«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دحکميار زوي

د هغو دپام وړ چه دکشر حکمتيار په شخصي ژوند نيوکې ياملنډې وهي. 

که مونږ د ټولنې د پرمختګ لپاره موخه لرو، نو بيا په دغه انځور نيوکې ولې کوو؟  لومړي خو بايد خوښ شو چه دداسې يوې کوزنۍ غړي چه ستاسو په وينا دټولنې دعصري پرمختګ مانع وه په انقلابي ډول اصلاح له کوره پيل کړه.  
۲ - دانځور خاوند ټول هغه حجاب مراعات کړي چه شريعت کې ديوه نارينه لپاره لازم ګڼل شوي دي. 
۳- که دپلار په څير سخت دريځه وي بياخو نورې ستونځې راولاړيدې. 
۴ ٰ هر انسان دخپل زوق، دخوراک، او پوښاک دانتخاب اجازه او له ټولنې دسالم تقليد ازادي لري  په هغه صورت کې چه دديني ارشاداتو او ټولنې لپاره مضر نوي.  
۵- دانځور سيمه ښکاري چه شخص کومه لابي کې دشخصي چاروبوختيا لري نه رسمي او په بهر کې شخصي ژوند همداسې لباس کې مناسب دي 
۶ ٰ که نوموړي له خپل افغاني غيرت څخه په ګټه دلته ملاتوره لباس لرلو بيابه هم ځينو ډنډورې نه وهلې چه دافغان نوم يې وسرماوه؟
۷- تر ټولو مهمه لادا چه که  دهغه پلار دخلکو په شخصي ژوند نيوکې يا تهديدات کول.او تاسو په کشر حکمتيار ورته نيوکې وکړي بيانو ستاسو او هغه توپير څه شو؟ 
۸ داچه مونږ په څه نيوکه کوو؟  بايد دليل يې ولرو چه ولې او په اړوند مو معلومات تکميل وي  ممکن کشر حکمتيار دژوند نورو چارو کې ډير نيمګړي وي زه يې نه پيژنم نه مې خوښيږي. خو موجوده حال کې ديوه نارينه لباس ټول شرعي حد يې تکميل دي. دوستان چه دمټو او ښنګرو دلوڅوالي خبره کوي بايد په شريعت پوهه وي چه  دنر او ښځې لباس توپير لري. 
نو په د صورت کې بياهم نيوکې زمونږ بې هدفي او عقديي چلند څرګندوي په دمعني چه د ټولنې دپرمختګ لپاره نه دخپل مخالف جهت د توهين اراده لرو نه دتغير.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2763899486992536/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و نهم اسفند ۱۳۹۸ساعت 21:51  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بنديان د ازادي او سياسيونو دجوړجاړي وخت دي.

دافغان سياسيونو جوړجاړي او دزندانيانو ازادي 
خليلزاد يې وايي
زلمي خليلزاد  په تازه تيويت کې دافغان مشرانو تر منځ دسياسي لانجې دهواري او جوړجاړي ويلي دي. دافغانستان لپاره دامريکا دبهرنيو چارو وزارت استازي امنيت او کورنامرض  تهديد څخه دخلاصون لپاره د ژرترژره سياسي لانجو داتمام خبره کړې ده.  دافغان حکومت يوه پخواني لوړپوړي مامور لطف الله مشعل هم په خپله پاڼه کې دولسمشر غني او عبدالله ترمنځ داحتمالي معاملې زيري خپور کړي دي وايي لنډ وخت کې به يې جزيات روښانه شي
دغه راز بل تيويت کې خليلزاد دجګړې طرفينو څخه ژمنې سره سم دبنديانو دخلاصون غوښتي دي. 
ورسره څنګ کې دطالبانو له نقل قوله داهم ويلي دي( ‏4.طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان به د سولې په توافقنامه کې شوې ژمنې مني  او د جګړې ډګرو ته به نه ستنيږي. د دې کار نقض به د سولې بهیر زيانمن کړي)
خليلزاد  تاکيد کوي چه (نور نو هغه وخت راغلي دي چه  دبنديانو دخلاصون عملي کار پيل شي)
ددوحې دتړون له مخې ويل شوي دي چه دسولې په لومړي پړاو کې بايد حکومت ۵ زره او طالبان زر تنه بنديان ازاد کړي څو په دغه ډول دحکومت او طالبانو ترمنځ دسولې دباور او مخامخ خبرو زمينه جوړه شي. 
افغان ولسمشر دطالبانو ازادي سره توافق ښيي مګر په دشرط چه بيابه دجګړې ډګر ته نه ستنيږي دکوم څه ډاډ چه خليلزاد اوس ورکړ. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2762408347141650/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و نهم اسفند ۱۳۹۸ساعت 5:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د چمن لاره پرانستل شوه

دچمن دلارې دخلاصون خبر 
د ټولشموله حکومت لومړي اقدام 

ډاکتر عبدالله چه ځان دهيواد ولسمشر ګڼي په خپله فسبوک پاڼه کې دچمن د دروازې دخلاصون ادعاکړې ده. ډاکتر عبدالله ليکلي دي چه دروازه دده (ټولشموله حکومت) په وړانديز او دپاکستان دلومړي وزير عمران خان په امر خوشې شوه. پاکستان اونۍ دمخه د تورخم او چمن لارې دډيورند دکرښې په اوږدو کې دکورونا دويروس دتهديد په نوم تړلې وي، چه له امله يې کابل کې دخوراکي توکو نرخونه څلويښت سلنه لوړ شول.
افغان ولسمشر اشرف غني د نرخو دارزاني او دبديلو لارو دسوداګري ډاډ ورکړ. 
دعبدالله ليکلي پيغام کې ويل شوي دي ؛ چه دچمن ددروازه  پرانست سره د سوداګرو ګڼه ستونځې حل شوي. چه دده په خبره ۱۵۸۴ لارۍ ۳۲۰۰ کانتينرونه خوراکي توکي او ۶ زره کانتينره نور سوداګري لوازم دچمن هاخوا بند پاته وه. 
ډاکټر عبدالله په رسمي پاڼه کې ځان دافغانستان  ولسمشر له ادرسه داخبر نشر کړي او دده به خبره چه پاکستاني لوري هم دفعال ولسمشر په ډول متقابل درنښت باندې لار ورته پرانستله. دافعانستان دټاکنو ادارې محمداشرف غني ته دبريا مبارکي ورکړې ده. خو عبدالله عبدالله،  ټاکنې له درغليو ډکې ګڼي ځان يې ټولشموله ولسمشر معرفي کړ. چه دقدرت دويش لانجه يې روانه ده. 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2762476710468147/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و نهم اسفند ۱۳۹۸ساعت 5:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

لپتاب يې لا نده راکړي پاکټ هم ورپاته شو

وختونه او يادونه

پاکټ مې نه اخيستي، نه ردوي شوي. 

