده ناروغۍ ګواښي داسې چه د داکتر له پاملرنې پرته به يې روغتيا سمه نوي خو خپلې خوشحاله کورنۍ او هوښيارو کوروالو اينده ته هيله مند او دژوند جګو ژورو څخه ناخبر ساتلي دي. ځکه خو نو ځان ته دسلطان فکر کړي. 

دهغه (اختيارالدين) دکمکي کور تشکيلات منظم پرمخ ځي. دبريا راز،  يې له خپلوانو سره د مينې پيوند،  خو په عيني حال کې په محدودو روابطو ولاړ دي. 
کورنۍ چه هغه، دملت نوم ورته کاروي ټول  زده کړي دي. 
په اقتصادي لحاظ په ځان بسيا دي. خو داسې چه،  په ورځينو چارو کې بوخت ژوند لري. داخلي کړه وړه يوبل ته ددرنښت په بنياد استواردي. ځکه نو مشرو، کشر په بنسټ يې اجراات کيږي. په خدايﷻ ورکړي برخه قناعت لري دهيچا مفشن ژوند او شتمنۍ ته يې خوانه ځي. کليوالي رسم په مخ بيايي ښاري ژوند يې مجبوريت دي هيڅ يې نه خوښيږي. 
اينده بين فکر لري.  ځکه نو په يوه نسبتا واړه غريبانه کور کې اوسيدل غوره ګڼي.  
 بهرني تګلاره يې شمالي کرياته ورته دي، دکور راز،  محرم ساتي تر ډيره بريده دکور په ښو يا ناوړه وضعيت کې د پردو مشوره او مداخلت نه مني. 
 نه هم غير ضروري روابط او راشه درشه خپلوانو سره خوښوي. 
دکور په چارو کې وړه موضوع جدي نيسي عقيده لري چه که خبره ريشه کې خنثا نشي بيا يې په غټيدو مخه نيول ناشوني ده. 
داختيارالدين، په نظام کې مذهب او کلتور ته درنښت کيږي د بي بندوبارۍ په اصل ولاړ عصري ژوند څخه ډډه کوي مګر په سنتو برابر روڼ اندي هم دي. داسې چه ټولنيز حرکات يې ټولنې سره په ګډ کار روان دي. داخترونو، برات، مولودشريف، شب قدر، او پسرلي خوښيو تر څنګ د خپل پيدايښت کليزې ته پوره احترام لري. استدلال کوي چه په ورته ډول دخدايﷻ شکر ادا او دځان او کورنۍ قدر داني کوي. 
زه يې په خپل وار دنوښتونو قدر کوم دتلپاته وحدت دعا ورته کوم هميش د له بدو سترګو خدايﷻ وساتي اود بريا مبارکې او ستاينه داسې يوه چاته وايم چه پښتون غرور يې دنوم داخيستو اجازه نه نن او نه سباه راکوي. 
ولې دمره وايم چه دکورنۍ هرغړي مې اتل دي چه زما په نشتون کې يې خوشحاله ماحول ځانته جوړ کړي دي 
نو که خوشحاله ژوند او کورنۍ غواړي؛ ځان خپله خوښ وساتۍ يوبل سره مينه وکړۍ خو په محدود چوکات کې ټولنې او خپلوانو سره راشه درشه او ټولنيز روابط تنظيم کړي غيرضروري تګ راتګ دکرونا ويروس هم ليږدوي. 
په درنښت 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2909694179079732/?d=n

+ لیکل شوی په  جمعه دوم خرداد ۱۳۹۹ساعت 5:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دوه مخي

نه پوهيږم ولې ددغه روژتي نقل راته اړين ښکاره شو؟؟؟

نوم يې نه اخلم ځان به وپيژني ممکن په کمينت کولو راڅرګند شي. 
تازه له هيواده راغلي وه. ظاهري څهره يې په سنتو برابره وه ستړي مشي ترڅنګ مې پخپل موټرکې تر کوره بدرګه کړ. په لارې مو خورا زياتې غورې وکړي، دوطن ناخوالې  دعوامو مرګ ژوبله او بهرني يرغل... خو داچه روژه وه نو ديني بحث ډير وغځيده. دلارې په اوږدو کې يې قدم ونيوه په اوږه يې ټپ راکړ دسوالې په طرز يې وويل اياپوهيږي؟ معمول سره مې نه ورته وويل. سوال يې خپل ځواب کړ ويويل دغه زمونږ دين دمحمدﷺ. دزمان  نه بلکې پاکستان کې تغير او دملايلنو په زريعه مونږکې ترويج شوي دي. له دخبرې سره نور هم دده ديندارۍ په اړوند له خپل ظاهري شکل خجالت او خبرې مې کمي کړې داسې لکه يو پير سره چه روان يم ډيرې جالبه يې نورې هم وکړلې... داده چه غرمه مهال کور ته ورلنډ شوم. دخداي پامانۍ په دود مې اجازه ترې وغوښته له لاسه يې ټينګ کړم واي: راځه چه اونمک شو. مال : نه ماښام ته لاډير وخت پاته ده. مسکي شو ...سړيه ماښام نه يادوم غرمه به تيره کړو تعجب شوم. لنډ مې وويل روژه؟.غبرګه يې کړه دين دمره هم سخت نده لکه مونږ چه سخت نيولي دي خداي مهربانه دي هواګرمه او بي وطنه خلک يو؛ خورو به يې نو. 
نور مط يوه او دوه ونکړل بس مخ په کور ترې راهي شوم بيا مې د۲ کلونو په تيريدو مخ لانده ورښکاره کړي چه اوس به هم دصحابه کرامو دوخت دود کوي که هغه به يې هم هير کړي وي ځان سرهمې اسوس راشي چه دځينو انسانانو ظاهر له باطن سره څومره توپير لري اوس يې لادين هم راته پاکستاني کړ!!!

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2907431959305954/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه یکم خرداد ۱۳۹۹ساعت 5:58  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دملامقام

#ملا څوک ده؟ 
پام کوه چې ملا پسې څه و نه وایې! 
دملا په سر کې میم ده 
مولوي په سر کې میم ده 
مفتي په سر کې میم ده 
مسجد په سر کې میم ده 
محراب دې له میم نه ده 
ممبر دې له میم نه ده
مدرسه دې له میم نه ده 
مجاهد دې له میم نه ده 
مرکز دي له میم نه 
مرشد دې له میم نه ده
مرید دې له میم نه ده
مور دې له میم نه ده
مومن دې له میم نه ده 
مسلمان دې له میم نه ده
مسأله دې له میم نه ده
مونځ دې له میم نه ده 
میم ډېر مبارک ده او
مبارک هم له میم نه ده او چې میم دې په سر کې نه وي مسلمان هم نه یي ځکه مسلمان هم له میم نه ده 
مستقیم هم له میم نه ده 
مینه هم له میم نه ده 
محبت هم له میم نه ده 
ماذدیګر ډې ښه وخت وي ځکه ماذدیګر هم له میم نه ده 
ملګری دې هم له میم نه ده
الله ج ډېر مهربانه ده ځکه 
مهربان هم له میم نه ده 
مغفرت تر ټولو لوی نعمت ده ځکه 
مغفرت هم له میم نه ده
او په آخر کې به دومره درته اووایم چې زمونږ خوږ نبي حضرت [محمد] صلی الله علیه وسلم مبارک نوم هم له میم نه ده 
نو انسانه! پام کوه چې ملا پسې څه و نه وایې! ځکه چې ملا دهمدې پېغمبر ص حقیقي وارث دی ستاسو تر غوږونو د الله ج احکامات او دهغه ددین ترجماني کوي 
نو چې کله دي له میم سره محبت پیدا شو نو مزې کوه ځکه 
مزه هم له میم نه ده او مکمل انسان به شې او پام چې 
مکمل هم له میم نه ده 
بس نور مو په خدای ج سپارم که څه ترخه درته لګېدلي وي معافي کوئ ځکه چې 
معافي هم له میم نه ده 
نو ریښتیا او وایاست چې میم څومره محترم او مکرم حرف دی؟ چې محترم او مکرم دواړه له میم نه دي دالله ج له مخلوق سره ښه کوه ځکه چې 
مخلوق هم له میم نه ده او ستا شایسته مخ هم له میم نه ده

کاپي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2906782772704206/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه یکم خرداد ۱۳۹۹ساعت 5:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کرونا سلماني

کرونا څومره شاتګ ته اړ کړو!!

کلونه وړاندې له يوه ملګري سره دافغانستان لوديز يوه ولايت ته دکوم شتمن زميندار دوست کره تللي وو. ښه لويه کلا، حجره پيورې غواوې... او دخداي نور ګڼه شته يې نصيب وه. ملګري به مې چه په دسترخوان هرڅه وليدل زماخواته په اشاره به يې ګوته په غاښ کړه مانا شتمنۍ ته يې تعجب وه څوشيبې همداسې په حيرت کې تيرې شوې  چه يو نوي ميلمه راغئ ساده کليوال سړي وه په هيچايې هم باک نه راتلو فقد په سلام او ستړي مشي ويلو يې هرڅه خلاصه کړل. په ږيزه او ويښتو يې لاس راکشکاږه مشرکوربه ته يې کړه: حاجي اکا سنت مې رسيدلي دي... حاجي ورغبرګه کړه سامان  مې نشته. ميلمه له جبه دسرخريلو چاړه او بياتي راوښکله ويويل چاه سره يې چه خواريې؟ حاجي ګله تيار مې راوړي دي.  کوربه له مونږ څخه په اجازه اخيستو دميلمه په سرجوړولو پيل وکړ. 
ملګري مې راپه غوږ شو زوي مړي خو ډم دي؟  ورته مې ويل غلي شه دلته همدا رواج دي يو دبل سراوسنت جوړښت کې مرسته کوي. 

خبره له د راياده شوه چه له دوه مياشتو راهيسې چه کرونالګيدلې ده دلته هم سلمانۍ بندې دي. پرون مې امريکايي ګاونډي سره دسر دببروالي  شکايت وکړ دسرپه ښورولو يې موضوع تاييد او وخوځيده. 
نن سهار مې وختي دروازې ته راغلو يوه دپاخه عمر ښځه هم ورسره وه راته ويويل؛ ميرمن مې ده او دويښتو جوړولو ښه مهارت لري. راشه چه درسم يې کړي. هک حيران شوم پلمه رانه ورکه شوه او دکورمخ ته يې دترشکن(ډيران) خواکې سلماني راباندې تکميل کړه. 
دکارختم کې يې دباورکولو مننه او داينده مرستې ډاډ هم راکړ. 

نوځان سره مې دخپل هيواد دحاجي ګل اکا دخاطرې په يادښت دټولنې دشاته تګ فکر ترڅنګ ديته هم خوښ شوم چه انساني همدردي لاهم شته 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2905086416207175/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه یکم خرداد ۱۳۹۹ساعت 5:56  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |