دسولې پلاوي يا مرکچي
دسولې مرکچي ټيم ته وړ کسان
دوستانو داوړانديزمې ترمقامه ورسوۍ
پوهيږم چه ولسمشر ته مې غږ نه رسيږي. خو بياهم که چا وليده؛ دغه وړانديز مې ورته وړاندې کړئ. که يې ومانه غوړي لاغوړ، او که يې رد کړ هم، اختيار لري.
هسې هم طالبانو له کابله ورتلونکي ۲۵۰ نفريزه ټيم سره دناستې مخالفت وښود. په حقيقت کې اړين هم نوه، اونه هم دغلته دخبرو موقع شته. نو که بيا بله مرکچئ ډله معرفي کوۍ راځئ داسې کسان ور وپيژنۍ چه په ليدو يې دافغانستان جګړه کې دښکيل طرفونو وجدان خجالت او په پټه خوله دسولې اړين کليمات ورڅرګند کړي.
۱- يو له هغو ماشومانو چه جګړې دمورو، پلار له مينې محروم کړي دئ.
۲- هغه پلار چه دزلمي زوي غم په تير شوي وي.
۳- يوله هغو معيوبينو چه دسترګونور، دپښواو لاسونو نعمت څخه بې برخې وي.
۴- يو بيوزله چه جګړې فقر ته اړ کړي وي.
۵- يوه کونډه چه د کوژدې دسممال يا د واده شال، يې دشهيد ميړه په قبر ايښي وي که ادرس يې نلري مياشت وړاندې همداسې يوه ځوانه دواده شپه دميدان جلريز کې سره لاس دواده جوړه کې کونډه کړي شوه.
۶- يو کرونګر يا بڼوال چه سور درمند يا شين باغ يې جګړه کې سوځيدلي وي.
۷- يو اسير جنګيالئ چه دجګړې حقيقت تر هر بل چاه اوس ورته څرګند دي.
۷- يو زلمي با پيغله چه په ننۍ عصري نړۍ کې له ښونځی او ژوند نورو حقه حقوقو پاته وي.
۸- دکندهار دهغې کورنۍ يوپاته شوني چه يو بهرنۍ عسکر يې درجن غړي د کور د سترګو وړاندې په په خوب ويده غلبيل کړه.
۹- دهلمند دسولې دکاروان يو له هغو غړيو چه په پښيبله پښو يې کورپه کور منزل کړي دي تڼاکې يې لا څړيکې وهي. .
اوبالاخره که نور مو په چاه غريبو متضرره خلکو زړه اوبه ونه څښلې، پاته نور دشان شوکت والا رهبران او جګړه کې ودان مدني فعالان دناظر په حيث ورسره مله کړي، ببا به وګورئ چه دسولې لپاره څوک مناسبې جملې او دنظر اظهار لري!!؟ ياهم دچا حضور څخه دسولي په نيت اغيزمن انځور کتونکو ته جوتيږي؟.
دا اشخاص مهم ندي چه د حکومت ادارې لاندې؛ که دمخالفينو د ولکې سيمه کې مشخص شي، خو درد او بيان يې سره ورته دي. که هر قوم، نژاد، مذهب يا سمت ته مربوط وي، د درد انځور او ژبې لحن يې توپير نلري. د هريوه څهره کې دجګړې نفرت او سولې ارمانونه نغښتي دي. په انتخاب کې يې هم درغلي ناممکنه دي ځکه دهيڅ چارواکي دکور غړي ورته حالت نلري. ممکن دغو کسانو کې داسې تن هم ومومۍ چه ژبه يې دبمبارد چرو وړې وي! ګونګ وي! خو تصوير يې حاضرينو ته دسولې ټول ضروريات ويلي شي.
بس دي!!! مونږ دغه ديرش کاله ډير مخور او ژبور اشخاص ياقبيلوي ټيکه داران د سولې په نوم ستړي کړل. دغټو پګړيو يا اوږدو چپنو ننداره مو هم دنياوالو ته تمثيل کړه. خو حاصل يې دځينو شخصيتونو له ځان ښودنې او لا ځانځانۍ بله پايله نه لرله. اما، زما دطرحې د غړيو ترکيب که، نور هيڅ ګټه ونلري زيان يې هم نشته؛ دسفر خرچه يې کمه او په هر ډول غريبانه انداز کې سفر ته چمتو وي. لږترلږه دسولې دخبرو په ميدان يا ميلمستون کې به دهغو فرعون صفته جګړه مارو ضمير خجالت کړي، کوم چه په يوه اوبل نوم يې دافغانستان جګړې ته په وياړ حيلې جوړې کړي دي.
ممکن لايې مخامخ نوي ليدلي!!! چه په جګړه کې يې تباهي عام ولسي دي. هغوي چه د ديموکراسۍ ياهم چاه چه داسلام په نوم جنګي جرمونه کړي دي؛د کوډ، مات مرکچي ټيم په کتلو ښايي په خوله څه ونه وايي!!؟ خو مطمين يم چه دوجدان له عزاب او محکمې سره به لاس، ګريوان شي. چه دا صحنه خپله د سولې له بريا سره مرسته کوئ شي.
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2827908943924923/?d=n