دکب ۲۷خبريال تر ورځې راياده شوه 

له معمول سره سم دسهار په نهه بجو مې ټلفون ته زنګ راغي مقابل لوري وويل :چه د نثار احمد فيضي غورياني دانتخاباتو کمپيني دفتر ته راشه. 
ماهم موضوع خبري څانګې سره سکيجول کړه، په بيړه ږر روان شوم. داځکه نوموړي د۱۳۹۸ هج ش ۲۰۱۰ م کال پارلماني ټاکنو کې کميسيون له لسته غورځولي وه، په داسې حال کې چه دهرات ټول ولايت په کچه يې اوچتې رايې لرلي. 
هرات ښار ګمرک ته څيرمه سړک باندې خپل دبريښنايي وسايلو سوداګري سراي کې يې ټاکنيزه کمپاين دفتر وه. خداي شته چه زه لږ ناوخته ورسيدم. کله مې چه ځينې مشهور خبريالان بيرته دراوتلو په حال کې وليدل انديښمن شوم؛ چه ګواکې مطبوعاتي کنفرانس رانه تير شوه ده؛ خو چه له هريوه به مې پوښتل فقد مسکي به شوه راته ويل به يې:نه خير، ته ديننه ورشه !
همداسې مې وکړه. دهليز کې مې يو دوست فضلي صاحب سره روغبړ او په نيولې ساه دخبر وپوښتل. مګر ښاغلي وخندل ويل يې ناوخته راغلي خو خير حق دما ستاتلي درکوم يې.
دتعجب په انداز مې ترې وپوښتل کوم حق؟
د تورې کورتۍ بغلي جب نه يې يوپاکت وکيښ زياته يې کړه داستا دزحمت اجره ده. 
دا چه نوموړي مې ډير دوست وه او دي،  ممکن دلته هم کومنت وکړي په حوصله مندي مې ورته وويل :ښاغليه زه ډير معاش لرم دمره، لکه غورياني چه ممکن ولسي جرګه کې ورکړل شوي وه او رسنۍ مې دلارې کرايه او نټ او فون پيسې هم ورکوي نواړه نه ورته لرم.  خو داچه خبر رانه تير شو خپه يم. 
خو دده له اسرار سره سره ماانکار وکړ. مګر تعجب هله شوم چه له بل جب څخه يې داتلس کسو مشهورو خبريالانو يو لست راوکيښ ويې ښوده چه ماپيژندل، کړه يې :دوي ټولو اخيستي او ته يې ولې نه اخلې؟  داخو ستاحق دي. 
ددې په خاطر چه دغه دوست خپه نکړم نو ورته ومې ويل پيسې نه اخلم خو که ډالۍ راکوي کاري وسايل بد ندي ژر يې ديوه لپتاب ژمنه وکړه،  ماهم په هوکې ځان وژغوره مګر شرط يې داکيښود چه مياشت وروسته به له دبۍ را ورسيږي. هغه وعده لا وعده پاته شوه، ځکه يوه مياشت وروسته خبر راکړ شو چه امانت مې رارسيدلي دي.  نو تسليم يې کړه.  نو دسليمي لپاره زه ورنغلم دوي رانه وړ. ځکه دا نو هغه وخت وه چه نثاراحمد فيضي غورياني بيرته ولسي جرګې ته بريالي اعلان شوي وه. ممکن نور يې خبريالانو ملاتړ ته اړه نلرله. 
نقل مې داکاوه، چه خبريالي دنده کې مونږ داسې کرونايي امراضو سره مخ وو چه نه مو دچاله لاسه ډالۍ اخيستي اونه مو هم ردولي شوي وي. دزورواکو او دجبهې دبل طرف طالبانو فرمايشي خبرونه خو يو خواپريږده، چه د رد معامله يې دسر په قيمت تماميده. 
نو په داسې وضعيت کې له مونږ ( خبريالانو)  دخپلواکي تمه سخته ده. 
نوټ: خو که فضلي صاحب  مې پوست ولوسته نو ورته وايم چه لپتاب مې لا قرضدار يې.     
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2762043277178157/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و نهم اسفند ۱۳۹۸ساعت 0:37  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

داعيش ماتيدل

داعيش مو په خپله اراده مات کړ

دغه مطلب دوحه کې دطالبانو دسياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن خپل تويت پاڼه کې ليکلي وه. داعيش ډلې ته يې د فتنه ګرو په توصيف ويلي وه چه: طالبانو دپنځه کاله دمخه دداعيش په وړاندې مبارزه پيل کړې وه. خو دشاهين په وينا هرمهال دسقوط له حالته حکومت يې په پلوي سيمه بمبارد او ژغورلي يې دي. په تويت کې اوس داعش ځپل شوي ياد شوي دي ويلي دي داچه اسلامي امارت فتنه ګره ډله وځپله اراده يې خپله وه اوبل رنګ د څوک نه ورکوي. 
شاهين محتاطانه خبرې کړي دي نه ده يې واضح کړې چه څوک موضوع بل ډول انګيري؟ 
خو دوه ورځې دمخه دافغانستان لپاره دامريکا دبهرنيو چارو استازي زلمي خليلزاد په ورته تيويت کې له طالبانو خوښي ښودلې وه چه ګواکې دسولې توافق سره سم يې دداعيش جرړې وښکلې. 
مګر طالب وياند مخامخ په ورته څرګندونو دخليلزاد خبروته اشاره نده کړې ولې له نيوکو يې جوته ده چه دخليلزاد خبره باندې يې غبرګون وښوده.  خو بياهم دقيق سړي نه شي ويلي بل طرف افغان حکومت کنړ کې د داعيش ماتيدل دځان بريا ګڼي پرته له د چه جزيات وښيي د۵۱ داعيش جنګيالو دورتسلميدو دعوه لري او سيمې ته بيرته دکورنيو بيخايه شويو کډوالو د ورستنيدو وايي. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2760049134044238/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم اسفند ۱۳۹۸ساعت 3:27  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

خبريالي

خبريال که ويندوي؟
(دخبريال نړيواله ورځ)
(او دوجدان له عزابه د خلاصون  هوډ)
"خوکه، کرونا، څخه بچ ووم "

استثنأ ته په درنښت په جرأت او کره شواهدو اعتراف کوم چه زمونږ د دورې ګڼه خبريالان ددې په ځاي چه دخبريال صفت ولري وياندويان پاته شوي يو، نه خبريالان .
که همدغه ګوته زه ځان ته لکه کړم نو د خبريالۍ په څه دپاسه ۲۰ کلنه بهير کې مې نيم هغه واقعات  له قلمه غورځيدلي يا غورځولي، هغه نه يواځې دا چه دخلکو لپاره يې خپرواوي  اړين وه بلکې دهيواد دتاريخ خونړۍ برخه تشکيلوي. 
ښه! نو، خبريال تر ويانده څه توپير لري؟
ځواب يې هرلوستي دوست ته څرګند دي. 
هغه داچه وياند په دنده کې خپله خلاق نه، بلکې دبل دفکر او خبرو تمثيل کوي. 
مګر خبريال برعکس د ولس سترګې، ژبه او دکره معلوماتو په تحليل او خپريدو سره دولس او حکومتونو ترمنخ دپله حيثيت لري. 
له بده مرغه چه شخصن په ماکې داصفات نيمګړي وه.
 نور هرتن دخپلو خبرو او فکر خاوند دي. 
په دمعني چه ټوله کاري دوره کې ګڼه رپوټونه مايواځې دکليماتو په هوډلو سره ويلي دي،  نور نو دبل په ژبه او فکر مې راپورونه ترتيب کړي چه هيڅ ډول دقلم او فکر ازادۍ يا راکړل شوې نده ياهم ددندې دخونديتوب په منظور خپله دخپل قلم سانسور ته اړ شوي يم. 
دا مجبوريت يا ښه به وي ووايم دزهرو غوړپ مې بيلابل دلايل او عللونه نلري، چه دلته يې ديادښت ګونجايش ممکن نه دي. 
خو دا مې هوډ دي چه د ژوند په اوږدو کې به ټول هغه ناويلي داستانونه او ناکتلي انځورونه چه زمونږ دهيواد دجګړي واقعت پکې نغښتي يو په بل پسې ټولنې ته ښيم اما په دشرط چه ژوند ياري وکړي او دکرونا په څير افاتو نه مې خدايﷻ په امن کړي. 
خو سرسرکي  به يوه ټکي ته اشاره وکړم چه له ميدانښاره را دوره بيا تربادغيسه پورې دپښتون ميشته سيمو کې دښونځيو بندښت يوه دسيسه وه، نه هغه ډول چه مونږ دخبر په څپو کې لوستل ياليدل. 
که يوه بله بيلګه وړاندې کړم هغه داچه په ۲۰۰۸م کال د هرات شنډنډ کې تر سلو زيات ملکي وګړي بمبار کې ووژل شوه  زه لومړي کس وم،  چه خبر مې په عيني حقيقت ورکړ،  خړ دانو خبر نوه زمالپاره بلاوه.  ددې په ځاي چه داړونده رسنۍ مسولين مې تقدير کړي پرله پسې تهديدونو سره مخ شوم دچارړاکو غروپيښ خو جلا وه  چه ګواکې خبر تغير کړم.  ځکه دوي استدلال کاوه چه نوري رسنۍ دچارواکو له قوله وژل شوي خلک وسله وال مخالفين ښيي بايد زه هم خبر تکذيب کړم، اما مادخپلې ادعا دثبوت لپاره سيمې ته سفر کولو سره، خبر نور هم مستند کړ،  ټولو هغو خبريالانو سره مې چه پيژندګلوي لرله يايي پورتني انځور کې مخونه ويني په وړيا مواد شريک کړل.  خو بيا هم ډير نور څه وه چه بايد ر سنۍ نشر کړي وي؛ مګر دلته هم خبرو کې دچارواکو وينا ته الويت ور کړ شو 
هير مې نه دي؛ چه درسنۍ مسولينو راته ويل ته بايد هغه څه ووايي چه مسولين وايي.  خپه شوم له ځانه مې وپوښتل.  کوم مسولين؟ هغه مسولين چه دهمدغو غميزو عاميلن وه؟ ايا نو دا ممکننه ده  چه ريښتياووايي؟  
هو! تکرارروم چه مونږ د بيان دازادۍ زمانه کې هم دفکر او قلم ازادی نلرله هغه څه مو ويل چه ددوي خوښ وه کنه نو دنده مو له لاسه تلله. مثال ۲۰۱۳ ملادي کال غالبا داوګست مياشت وه په هرات ښار کې يې دايران خلاف ديوه خيالي لاريون درپوټ رانه وغوښتل داچه لاريون نه ووشوي ما په نه ويلو ځواب ورکړ خو درسنۍ مسؤل ويل؛ همداسې يوراپور امريکاغږ خپور کړي بايد مونږ يې هم ولرو. داچه دنر يوه خبره وي زه په خپله نه ودريدم چه مسؤل سره په لفظي شخړه او حتي سرتمبګي مې دکار ختم هم شو ورسره. 
په هرصورت خبره د خبريال دنړيوالې ورځې ترلمانځنو راياده شوه. خدايﷻ مو د هيواد له دغو بدمرغيو خلاص او خبريالان په حقيقي توګه خپلواک کړي. دخلکو د مينې پوروړي يم مګر دکار په بهير کې به تر هغو خانته داصفت ورنکړم؛ څو دموقع په راتلو سره يې په خپريدو ځان د ضمير له عزابه خلاص نکړم.  
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2759654874083664/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم اسفند ۱۳۹۸ساعت 1:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دحوت څلورويشتم

په هرات کې د کب د ٢٤ مې، خونړۍ پېښه ونمانځل شوه
By شرف الدين ستانکزى Mar 14, 2013 - 15:01
 
هرات ښار (پژواک ٢٤ کب ٩١): په هرات کې د کب د ٢٤مې خونړۍ پېښې د ياد غونډې ګډونوالو پر حکومت او د مجاهدينو پر مشرانو نيوکه کوله، چې قدرت ته په رسېدو يې د وژل شويو کسانو او مجاهدينو هيلې هېرې کړې دي.د ١٣٥٧ لمريز کال پر مهال د وخت د شوروي اتحاد د ګوډاګي ترکي رژيم ځواکونو د کب په ٢٤مه په هرات ښار کې د خلکو پر سوله ييز لاريون بريد کړى و او شاوخوا ٢٤زره بې ګناه هېواد وال يې ووژل.

د هرات د زرګونو اوسېدونکو او د يادې پېښې د قربانيانو د کورنيو په شتون کې نن (د کب ٢٤مه) ياده پېښه په هرات ښار کې د وژل شويو کسانو د ډله ييز قبر ترڅنګ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

يو شمېر ګډون ال له خپلو کورنيو سره راغلي وو او د وژل  شويو کسانو انځورونه يې هم له ځانه سره لرل، پر حکومت او د مجاهدينو پر مشرانو يې نيوکه کوله، چې د مجاهدينو او د وژل شويو کسانو  هيلې يې له ياده وېستلې دي.

د هرات ښاروال محمدسليم ترکي، چې د دې غونډې يو له سمبالوونکو څخه و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وخت کمونستي رژيم وژل شوو کسانو ته د حکومت د مخالفينو نوم ورکړى و، په داسې حال کې چې هغوى بې ګناه ښاريان وو او د خپلو حقوقو لپاره يې لاريون کړى و.

هغه زياته کړه، چې د وخت حکومت د وژل شوو جسدونه د خواجه صاحب عبدالله انصار زيارت څېرمه د پخوانۍ فرقې شا ته د غره يوې کنده کې لوڅ پرېښودل، خو د مجاهدينو تر بريا وروسته ياد اجساد په همدې سيمه کې تر ښيښې لاندې د جهاد د يوه ثبوت په بڼه نندارې ته پرېښول شول.

د نوموړي په وينا، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هغوى دغه جسدونه انساني کرامت ته د درناوي په خاطر په پنځو لويو ډله ييزو قبرونو کې تر خاورو لاندې پټ او دفن کړل.

د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي په خپلو خبرو کې خلکو ته وويل، چې اوسنى حکومت او خپلواکي د کب د ٢٤مې د شهيدانو او مجاهدينو د هلو ځلو پايله ده او حکومت د دغو شهيدانو او د هغوى کورنيو ته درناوى لري.

خو ۴۵ کلن شېرخان، چې د جهاد پر مهال يې د شينډنډ په نښته کې دواړه پښې پرې شوې دي، او پر څلور ټايره بايسکل دې غونډې ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل: ((زه ماشوم وم، چې په هرات ښار کې د کب په ٢٤مه مې د پلار د شهادت خبر ترلاسه کړ.))

دى وايي، چې هر کال دلته د دغو شهيدانو د کاليزې غونډې ته راځي او دا انګېري چې پلار يې ژوندى دى او ورسره خواله کوي.

د هغه په وينا: ((ما هم په همدې لاره کې خپلې دوه پښې له لاسه ورکړې دي، خفه نه يم، موږ د خداى د رضا لپاره دغه کار کړى، خو مشرانو او حکومت موږ هېر کړي يو.))

د شېرخان په وينا، مشرانو او حکومت د شهيدانو پر وينو لوبې او تجارت وکړ او د خپلو شخصي اهدافو لپاره يې وکارول.

د غونډې ګڼ شمېر وينا والو او ګډونوالو حکومت پر اداري فساد، ملت ته په نه پاملرنې او د خلکو د ستونزو په نه هوارۍ تورن کړل.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2752609741454844/?d=n

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و چهارم اسفند ۱۳۹۸ساعت 19:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

داعيش مات شو

کنړ کې داعيش مات شو
دطالبانو ادعا ده 
طالبان په کنړ کې داعيش سره ديوکلنې جګړې داتمام دعوه کړي دي. ذبيخ الله محاهد نن رسنيو ته ليږل شوي پيغام کې ليکلي دي، چه د يوه کال په بهير کې د سلګونه کورونو او ميليونو پيسو په زيان سربيره ۸۱ تنه عام ولسي خلک ټپيان او ډير وژل شوي دي چه اعلاميه کې يې پړه دداعيش په جنګياليو اچول شوې ده. 
دغه راز د۱۸۱ تنه دخپلو سړيو د وژنې او ۲۹۵ نورو دټپ يې ويلي دي. 
د داعش لوري ته يې ۴۸۱ د وژلکيدو او ۳۸۷ تنو دټپ ادعاکړې ده د ۲۴ تنو دژوندي نيولو او ۴۲۸ تنو دتسليمي وايي 
اعلاميه کې داعيش ډله دافغان حکومت له مرستو برخمنه ياده شوې ده ليکلي يې دي  چه ۴۶۰ تنه يې کابل ادارې ته ورتښتيدلي دي. 
د يادولو وړ ده چه افغان حکومت لا له پخوا کنړ کې دښکيلو ډلو د سختې جګړې خبر ورکړي وه چه په دغه ترڅ کې يې ددوي په قول له موقع په استفاده پراخه سيمې له جګړې ژغورلي دي او ګڼه داعش وسله وال چه ښځې او ماشومان هم پکې شتون لاره رسنيو ته دتسليمي په حال کې وښودل
دتازه خبر په اړه لا د افغان حکومت نظر نده څرګند
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2752688368113648/?d=n

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و چهارم اسفند ۱۳۹۸ساعت 19:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کرونا په کمکي جسامت اتمي قوت مات کړ

داتم، په تکنالوژي ځواکمنه نړۍکمکي، ويروس ګواښي
                                 کورونا

دامريکا په ورجنيا ايالت کې مې دلومړي ځل لپاره دګڼه خلکو څهرو کې وهم وليده  يو په بل بې باوري دحد وروستۍ کچې ته رسيدلي چه دوګړو ترمنځ دلاس روغبړ خو پريږده، په اسانۍ خبرې نه درسره کوي. وهم هغه مهال عام شو چه فرفکس نومي ښارګوټي کې د کرونا دوه مثبتې پيښې تاييد شوې 
له ډليزه مجالسو خلک ډډه کوي داړتيا وړ لومړني توکي نږدې مغازو کې تمام شوي دي. 
په دغه لړ کې زه هم چندان د جرأت ټټر نه لوڅوم بلکې نن د لاس پاک ساتلو په نيت ګڼه مغازو يا سي وي ايس درملتونوته  د مايع صابون د پير په نيت ورغلم  خو د مغازه دارانو ځواب دنشتون وه مګر ژمنه يې وکړه چه دجمعې تر ورځې به يې راوړي هغه هم  په مشروط ددې چه وختي مراجعه ورته وکړي شم. 
دا يواځې ددې ځاي نقل نشو بلکې نورو بيلابيلو ايالاتو حتي اروپاکې مې چه دوستانو سره خبرې شوي دي همداسې دوهمه ډکې انديښنې يې راسره شريکه کړې. له متن سره جوخت کوم انځور چه ښکاري دلاس پاکولو مخصوصه مايع ده ډاکتران يې دکرونا ويروس مخنيوي که مفيده ګڼي 
خو کله چه ما په امريکا او اروپاکې دوستانو سره دا انځور انلاين شريک کړ په دواړو سيموکې دوستانو دنشتون راته وويل.
حتي يوه دوست چه له کلفورنيا يې اړيکه راسره لرله زياته کړه په عيني کيفيت خو څه، چه ريګولر هغه يې کومه مغازه کې پنځوس امريکايي ډالره موندلي دي په داسې حال چه اصلي قيمت يې تر پنځه ډالره زيات ونه ښوده 
نو خبره مې دعلما په نقل قول داکوله هغه انسان چه داتم په جوړښت يې ځان کامل ګڼلو په توغيان سره د نړۍ په تاريخ کې دخدايﷻ داسې عزابون سره ګير شوي دي، چه د يوه داسې جنس په وړاندې يې دمقاومت توان له لاسه ورکړي کوم څه چه حتي په سترګو خو څه په زربين يې کتل ناشوني  دي.
ورته افات دنړۍ تاريخ کې نور هم ثبت دي چه دنمرود مرګ له غوماشي. د ابرهه حلاکت له مرغۍ او دفرعون مرګ يې له اوبو پيښ کړي دي.  يادو  هلاک انسانونو هره يوه خپله زمانه کې دوخت عصري تکنالوژي او ځواک په واک کې لرله چه له په کوم هغه طاقت  چه ځانونه يې ددنياخدايان نومولي وه. 
نوکه خبره تمامه کړو؛ ديني علما وايي کرونا عادي مه ګڼي الاهي عزاب دي په پنځه وخته اودس حفظ الصحه مراعات کړي  په لمانځه کولو دخدايﷻ دعزاب درفعې دعاوکړي ځکه عزاب عام وي يا په عمومي خبره دوچو له زوره لانده هم سوځي 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2747126758669809/?d=n

+ لیکل شوی په  جمعه بیست و سوم اسفند ۱۳۹۸ساعت 7:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دشاتو مچۍ دنظام جوړښت

يوه کورنۍ کې  دوه ملکې، نه ځايږي
دمچيونظام نه په زده کړه
شرف الدين ستانکزي  

مونږ افغانانو په معاصر تاريخ کې دحکومتولي په برخه کې قوانين نقض يامو هم پرمختللې نړۍ څخه دحکومت جوړښت تقليد ونشوي کړي، نوبيځايه به نوي چه له طعبعت څخه يې زده کړو.  ميږيان، خپل نظام لري او دځنګله ژوي هم خبل پاچا باندې راټول دي. دغه ډول ميليونه ماډل ژوي حتي خزندې او پرندې خپلې کړنې په خدايﷻ ورکړي نظام تنظيم کړي دي.  چه دټولو ډولونو يادښت يې زمان ګير دي خو دلته به دشاتو مچيو دکورنۍ په هکله لږ رڼا واچوو چه دنظام څرنګوالي يې دمونږ لپاره درس کيدلي شي. 
دکارپوهانو په نقل قول دشاتو مچۍ دخدايﷻ يو له هغو مخلوقاتو څخه دي چه نظام يې تر ډيرو نورو منظم دي ځانګړې ملکه، نارينه جنس  او عام کارګر يې مشخصې دندې لري چه هيڅ يو يې دسرغړونې جرات نلري. 
خوکه يواځې دملکې دجوړښت په اړه يې وغږيږو نو جوته ده چه دملکې درنشت به نورو اړين او بلمقابل ملکه هم د هرفرد داحوال به غرض د ورځې يوخل حتمي دهربل همجنس خوله بويوي... په دغه ډول ملکه تغزيه کيږي او په مينځ کې مينه او متقابل درنښت ډيرزيات دي. دسيمې جغرافيې او هواته په کتلو هريوه کورنۍ کې دکال لږترلږه دنوي نسل په چوکاټ کې دوه ځله نوي کورنۍ ياملکه تشکليلوي داسې چه هرمهال نوي ملکه سر راپورت کړي له معمول سره سم کورنۍ کې بېنظمي او خپلمنځي لانجې رامنځه شي، يوپه بل غلبه او يرغل وروړي هڅه کوي چه چه يوه ملکه ووژني ياهم کمزوري لوري دجګړې په ترڅ کې له خونې وشړي. داچه له کوره شړل سخت کار دي نو وتلې ډله د۲۴ ساعتونو لپاره نږدې سيمه کې په کومه ډبره يا ونې ډډ، باندې پنډه شي. شړل شوې ملکه په دغه موقع کې له زورورې هغې دجرګې يابيرته ورتګ هيله لري. خو داسې ونشي او په دغه وخت کې ددوي دبل ځاي ميشتيدنې تابيا نيسي.
 ځکه نو هغه څوک چه مچۍ پالي په عيني وخت کې يې بل صتدق ته منتقلې ياهم بل مکان ته والوزي. 
هدف داده چه په افغانستان کې دعبدالله عبدالله او محمداشرف غني موازي لوړې، او حکومتونه نه په نړيوالو نظامونواونه هم دمخلوقاتو هيڅ ډول کې ساري لري.
 غوره داده چه ياخو يوبل ته تير شي ياهم يو په بل په يرغل يوطرف مغلوب يا ووژني په بښنې سره چه داسې مې وويل مګر بله چاره نشته مونږ دجګړې اتلان خو دزغم استعداد مو نيمګړي دي په دغه ډول تيکاو راتلي شي څو په يکه تاز بڼه د مچيو نظام نه په زده کړه ملت ته په واحد چوکات کې دخدمت جوګه يا په عامه وينا شات ورکړي 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2746305468751938/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۸ساعت 18:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ميلمانه

علي وزير او محسن داوړ ته دافغانانو هرکلي انفرادي نه، بلکې د پولې ها غاړه مليونونو افغانانو ته د مرستې او درنښت لاس ورکول دي، غاصب پاکستان بايد وپوهيږي چه نور د غلاميت دوره ختمه ده په اغزنو تارونو يومليت نشې سره بيلولي، ددغو معززو ميلمنو په څهرو کې دمره خوښي بريښې چه ګمان نکوم په بل هرڅه متاع يې ژوند کې دکرار شي. داځکه دلومړي خل لپاره يې خپله خاوره او ازادي حس کړه  
نو ازادۍ په خوند هغه څوک پوهيږي چه دغلامۍ ځنځير يې ليدلي وي. 
په دهيله چه نور دلراوبر نوم وانه ورو افغان نان يو وجوددي  لر، بر نلري. 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2745121205537031/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۸ساعت 18:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

سپينه ادې

د ښځو د ورځې په پار
داطلاعاتو کلتور وزارت دپام وړ. 

"سپينه ادې"
 
سپينه ادې، که په اغلب ګمان ووايم سلګونه  کاله پخوا يوې افغانې ميرمنې ته منسوب نوم دي، چه د سيمه يزه خلکو په نقل قول هرات کې يې استوګنه لرله او خپل وخت کې له کلي تر درباره يې حتي د سيمې په کچه دتورې، شجاعت شهرت خپور وه. 
د دغې پښتنې انا، د شهرت لامل په خپل وخت کې د ايران په وړاندې افغان زلمو سره خوا پخوا ديرغل خلاف دريدل او د زلمو داحساساتو د ويښولو په موخه حماسي شعرونه ويل يې  يو له هغو د يادښت وړ دي. 
هغې(سپينې ادې) غالبا د ۱۵۰۰ ملادي تر ۱۷۰۰ملادي کلونوترمنځ چه کله هرات د ازبک او ايراني صفوي حکوموتو تر خوا. لاس په لاس کيده يا په ولکه کې وه، دازادۍ مبارزه کوله.
لومړۍ پښتنه مور وه چه دولسي خلکو په وينا افغاني حکمرانانو ته يې د شعر او حماسي ويناوو په ژبه د ايران په وړاندې د مبارزې غږ اوچت او دتاريخي رواياتو په اساس له تورې سره به کلي په کلي او ښار کې دزلمو د انسجام په منظور ګرځيدله. 
لنډه دا چه دسپينې ادې، هڅو رنګ راوړ هرات له ايران څخه ازاد او دافغانستان کرنسۍ پکې وچليده، خو تر هغې وروسته حکمرانانو يا په عمدي اويا هم نا اګاهانه  ډول د سپينې ادې، خاطرې او سرښندنې له ياده وويستې. حتي دپښتنې مبارزې ژوندي اثار خوڅه؛ قبر، کورنۍ او تاريخ يې ورک کړه. دا په داسې حال کې ده چه په هرات کې تر اسلام دمخه هم چه چا کوم شهکار کړي دي، تاريخ اود قبرډبرليک يې لا شته. خو دسپينې ادې، دژوند داستان هم لکه داحمدشاه بابا په څير نادرکه دي.
نوټ(احمدشاه باباهم د هرات ګذره کې زيږدلي دي خواثار يې په قصدي ډول ورک شوي دي)
خبره د سپينې ادې وه دغه پښتنې انا، که حکومتونو له ياده ويستلې ده؛ ولسي ادبياتو او رواياتو کې لاهم هرات کې دخلکو په ياد کې شته درنښت يې کوي او داستانونه يې نسلونو سينه په سينه تر مونږ رارسولي دي.
سپينې ادې، ته منسوب دهرات ښار شمال ختيځ له پول پښتو چه ورتير شې يوه سيمه يې لا هم په نامه ياديږي چه هراتي پخوانيو واکمنو د دغې سيمې اصلي نوم(سپينه ادې) په عامه لهجه کې په (سپينه اډه) تبديل کړي دي دغه راز د سپينې ادې په نوم سيمه يزه خلکو يو ښونځي هم د سپينې ادې، د ښونځي په نوم يادوي، چه د هرات محلي چارواکو يې وخت په وخت د نوم د تغير هڅه کړې ده، خو ولسي خلک يې مانع شي. 
نو زه د ۸ دمارچ په مناسبت افغان حکومت څخه هيله کوم  چه د ښځوشجاعت ته په درنښت د يوې تحقيقي کميټې په ګمارلو سره د سپينې ادې د قبر په موندنه سيمه کې له خلکوسره په کتنه دهغې داشعارو انسجام او دسپينې ادې چه اوس (سپينه اډه) يا دموټرو تم ځاي په نوم مسما دي خپل تاريخي ارزښت ورکړي شي. 
څو په دغه ډول مو هم د ايراني تاړاک په وړاندې د ميرمنو شجاعت او هم دتاريخ يوه برخه بيا ژوندۍ کړې وي. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2740292606019891/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۸ساعت 18:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

 

(دفقير په بڼه کې امير)
هغه څوک چه اعمال او قدمونه يې کټ مټ دعبدالله انصاري او عبدالرحمن جامي لار لنډوي.

دنومياليو لړۍ 

د شرف الدين ستانکزي ليکنه 

متن سره وصل انځور د يوه روحاني مشر مولوي خداداد صالح، دي څوک چه دافغانستان دلوديځ زون په کچه له څه دپاسه ۴۰ کلونو راهيسې دګڼه خلکو په زړونو دفقير په لباس کې امير دي. 
ددغه لوړ شخصيت يوصفت چه ممکن ډيرو کمو افغانانو کي وليدل شي دادي جه دده په خپله وينا دهيڅ سياسي ګوند غړيبوب نلري او نه يې څلورلسيزه جګړه کې له خپلو زرګونه طالب علمانو څخه يوه ته هم دوسلې داخيستو يانظامي فعاليت اجازه ورکړې ده  ځکه نوماهم دهمدغه صفت له کبله دڅو کرښو مستحق وباله 
مولوي خداداد په هرات کې پښتون ټبر پورې اړه لري په پښتو ګړيږي خو داچه ټولنه کې امين پيژندل شوي دي هرات کې ميشت تاجک، بلوڅ ترکمن ازبک او نورو ګڼه قبايلو ترمنځ ځانګړي مقام او دمشر چپن په اوږو لري. 
که دمولوي صاحب نږدې ۸۰ کلن عمرباندې ځغلنده نظر واجوو هم ممکن ليکنه يې په کتابونو کې ګنجايش ونلري. خو په دمره کړنو به يې اکتفأ وکړو چه مولوي خداداد د نجيب او تر هغه دمخه رژيمونو کې دښار د رواحاني شخصيت په شناخت سره دعوامو او وخت دحکومت ترمنځ دپله حيثيت لاره دنجيب دحکومت د سقوط په مهال چه دهيواد ګڼه ښارونه دبې نظمي له کبله چور يادتخريب شوه خو مولوي همدغه ټکې ته په توجه مخکې له دچه مجاهدين ښارته په زور داخل شي له خپل نفوذه په استفاده د پنخه ورځودلپاره دهرات ښار ولکه له حکومته څخه واخيسته په سوله يز ډول يې ټول دولتي تاسيسات او وسايل امانت مجاهدينو ته پريښودل. 
دطالبانو دظهور او بيا له اسمعيل خانه يې دښارسقوط په وخت کې ورته کردار ادا کړ . 
طاليانو خاص درنښت ورته لاره چه په حکومت کې دهرات دمحکمې دمشر دنده لرله. خو ترکوم ځايه چه هرات ښار دامنيت خبره شوه دطالبانو سقوط کې دريم ځل لپاره د ښار واګي دده په لاس پريوت ټول طالبان يې په محفوظ ډول ښاره بهر او سيمه يې په أمن اسمعيل خان ته بيا حواله کړه.  دښار دلاس په لاس کيدو قيصه دلته تمامه نشوه. بلکې کله چه دشندند دقومانداامان الله خان او هرات دامير اسمعل خان خونړۍ جګړې دوام وکړ ديوناما ددفتر او دښار ديوې برخې له سوځيدو وروسته مولوي خداداد صالح بيا د اوسني ولسمشر محمداشرف غني چه هغه وخت دکرزي په مشرتوب دمالې وزير وه په منځګړيتوب حکومت سره په مرسته دناورين مخه ډب حتي چه اسمعيل خان يې خانه نشين او دګمرک عوايد مرکزي کړه.  ښايي همدا دليل وبولو اسمعيل خان سره په  سياسي  اختلاف کې ولويده مګر دمرکزي حکومت په توجه بيرته دهرات د محکمې او غرب زون دعلماو دمشر رول ورکړل شو چه تر اوسه يې هم اسمعيل خان سره اختلاف نايلحله او دزون په کچه دعلماو دمشرۍ وياړ لري. 
مولوي په شخصي لګښت هرات، غور، بادغيس کې ډيرې مدرسې او هرات کې دنګين الغياث په نوم يو تلويزيوني چينل، يو پوهنتون او يو دارالعلوم چلوي چه ډيري زده کړيالان يې ښځې دي. 
دامهال يې دفارغينو کره شمير نلرم خو په ۲۰۱۴م کال کې چه زه هرات کې وم دمعارف مزستيال وزير محمدشفيق وويل چه ۱۲۰۰۰ ميرمنې او څه دپاسه ۱۵۰۰۰ ځوانان يې له له وړيا زده کړو برخمن شوي دي 
مولوي يوبل نوښت هم دملت لپارکړي دي، هغه داچه هغه خلک چه په حکومتي ياطالباني محاکمو باور نلزي ده ته عرايض راوړي او دحل په غرض يې دملاامامانو او قضاتو يو زرکسيزه شورا تشکيل کړي ده چه دحکومتي پلاوي په حضور کې هره اونۍ يوځل دهرات جامع جوماعت کې بحث او دحل پريکړې يې کوي. 
مولوي صاحب د حکومت له لوري دهرات دلوړ رتبه مامورينو تقرر کې يو ښه مشاور او دده له خوښې پرته تيرو کلونو کې هيڅ والي ياامنيتي چارواکي حکومت نده تعين کړي. 
خو لويه ستونځه يې بيا هم هرات کې دجمعيت پخواني قوناندان اميرصاحب اسمعيل خان سره اختلاف دي چه د مرکزي حکومتونو او سيمه يزه قومي مشرانو په منځګړيتوب لاهم په ځاي پاته دي.
 مولوي، اسمعيل خان په زورواکي او اسمعيل خان بيا بلمقابل په مولوي  دقومي تعصباتو تور لګوي 
په هرصورت پورتنيو صفاتو ته په کتو مولوي خداداد ته دهرات بې تاجه شاه صفت بې ځايه نده. 
دهرات اکثريت علما او دقلم خاوندان وايي مولوي کټ مټ په هغو زرينو قدمونو پل ږدي چه زرکاله پخوا پيرهرات عبدالله انصاري، عبدالرحمن جامي او شهرخ ميرزا پلي کړي دي ځکه نو دوي دخپل ولايت په کچه بې تاجه بادشاه ورته وايي. 

نوټ: ممکن مولوي ډيرمشکلات يا برياوې نورې هم ولري چه تاسو يې دمتن په لوستلو مونږسره شريکولي شي نظرته مودرنښت کيږي خو په مناسبوالفاظو توهين او تحقير ته ځاي نشته 
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/2734342186614933/?d=n

 

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۸ساعت 18:42  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

حاجي احمدخان شهيد

دنومياليو لړۍ 
دريمه ګڼه 
ليکونکي شرف الدين ستاکزي
شهزادګان نه دي، په يوه بيوزله کروندګره کورنۍ کې رالوي شوي دي، مګر سرداري ژوند کې وځليدل، نه يې چاته د احتياج لاس اوږد کړ او نه يې له نورو خپل شته وسپمول، خپلې خوښۍ يې د قوم او اولس قربانۍ کړې،  داسې چه دکورونو مخ ته يې د تنکيو بچو دشهادت څلي ولاړ دي. دباغونو او او کورونو خاوندان دي خو چرته يې هم د ژوند لس ورځې مسلسل په خپله جونګړه کې ندي تيرې کړي.
دغه متن سره جوخت انځورونو خاوندان يادوم، ماماګان مې دي مينه يې راکړې  ژوند هرڅه چه يم د دوي له برکته يم، داحسانونو پوروړي يې ځان بولم. خو لالهانده ژوند يې دمره ځورولي هم يم چه د عمر ټولې خوښي يې راڅخه تښتولي دي. 
خدايﷻ د يې سرښندنې قبولې کړي وياړم چه دا هرڅه يې دمظلوم په لاس نيوي او دخدايﷻ درضالپاره کړي دي وينه تويدل او ستړيا يې د فخر نقلونه لري چه دلته يې په شد،  مد  يادښت زمانګير دي. 
خو که په ځغلنده نظر ورته وګورو يادښت يې کوم 
کوم څوک چه په انځور کې يې له څهرې دميړانې ښکاره پيغام ښکاري. په آس سپور ټوپک والا مې مشر ماما وه حاجي احمد خان، نوميده، انځور يې پنځه څلويښت کاله پخوا پورې اړه لري. مخکې له د چه وړاندې لاړ شم داه به هم ياده کړم لاس کې ټوپک يې دنيکه نښه ده څوک چه دميوند جګړه کې مخامخ انګريزانو سره شهيد شوي وه. هوکې: احمدخان دميدان وردګ په کچه دجرګو او مرکو سړي وو. دشوروي يرغل په مهال دميدان وردګ نرخ ولسوالي په کچه دمجاهدينو انسجام او جهاد له سرلارو ياديږي خو په سيمه کې دتنظيمي سياليو په اړو دوړ کې ديوه جابر جهادي قوناندان شومه دسيسه کې د جهاد پيل کې د روژې په ۲۷ دتراويح لمونځ  په مهال ظاهرا د ناڅرګند خو په حقيقت کې دمعلومول حاله جاني وسله والو له خوا په شهادت ورسيده. غم يې زما دماشومتوب په وخت کې لومړۍ څړيکه وه چه زړه يې رامات کړ. داوخت ممکن درې کلن وم خو په کورنيو مو دظالم قوماندان جبر زړه کې دانتقام موجونه وهل بلخصوص هغه وخت چه د همدغه قوماندان يوه ملګري  څوک چه اوس هم زور واکي دي دشهيد د مقبرې دنه جوړيدو تهديد وکړ حاجي احمد خان شهادت کټ مټ لکه څنګه چه حضرت عمر مجوسيانو مسجد کې شهيد کړ ورته والي لاره.  د وخت علما هم هغسې پرتله کړه ويويل خيرخواه شخص وو اوبايد زيارت يې څرګند وي  ځکه نو دوخت ظالم قوناندان له خپل دغه هوډه وګرځيده خو په دتوپير چه اصلي نوم به يې په ډبرليک نه ليکل کيږي ځکه نوم اوس هم په قبر نوم محمدخان ليکلي دي نه احمدخان، په دسربيره په کورنۍ او قييله د ظلم چاپې جاري وساتل داسې چه وروڼو يې له سيمې دهجرت لار خپله کړه مګر په قوم يې دوحشت چپه لا توده شوه دمرحوم احمدخان درې نور ځوانان زمن يې په جلابريدونو کې هم شهيدان کړه ځکه نو ددوهم انځور کې څرګند انجنير عبدلولولي د خپلو خلکو دنجات په منظور ميدان ته راودانګل مقاومت يې ۱۳ کاله دوام وکړ په مبارزه کې يې يواځې د کورنۍ تر ۳۰ ځوانان شهيدان شول خو وينو يې رنګ راوړ په مقابل لوري بريمن او دولسوالۍ په کچه يې د مشرۍ شمله جګه شوه. 
خو دنرم مزاج اکادميک شخصيت، علم، تعقل او اسلامي ترحم له مخې يې هغه ظالمانو ته عفوه وکړه چه ددوي په قبيله يې سرې ميچنې ګرځولې وې.  مثال مړيو ته هديره کې د خښيدو او ژونديو ته يې دموتر په څوکيو کې دناستې اجازه نوه ماشومان يې دهغه وخت محدودو علمي مراکزو څخه محروم کړي وه، دعشر يا جبري زکات په نوم يې جزيې مشخصې وې او هيچا د مړيو او ژونديو مراسمو کې دقوماندان له اجازې پرته ګډون نشوي کولي... خو له داټولو سره سره انجنير عبدالولي تير په تير او هير په هير کړه له شخصي غچ او انتقامونو تير شو ځکه نو له نيکه مرغه دمره اوږدې دښمنۍ سرييره هيڅ د وينو پور نشته ورباندې، که څه هم هميش يې مخالف لوري د ځوريدو لاس نده اخيستې خو دوي زغم کړي دي کله يې دخلقي، کله هم دمجاهد او اوس يې دادي دطالب په قالب کې مخالفان د تخريب هڅه کوي خو دغو ټولو ته په زغم دغه مهال هم له اصلي مينې بهر ښارکې ملکي ژوند ته اړ شوي دي 
په انځورونو کې يې دوه تنه نورهم ورونه دي چه يويې محمدامان خان دوه زلمي زمن يې دخپلې برحقه مبارزې قربانۍ ورکړي دي څلورم حاجي صاحب فضل الرحمن دي چه له ماشومتوب تر دغه مهال مشرانو ورونو سره دقوم په دفاع کې لکه يوعسکر تيارسۍ ولاړي دي. 
نوټ: په انځورونو کې يو بل ځوان توريالي وليزاده دانجنيرصاحب يکه دانه زوي دي چه دانځورونو په ترتيب کې مرسته کړې ده نو مننه ترې کوم
شرف الدين ستانکزي 

نوټ د نومياليو دغه لړۍ به جاري وي البته داچه ددغې برمې اتلانو سره مې دوينې شرکت ده ممکن زياده روي مې کړې وي نو واردمخه بښنه غواړم. که تاسو دوستان د نوموړو په هکله خوږې ياترخې خاطرې لري دقلم او کلام دعفت په صورت کې دلته مونږ سره شريک کړي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2739390652776753/?d=n

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۸ساعت 18:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ظريفه غفاري.

مونږ يو دبل دبريا زغم نلرو دشرف الديندستانکزي ليکنه دميدان وردګ ښارواله ظريفه غفاري د نړۍ دزړورو ميرمنو وياړ خپل کړ. که څه هم امتياز يې ټول افغانستان پورې اړه لري خو زمونږ ځينې قلموال دوستان دجايزه ورکونکو انتخاب سهوه بولي، په دغه برخه کې پرته له موقنع استدلاله انتقادونه کوي. د امريکا دبهزنيوچارو وزارت هرکال دنړۍ سل ميرمنو ته دزړورتيا جايزه ځانګړې کوي چه دادي په سږني پروګرام کې يې افغانستان هم نو ملړ کې شامل شو. په دغه انتخاب چه يوشمير دوستان نيوکه کوي بايد وپوهيږي چه ورته څرګندونې يې ترشخصي کينې او بخل څخه بله معني نلري ياخو هم ممکن ځينو مواردو کې ريښتياوي اغلې غفاري باندې امريکا خطاوتلې وي، خو زما په اند په خلاف يې خبرې کول دجايزې د ورکړې مخنيوي خو څه، چه په نړيوال ستيج کې داغلې ظريفه موقف لا پياوړي کولي شي. د داډول کسانو دنيت په وړاندې دا پوښتنه هم راولاړيږي چه يادې ميرمنې ته خو جايزه بهر نه ورکړل شوې دا چه زمونږ اوستاسو رضايت يانه رضايت پورې مربوط ندي ولي يې په وړاندې نيوکې وکړو؟ ايا که داجايزه غفاري ته نوي ورکړل شوې حتمي وه چه تاسو ياستاسو بل دوست افغان ته رسيدلي وي؟ ځواب يې معلوم دي چه نه. نو په دصورت کې به مو په ګټه وي چه شخصي کينې شاته واچوو هغه اشخاص چه هيواد ته وياړونه راوړي په نيمګړتياوو يې سترګې پټې کړو بريا يې دهيواد وګڼو کنه؛ زه هم ستاسو ځينو نيوکو سره موافق يم اما داچه نن مو هيواد ياپه خاص ډول ميدان وردګ ته فخر راغلو په نيک فال به يې وشميرو. په سوشيل مديا کې خينو قلموالو دظريفه ففاري شخصي ستونخې سپړلي ياهم نيوکه کوي چه کوم جګړيز دګر کې داتلولي په خاطر هغه ستايل شوي دي؟ خو زه داډول دوستانو ته ورپه زړه کوم چه دجايزې معيار جنګي اتلانو ياجنرالانو ته نه، بلکې هغو ښځو ته ورکول کې چه مدني فعاليت کې مستحکمه ياهم دزورواکو په وړاندې له خپل مشروع حقه مقاومت وښيي. چه شاروالۍ په موضوع کې دظريفه غفاري مقاومت باندې سړي سترګې نشي پټولي. شرف الدين ستانکزي. نوټ: دوستان چه نيوکه کوي داغلي اخلاقي کړه وړه يا اداره کې کمکاري نه پرته هغه څه د وليکي چه دظرطفې دندې ته رسيدو برخه کې مقاومت دروغ وي البته ليکنو کې مو بايد دقلم او کلام عفت محفوظ وي https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2732131783502640/?d=n
+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهاردهم اسفند ۱۳۹۸ساعت 21:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

طالبانو سره دترمپ تلفوني اړيکه

دامريکا ولسمشر طالبانو مشرتابه سره خبرې وکړې. 
دشرف الدين ستانکزي 
راپور 

دامريکا ولسمشر طالبان ځواکمن بللي ډاډ يې ورکړي ده چه دسولې په توافق به يې ستونځې له ولسمشر غني سره حل کړي. دا مطلب دطالبانو په وياندئ ذبيخ الله مجاهد شيبه وړاندې رسنيو سره شريک کړ ده ډونالد ټرمپ له قوله يې راوړي وه(   خوشحاله یم چې تاسې سره خبري کوم، تاسې قوي خلک یاست او ډیر ښه هیواد لرئ او زه پوهیږم چې تاسې د خپلي خاوري لپاره جنګیږی،  موږ ۱۹ کاله هلته وو او دا ډیره اوږده موده ده، اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي.
ولس مشر ټرمپ زیاته کړه:
زما د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر له اشرف غني سره خبري وکړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کي پراته خنډونه لیري شي.
نوموړي وویل موږ به په راتلونکي کې د افغانستان په بیا رغونه کې پوره برخه واخلو. ) همدغه اعلاميه همزمانه قطر څخه دطالبانو بل وياند سهيل شاهين هم به تويت کې حپره کړې وه ويويل خبرې دمارچ په دريمه ددوحې په وخت دمازيګر پنځه بجې دطالبانو دسياسي دفتر مشر ملابرادر سره امريکايي ولسمشر دونالدترمپ په ټلفوني اړيکه کې وکړې او دده په وينا ددغو خبرو په وخت کې دامريکا دبهرنيوچارووزارت خاص استازي زلمي خليل زاد حاضر وه. مجاهد خپله ډله دسولې توافق ته ژمنه بللې ده او دملابرادر له خوايي ښاغلي ترمپ ته سولې ته دژمنتيا داسې ليکلي دي. 

 زه د افغانستان د اسلامي امارت  او افغان ولس په نمایندګي په پوره باور سره ویلای شم چې که  د امریکا متحده ایالات له موږ سره په شوې توافقنامه عمل وکړي نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي  اړیکي ولرو.
ملا برادر اخند ورته وویل:
ښاغلی جمهور رئیس!
 تاسي له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو په وتلو او راتلونکو مثبتو اړیکو کي له قاطعیت څخه کار واخلئ او چاته اجازه مه ورکوئ چي د شویې هوکړي په خلاف عمل وکړي او په دې اوږده جګړه کي مو لا زیات ښکیل وساتي.
نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت یو منظم سیاسي او نظامي ځواک دی او له تاسي او د نړئ له نورو هیوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو وړ تیا او اراده لري.
ملا صاحب وویل د هیواد خپلواکي او په خپل هیواد کي د خپلي خوښې حکومت جوړول د افغان ولس مسلم حق دی نو څومره چي ژر کیدلای شي په كړيو توافقاتو عمل وشي، سر تاسري سوله راشي او افغانان له خپلو بنیادي حقوقو برخمن شي. 
د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ورته وویل:
د امریکا د متحده ایالاتو په شان د یوه پرمخ تللي هیواد سره ښایې چې د جنګ ځپلي افغانستان سره په بیا رغونه کي پوره مرسته وکړي او همدا  یو مناسب عمل دی چې د امریکا د متحده ایالاتو په حیثیت به مثبت اغیز وکړي.
که څه هم ددغې اعلامې تاييد تر دغه مهاله نه دامريکا او نه هم افغان حکومت کړي دي  خو د طالبانو او امريکايي استازو ترمنخ دتوافق دسند تر امضا وروسته افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني، داسوله مشروطه وبلل ويويل تر هغو چه طالبان بين الافغاني مذاکراتو ته غاړه کينږدي ستونځې به حل نشي. 
طالبان له امريکا سره په سوله،  خو افغان حکومت سره د جکړې زور وهي. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2730259183689900/?d=n

+ لیکل شوی په  سه شنبه سیزدهم اسفند ۱۳۹۸ساعت 23:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

سوله

افغان حکومت دطالبانو له لوري دتاوتريخوالي دکمښت خبر تاييد او سر له نن شې  ۱۲ بجو يې ځواکونو ته دتيارسۍ امر کړي دي ورسره په څنګ کې طالبانو له لوري هم رسنيو ته امريکاسره د سولې دموافقې درالنډيدو حال ورکړ په خبرپاڼه کې داسې راوړي دي 

د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د ۱۴۴۱هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په (۵) مه او د ۱۳۹۸هـ ش د حوت میاشتې (۱۰) مه او د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه به نهايي شوې توافقنامه د نړیوالو په حضور کې د دواړو طرفونو ترمنځ لاسلیک شي.
اوس به دواړه لوري د توافقنامې د لاسلیک لپاره تر یادې نیټې وړاندې مناسبه فضاء برابروي، د لاسلیک مراسمو ته به د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو لوړ رتبه استازي دعوتوي، د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي، تر څو ټول هیوادوال د امن په فضاء کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سوکاله ژوند ولري. ان شاء الله
بايد ووايم چه عام ولس د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ د سولې دخبرو د پيل او سولې دوا ته ليواله دي. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2708435465872272/?d=n

+ لیکل شوی په  یکشنبه چهارم اسفند ۱۳۹۸ساعت 3:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |