«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ويښ ملتونه

ويښ ملتونه خپل تاريخ او مشران داسې ستايي

نن په امريکا کې president day يا دولسمشر ورځ ده. عمومي رخصتي دي او خلک يې په وياړ جشنونه کوي. د ولسمشر ورځ د امريکا دلومړي ولسمشر جورج واشنګټن د زوکړې له ورځې سره سمون خوري. نومړي د امريکا دپلار لقب لري، جورج هغه مهال چه موجوده امريکا دبريتانې مستعمره وه فوج کې عسکري دنده لرله ۱۷۸۳ م کلونو کې دبرتانې خلاف غرزنګ سره يوځاي او مخکښ شو  تر بريا وروسته له  ۱۸۸۹م تر ۱۷۹۷م پورې دوه دورې انتخابي ولسمشر پاته شوي دي. که څه هم دبلې دورې لپاره اولس بيا هيله ترې وکړه او قانوني مانع يې هم هغه مهال نلرله جورج په انکار واک په سوله يزه ډول بل جمهور ريس ته دټاکنو ترڅ کې خوشې کړ. 
دواشنګټن په وياړ دامريکا پايتخت او ګڼه واټونه او درې
 پوهنتونونه ياديږي  عکس يې دالر يوګوني لوټ کې درج شوي دي، ژوند يې ورجنيا کې کاوه. کرهنې په چارو بوخت فارمونه يې روزل او سپيانو سانل يې علاقه وه. 
دلومړي ځل لپاره د ولسمشر ورځ په ۱۸۸۰م کې تجليل چه په دوام يې هرکال د فبروي په دريمه او نۍ کې لمانځل کيږي. 
نوټ: بايد ووايم چه د امريکا ولسمشران فرشتې نه وې ممکن ځينې سهوې هم د ولس په وړاندې ولري. خو ويښ ولسونه دخپلو مشرانو ښو ته په بدو، ترجيع ورکوي او تاريخ يې په ښو يادوي.  نو راځي مونږ هم خپل مشران نړۍ ته ښه ور وپيژنو نه داچه نيمګړتياوې را وپلټو. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2699294356786383/?d=n

+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و هشتم بهمن ۱۳۹۸ساعت 20:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

انقلاب او داستاد شهيدګل محمد

نامرده انقلاب چه څوک يې رنګ او څوک يې زنګ کړه 

کورته مو د شپې په مهال له ناڅرګند لوري د ډبرو راغورځيدو او مشکوکو غږونو اوريدو په دوام وهم د هرشپې په تيردو لا ډيراوه، دمره چه مشرانو مو له دوه ورځو چوپتيا وروسته نقل دسيمې مشهور عالم ( مولوي اسلم) سره شريک کړ. 
هغه په کور کې دختم دکولو او نذرانې توصيه وکړه. 
شک مو په يقين بدل شو ځکه دغه ځاي چه مونږ تازه کور په ودان کړي وه دغره لمن له اصلي کلي ګوښي له پخوا دپيريانو کور(کډي) په نوم مسما وه. مولوي هم وويل چه پيريان مو ځوروي ختم وکړي له زيان څخه به يې په امن شي.  زه دامهال ډير کمکي وم هسې دنقل ياخوب ليدو ترکچې مې لږ، لږ خاطر ته راځي. دقيقا هغه کلونه چه د خلقيانو کمونست پلوه حکومت واک ته رسيدلي وه، ختم باندې کليوال راټول شوه ټولې قيصې دپيريانو په تړاو کيدلې مولوي صاحب موضوع مجلس کې شريکه کړه، ځينو توبې وښکلې خو حاجي صاحب محمد چه مونږ به نانا باله دعادت خلاف چوپ خو انديښمن ناست وه په تلو، تلو کې مې پلارته ورپه غوږ شو ويل يې همداسې مشکوک حرکات دشپې په مهال زما دکورخواته هم کتل کيږي خو له ډاره مې هيچاته هم حال نده ويلي!!! نانا غمجن وه ځکه دقاضي ګل محمد په نوم ورور يې ډير وخت له پوهنتونه ور شوي وه.  بيګاته بيا شپه شوه دکورمخته وړوکي ځنګل چه مونږ به نودې بللې دخلکوځوک واوريدل شو. د دروازې په لور يې نيږه راايله کړه ورسره جوخت يې په خپ غږ زما دپلار نوم واخيسته ويويل مه ډاريږي يو خبر درته لرو: مونږ سخت ډارشوي وو زما په شمول ټولو دپلار لمن نيولې وه له وهمه مو پړک واهه 
سړيو کې يوه تن زياته کړه حقه دخدايﷻ رضا ده چه قاضي ګل محمد نور ژوندي نه ده شهيد شو. هغوي همدمره وويل نور ورک شوه چه د څلويښت کاله په تيريدو نه هغوي څرګند شوه او نه يې هم د قاضي صاحب دشهادت څرنګولي موقعت او دقبر ادرس راکړ
په هرصورت د خبر په اوريدو مو کور او کلي کې دچيغو غږ محشر جوړ کړ په تازه ماشومتوب کې مې کورنۍ کې دخواخوږو دمرګ دغه لومړي غږ وه. 
قاضي ګل محمد مي په ژوند کې نوه ليدلي دپلار د تره زوي او زما عمه لور يې په نوم ناسته وه چه هغه خوارکي هم زمونږ کور کې استوګنه وه. 
خو د قاضي دمسلماني او ميړانې نقل هغه سره اشنا کړي وم. 
وحشي رژيم د قاضي په شهادت دهغه لارډب نشوي کړي بلکې دخلکو وينې لاپه جوش راغلي دحکومت ضدتحرکات لومړي ځل دولايت په کچه زمونږ له کلي پيل شوه ځوانانو  په شخصي لګښت ټوپکې وپيرلې او ميرمنو دجهاد په روحيه دصابون او پترولو ګډوله پلاستيکي بوتلو کې داورغورځونکو لاسي بمونو جوړښت کې مرسته وکړه علني جهاد پيل دکورنۍ مشر حاجي کمال الدين دکميټې او مجاهدينو ريس تعين شو چه د سرښندنو نقل يې جلاباب لري 
شهيد قاضي دکابل پوهنتون دشريعاتو وروستي کال کې داسلامي نهضت يو له موسيسو ياديده پلار مې نقل کاوه چه د نهضت مشران مولوي حبيب الرحمن عبدالرحيم نيازي او ګڼه نور ملګرې يې له همدغې پيښې څلور کاله وړاندې څو شپې دکلي مسجد کې له حکومته پټ ساتلي وه او دنهضت کارونه يې دلته تنظيمول. 
خو تازه خبر يې که دپيريانو وهم زمونږ له ذهنه جګ کړ دوخت شرايطو ته په کتو د رژيم دغضب ډار واخيستلو ځکه حکومت داسې سور ليوه جوړ شوي وه چه هره ورځ يې ځوانان داړل. تازه يې زمونږ حاکم بابا د ميلمنو په شتون داخوانيت په شک زنداني کړي وه دپلار بل دکاکازوي طالب جان يې دبي بي سي راډيو داوريدو په تور يوړ چه مرګ ژوند يې ورک شو. دشوربازار او قلعه جواد حضرت صاحبان کورنۍ سره ووژل شوه څوک چه زمونږ پيرخانه ياديدله... بلاخره خدايﷻ ته موصبر وکړ د قاضي ګل محمد ملګري ځينې شهيدان ځينې هم جهادي رهبران شوه چه اوس ښه ارګاه بارګاه لري مګر ديادښت وړده  يواځې حکمتيار يې په ۹۰ لسيزه کې دوه درې ځل کونډې سره ناچيزه مالي مرسته وکړه او يوځل هم استاد سياف راسره ياد کړ  هغه د پهلوان ګل خطاب ورته وکړ. نور نو هغه دچاه خبره انقلاب څوک رنګ او څوک زنګ کړه ...ميرمن يې په نوم تورې کمڅۍ سپينې کړې دقاضي هيڅ ثمره په دنيا نشته فقد حګومت يې ميدان ښار کې يوه ودانۍ او نرخ ولسوالۍ کې يو ښونځي په نوم ساتلي دي. او پورتني انځور يې تنها يادګار ګڼلي شو بس  
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2696382597077559/?d=n

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و هفتم بهمن ۱۳۹۸ساعت 20:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

سوله که دسيسه؟

مصالحه ملي، که دمجاهدينو د اختلاف لومه؟

دغه مطلب د پخواني شوروي پلوه حکومت يوه لوړ پوړي مامور راته ووايه، په خبرو کې يې دډاکټر نجيب الله د حکومت په ځينو سهوو اعتراف وکړ ويويل: بايد ومنو چه ځينې حرکتونه په ښکاره ښکلي خو په باطن کې بد وه. ځکه نو بدرنګه پايلې يې ولرلي. 
دغه تن چه اوس د امريکا ورجنيا ايالت کې ژوند کوي لس کاله دمخه کورنې سره له مسکوه د مهاجرت پروګرام کې راغلي دي. دکمونست پلوه حکومت ډيرو مشرانو ته نږدې پاته شوي دي خو په خبرو کې يې دنوم نه څرګندولو ټينګار وکړ 
هغه لاهم خپل ورک نومي حزب ته ځان وفادار ښيي خو درژيم ماته يې د ځينو حزبي غړو سرتمبه ګي د(کي جي بي ) او پاکستان اي ايس اي. لاس وهنه  خينې نورعوامل وبلل. 
داسړي اوس د نږدې ۸۰ کلونو دي. د سولې بحث ته په اشاره يې دنني افغانستان سوله د ډاکټر نجيب الله دمهال۱۹۹۰م کلونو ناکامه هڅې سره پرتله کړه ويويل 
هغه زمان د ډاکتر نجيب له خوا د مصالحه ملي په نوم پروسه ډيره مشهوره او دخلکو تمه ورته پيدا شوه، خو داچه ولې ناکامه شوه؟ عمده دلايل يې يو داوه چه شعار دعمل خلاف وه. دخبرو په دوام يې زياته کړه: دمصالحه ملي پروګرام هدف لکه څنګه يې چه شعار وه په حقيقت کې هغسې بلي نشو؛ بلکې دسولې او يو دبل منلو په ځاي دوخت دمجاهد قوماندانانو کمزورتيا موندل يا دولت سره يوځاي کيدل، ياهم په سيمه کې انفرادي ډول ځايي خپل سره وسله واله قوماندانانو ته دامکاناتو په ورکړه خپل منځي اختلاف ته هڅول چه داطريقه بريالۍ او ډيري سيموکې هغه جهادي قوماندانان چه دولت سره يې دسولې په نوم تارغځولي وه نورو هغو سره په جګړه واوښته. 
داسړي په پيښماني داسې کړنې سهوه بولي استدلال کوي چه دا دسولې پروسه نه، بلکې مجاهدينو کې په يوبل دبي باوري فضاجوړول وه چه دحکومت لپاره يې په لنډ مهال کې ګټورې پايلې لرلې خو په اوږدمهال کې يې افغانستان دمارانو ځاله کړ. 
ده، دمصالحه ملي، ترسرليک لاتدې ياده دسيسه دهيواد په ټوله کچه دکابل نږدې ولاياتو شمال،  په خانګړي ډول ميدان وردګ، او هرات کې بريالۍ وبلله چه دده په ويناهرات کې زرګونه وسله وال حکومت سره يوځاي او ميدان وردګو کې ارتباطي قوماندانانو نورو مجاهدينو سره په خپل منځي جګړو کې بند شوه او ګټه يې داوه چه په کابل دبريدونو به ځاي دوي يوبل زمونږ دسترګو له وړاندې په راکټونو ويشتل. 
دپخواني حکومت دغه مامور چه دنجيب په ملګرتيا دپرچم شاخې ته وفادار پاته شوي دي دي  هيله کوي چه له تيرو بدو کړنو په زده کړه نور د سولې په نوم بده دسيسه پلي نه شي. 
هغه په موجوده سوله هم شک وښوده دپخواني رژيم دمصالحه ملي  پروګرام سره يې مشابهه کړ ويويل ددې په ځاي چه سولې ته کار وشي دطالبانو د ليکو دتخريب او خپل منځي بي باوري ته يې کار کيږي چه له تيرو به تجربه داسې کړنې دلنډمهال لپاره ګټورې دي خو داوږد مهال لپاره دقومي، مذهبي او سمتي کرکو او تربګنۍ لامل کيږي.  يوه بله موضع چه هغه اشاره ورته کوي هغه داده چه دموجوده حکومت په پرتله دنجيب حکومت دمصالحه ملي، په وخت کې قوي موقف او ژمن مامورين لرل، خو اوس يې دسولې دغه اساس پړاو کې دمحمداشرف غني حکومت کمزوري غړي يې متفرق وبلل چه دده په خبره دسولي دبروګرام مدريت خوڅه! چه دسولې دپلاوي ټاکلو توان نلري ځکه نو انديښنه يې وښوده چه د سولې په نوم به ګڼه نړيواله استخباراتي شبکي دطالب دسولې په نوم هيواد کې ريښې وغځوي 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2695467450502407/?d=n

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و ششم بهمن ۱۳۹۸ساعت 22:13  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

راديو

له راډيو څخه د ناوړه ګټې يوه وړه بيلګه او خاطره چه په زرهاو نورو هغو مو هيواد کې دلالت کوي. 
(دراډيو نړيواله ورځ)

د ۲۰۰۸م کال ژمي پيل سره کرۍ شپه اورښت سره د سهار څرک شو، لمانځه څخه تازه راګرځيدلي وم چه د هرې بلې ورځې په څير مې تلفون ته داوريدونکو زنګونه راسر شوه، د الله خير! په ويلو مې دهوکې ټڼۍ ووهله فکرمې کاوه چه بياچرته بمبارد شوي دي. دا هغه کلونه وه چه فراه شندند او بالامرغاب کې ددرنو بمباريو ملکي مرګ ژوبلې زړونه وهم زده کړي وه. 
خوداځل هم خبره دملکي تلفاتو وه مګر په بيله بڼه تلفون کونکي ځان له غوريانو ولسوالۍ يو مالدار راوپيژانده ويويل څوتنه مسافر يې سيمې ته نږدې يخ وژلي مړي يې واوره کې بند دي او له حکومته يې دژغورنې وړانديز لاره. 
مايې هم سمدلاسه ستونځه ولسوال سره شريکه کړه خبر يې تاييد کړ ويويل اته تنه وژل شوي دي خوقربانيان يې دمخدره توکو قچاق وړونکي وبلل چه دشپې په مهال د مذدورۍ په بدل کې ايران پولې ته نږدې يخ وژلي دي. 
مايي هم خبرکټ مټ نشر کړ يوه ورځ وروسته چارواکو خبره بدله کړه دهرات والي کنفرانس ورکړ ويويل وژل شوي کسان ۸۰ تنه ولسي خلک او له حکومته يې دمرستې غوښتنه وکړه 
دامهال ولسمشر کرزي صاحب وه دعاطفې له مخې يې متضررو سره دمرستې او جدي تحقيق امر ورکړ پلټونکي هيت دقربابنانږ شمير ۸۰۰ اته سوه وښوده مالي زيانونه يې په ورگ کډکړل ويول چه ۵ سوه زره ميږې او پسونه قتل او مليونه نور دلوږې تهديد سره مخ دي سلګونه کورونو د نړيدو يې هم وويل چه خبريې لا زه هم هک حيران کړم. دولت هم دبيړنۍ مرستې ټټر وواهه دغميزې همدغه خبر دوه مياشتې دوام وکړ راډيوګانو يې تاوده خبرونه خپرول تلفات دهربلې په ورځ تيريدو زيات ګنل کيدل خو په حقيقت کې نه چاه قربانيانو جسدونه او نه هم اړمنو سره دعملي مرستې رسيدو جريان په مستن توګه وکوت خو پيسې له مرکزه راوړل شوې. خبره تر راډيو وه حتي دګڼه راډيوګانو خبرونو زه هم ځان سره واخيستم اوس مې نو ځکه قربانيان زيات شميرل چه دخبرڅانګې زما په وينا نه بلکې دچارواکو به خبره او نورو راډيوګانو په راپور اتکالرله نه په حقايقو، ښه مې په ياد دي دخپرونې مجري دلايف راپور رته وويل ماورته دا ټول افوهات وښودل خو هغه چه اوس هم ژوندي دي راته وويل چه داټولې راډيوګاني دروغ وايي ته هم افوهات ووايه مايوسه سوم ددې لپاره چه دنده له لاسه ورنکړم هغه دعواموخبره ښه شاخل مې ورته ودلول، چه په ويلو يې لا اوس هم ضمير ته خجالت يم. 
نو که همدغه موضوع دجنګي خبرونو يوه بيلګه ياده کړو ويلي شو چه مونږ له راډييي تبليغاتو څومره ناوړه ګټه پورته کړې ده. 
شزف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2691253294257156/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و چهارم بهمن ۱۳۹۸ساعت 22:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

حکومت هم داخيارالدين په ناروغتيا خپه شو

حکومت د اختيارالدين درنځ خواخوږي وکړه. 

د ماشومانو ښې راتلوتکې ته افغان حکومت ژمن، او دښونې،روزنې ترڅنګ يې دسالم صحت پام هم ساتي. 
دا خبرې واشنګنټن DC کې دافغانستان د سفارت ځينو مسولينو نن دجمعې په ورځ دفبروري په ۷ نيټه په يوه ځانګړي مجلس کې راسره وکړې.  
مجلس د اختيارالدين ناروغي ته دبهبود په موخه دسفارت د يولوړپوړي مامور ښاغلي هارون حکيمي، په نوښت دسلاح او مشورو په موخه جوړ شوي  وه. نوموړي له خپله لوري د هر ممکنه کومک  ډاډ راکړ. 
اختيارالدين زماکشر زوي دي۶ کاله عمر لري د ښونځي ممتاز. زده کونکي کابل کې ميشت دي، په داوروستيو کې ناببره په يوه نا علاجه ناروغي اخته شو،  چه اوس د ډاکټرانو له جدي څارنې لاندې او داوږد مهال په موخه يې درمل ورته توصيه کړي دي. 
ځکه نو دروغتيا دعا ورته کوم او د رغيدو هيله يې خدايﷻ څخه کوم. 
خو داچه د ګڼه نورو دوستانو په څير افغان سفارت مې د زوي د ناروغي خواخوږي او دممکنه مرستې ټټر راته وواهه د زړه له کومې مننه ترې کوم... باور مې لا زيات شو چه افغان حکومت د نوي نسل د پرمختګ له پاره په ټول ځواک کار کوي.
داچه،  د سفارت کارانو ټولې کړنې د مرکزي حکومت له دستور سره تنظيميږي نو په دغه ډول ويلي شوم چه حکومت به دورته تګلارې په بنياد دماشومانو لپاره رغنده ګامونه واخستلي شي. د کوم څه په سبب چه زمونږ وران ويجاړ هيواد د ابادي او دکرکې فضا د سولې په لور سوق کيدلي شي. 
دهغو په وينا داختيارالدين نارغي څخه سفارت کاران سوشيل مډيا په کتنه خبر شوي دي هغه څه چه ماشومانو راتلونکې ته دحکومت ژمنتيا ثابتوي. 
بايد په مننې سره يادونه وکړم چه اختيارالدين ته دسفارت د مطبوعاتي چارو مسؤل ښاغلي اغاصب او هارون حيکيمي په داسې سلوک دهمدردي احساسات اودمرستې ليوالتيا څرګند کړه چه په اصولي لخاظ يې تر دندې لوړ، يا بهر وه، نو په دغه توګه ويلي شم چه ياد کسان په خپلو اصلي دندو کې لا وړ او ورته، سلوک يې دخلکو باور لا خپلولي شي. 
شرف الدين ستانکزي. 

نوټ: ممکن ځينو دوستان د نيوکې په ډول د يادو کسانو دستاينې د څرنګوالي سوال وکړي  مګر هغوي ماته دخپلې دندې خلاف ژوره خواخوږي او ذمرستې ډاډ راکړ ور ويې بللم. هو  به ښکاره ډول هيڅ رانکړه مګر په حقيقت کې يې په خواخوږي زما زړه واخيست چه په حکومت کې همداسې نيک احساسه خلکو ته اړتياده ځکه مې مثبت فکر ددوي په حق کې پيدا شو  او په ډيرصفت ارزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2679220812127071/?d=n

+ لیکل شوی په  شنبه نوزدهم بهمن ۱۳۹۸ساعت 0:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

اخيارلدين ناروغ دي.

ځان ته به ډاډګيرنه ورکوم. 

دغه زوي مې اختيارلدين نوميږي شيبه وړاندې مې روغتون کې خبرې ورسره وشوې، د يوې ناځوانه ناروغۍ خبر مې يې پيښې سستې زړه بيواکه کړ. 
انسان کمزوري او اولاد شيرين دي،  په دخاطر چه خدايﷻ راڅخه ناراضه نشي مسافري حال ده بل خواخوږي نشته راسره ځان ته مې د ډاډ هڅه وکړه. سوړ اسويلي مي وکيښ لاسونه مې ومروړل سترګې مې اسمان ته سمې کړې سمدلاسه مې هغه زرګونه اوسلګونه پلرونه خيال ته انځور شوه چه د جګړې له کبله يې زما تر زويه ښکلي ګلرنګه ماشومانو د وجود غوښې د بمونو چاودنو له کبله لمن کې راټولې او خاوروته سپارلي دي... يا يې هم د زړه ټوټې د انسان تښتونکو تورو منګلو کې اسير وي، توبه مې وښکله خداﷻ ته مې رجوع لازياته وشوه سوال مې وکړ چه له سخت ترينو او بد ترينو مو وساتې، خدايهﷻ نور مو ګلالي ماشومان خوندي کړه. 
اختيار،  چه په انځور کې دخور او ورو مينځ کې ښکاري دادوه کاله پرلپسې دټولګي او سږکال د ښونځي په کچه لومړۍ نمره او ستاينليک خپل کړي دي، عقل او کړه وړه يې له اصلي عمره پاخه دي، خو دخدايﷻ هرې فيصلې ته به لبيک وايو  هغه شپږکاله عمر لري همداشيبه دکابل يوه روغتون بيړنۍ برخه کې له يونامرده ناروغي رنځ ګالي خو ماسره چه دنټ په زريعه له روغتون څخه خبرې کولي د ژوند له دغو ټولو ناخوالو ناخبره وه، ويل يې روغ رمټ يم او کورنۍ يې هسې خوشې ډاکټر ته راوړي دي. هغه ته مې ځواب نلاره چوپتيامې غوره وګڼله مګر زړه کې مې ويل: زويه!!! مونږ د دروغجن خو ته د روغ شې؛ 
افسوس د وطن په حال مونږ له استعدادونو طالع نلرو ... موضوع مې ځکه دوستانو سره پاڼه کې شريکه کړه چه يو خو په دغه ډول خپل تشويش تاسو سره شريکوم. دوهم دا چه د ژوند دغه ډول بدو خبرونو سره فقد او فقد خدايﷻ څخه مرسته اړينه ده اوبس. 
شرف لدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2669127319803087/?d=n

+ لیکل شوی په  شنبه نوزدهم بهمن ۱۳۹۸ساعت 0:37  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د ښځو په وړاندې زور زياتي

پرمختللې نړۍ او زمونږ د کورني تاوتريخوالي خويونه

په کاناداکې ميشت يو افغان ښځې ته د مرګ په دسيسه ونيول شو. 
محلي رسنيو د پوليسو په تاييد دغه خبر خپورکړي دي، زياتوي چه نږدې پنځوس کلن سړي په ياد تورنيول شوي دي. 
دسړي اصلي هويت افغان ښودلشوي دي، دخبر په دوام ويل شوي دي چه متهم، دکورني اختلاف په بنياد د ستيف،  په نوم يوه کاندايي وګړي ته پيسې منلې وي چه په بدل کې يې دهغه ښځه او مدافع وکيل ووژني. خو ياد تن چه افغان ته ځان اجرتي قاتل ورپيژنذلي وه، په حقيقت کې خفيه پوليس وه او دثبوت تر کره کولو وروسته يې موضوع رسمي کړې ده. 
امنيتي ادارې په موضوع څيړنه کوي  داختلاف اصلي علت يې لانده روښانه خو ويل کيږي تير کال يې هم ښځې ته دزهرو د ورکولو ناکامه هڅه کړې وه. 
په افغاني ټولنه کې په ښځو دتاوتريخوالي دود پراخ دي چه تر ډيره بريده يې رسنۍ طالباني تفکر بولي. خو  په پرمختللو هيوادونو کې ورته پيښې دانظريه له منځه وړي ځينې کارشناسان يې دافغاني ټولنې مردانه خويوينه بولي چه دغيرت په نوم يې پيښې ولس کې مروج دي. 
په لوديځو هيوادونو کې د کاناډا پيښه يوه هغه نده چه په ښځو دزورزياتي نقل په تمام کړي شي، بلکې ډير نورموارد هم لري چه بله بيلګه يې په داوروستيو کې دامريکا يوستيت کې هم پيښه شوه په کومه کې چه يوه افغان د خپلو دوه ماشونانو له مخې خپله ځوانه ميرمن دچاقو په زريعه ووژله د دغې پيښې عامل هم دتيښتې په وخت کې پوليسو ونيولو. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2662597350456084/?d=n

+ لیکل شوی په  پنجشنبه دهم بهمن ۱۳۹۸ساعت 18:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

حقيقت څه ده مولوي مجيب الرحمن انصاري.

څوک به ريښتيني وي!!! جزيات يې په راپور کې. 

له متن او انځور سره موښتي پيغامونه دګڼه هغو، کمکۍ بيلګه ده چه په داوروستيوکې دهرات ځينې قلموال او پيژندل شويو اشخاصو داعتراض په توګه دمستجر، يا په ورته نورو وسيلو زما په ادرس راستولي دي. دوي دا غبرګون دهرات د يوه ديني عالم د شريعت د پلي کولو په اړوند زما،  ديوه راپور تر نشرولو وروسته څرګند کړ. 
دغو اشخاصو له منځه يوهم د هرات د يوې روحاني او مشهورې علمي کورنۍ غړي دي، چه زه يې دلته دموضوع دحساسيت او شخص له اجازې پرته نوم نشي ښودلي، دهرات مشهور ديني عالم مولوي مجيب الرحمن انصاري، د وروستيو اعلاميو خپرولوله کبله په مذهبي، قومي اختلاف تورنوي وايي چه ياد شخص دپخواني والي ښاغلي اسمعيل خان په لمسه پارونکي کارونه کوي نه دهغه په خبره دخدايﷻ او رسول په موخه. (جناب استانگزي صيب اول راجع به شخصيت مجيب معلومات حاصل كنيد نه شخصيت فيس بوكي شخصيت حقيقي ان)
دغه سړي دمولوي مجيب الرحمن انصاري،  خبري او عمل په تقابل کې وښوده او دفسبوکي څهرې بڼه يې ورکړله. 
ديته ورته نورو دوستانو هم په غږيز او نوشتاري ډول تورونه لګولي وه چه بله بيلګه متن سره موښتو انځورونو کې ديوې مدني فعالې ده، څوک چه موجوده حکومت کې منصب هم لري. 
هغې هم ورته ډول يادښتونو باندې ځان او هراتي ټولنه اسلامي مقدساتو او سنتو ته ژمنه ګڼلې ده، ورسره په څنګ کې يې دټولو قوانينو مجري حکومت ياد کړ ياد ملايې زورواکي او داسمعيل خان معکوس شکل وښوده. (حداقل گفته میتوانم ، که مه از هرات هستم و این ادم را خوب میشناسم )
خو بايد ووايم چه ښاغلي اسمعيل خان دغه تورونو ته ځواب لانده ويلي. 
 که څه هم د هيواد په کچه ګڼه خلکو د هراتي ملا خبرو ته دتاييد او ملګرتيا ټټر هم وهلي دي. خو بياهم دځينو مدني فعالانو دغه  غلغله هغه وخت راپورته شوه چه په داوروستيو کې دهرات دګازرګاه شريف دجوماعت خطيب مولوي مجيب الرحمن انصاري، له اخلاقي فساده په شکايت حکومت څخه دامرال بلمعروف او نهيه عنلمنکر وزارت،  دجوړښت او هيواد کې د الاهي احکامو دپلي کولو غوښتنه وکړه. 
دخپلو غوښتنو په تاييد يې هرات ښارواټونو کې ځينې لوحې هم بندې کړې چه په ليکلې ډول يې دښځو په حجاب رعايت ټينګار کړي وه. 
د خبرونو په بنست دهرات والي به اوايلو کې موضوع ته په محتاط ډول غبرګون وښوده ويويل مولوي انصاري يې دوست او نه غواړي چه تقابل کې يې واقع شي. خو لږ مهال وروسته يې خبرې تصحيح کړي په نوي بيان کې يې وويل ملاسره يې ملګرتيا په خپل ځاي، خو دقوانينو په اجزأ کې چاته دخپل سريو اجازه نه ورکوي. 
که څه هم له مدني اعتراضونو سره، ويل کيږي د مولوي مجيب الرحمن پلويانو دهرات له واټونو خپلې نوشتاري لوحې بيرته لرې کړي دي، خو ښاغلي مجيب الرحمن انصاري، د خلکو نيوکو ته په ځواب دجمعې خطبه کې ځان او ورسره ملګري خدايي خدمتګار ښودلي، وايي هيڅ سياسي ډلې ياشخص سره تړاو نلري، نعره يې دخدايﷻ په خاطر او خپل هدف به دهغه په وينا په مخ بيايي. 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2655161181199701/?d=n

+ لیکل شوی په  دوشنبه هفتم بهمن ۱۳۹۸ساعت 21:58  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

حسيب قواي مرکز

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2657022727680213/?d=n

دغه تن چه په حسيب قواي مرکز شهرت لري او حکومت څخه فراري دي. د هغه خپل سرې کړنې يوطرف د بحث خو په تازه وديو کې چه څه وايي قابل د غور څيړنو وړ دي. 
داسړي ځان دملي امنيت پخواني مامور ښيي تور په پورې کوي چه کابل کې دهدفي وژنو نږدې ۵۰ سلنه دملي امنيت دځينو کړيو له خوا پلي کيږي هغه د خپلې ادعا دثبوت لپاره دځينو چارواکو نومونه ګڼي او شواهدو د شتون يادونه کوي چه ملي امنيت کې دهدفي وژنو د۶ مشهورو سياسيونو دقتل دندې څخه يې سرغړونه کړې ده. چه مولوي متوکل، قوماندان ګل حيدر، حميد خراساني، او دکوم ديني عالم نوم هم ورسره بولي   
حسيب حکومت او قانون ته ځان متعهد ګڼي خو په وړاندې لانجه يې فردي وښوده. ښايي دا تورونه بنياد ونه لري خو دلته چه داسړي دکومو حکومتي اشخاصو ځنځيريي وژنو کې د دخالت نومونه اخلي ولس ته يې بايد موضوع ښکاره شي که نوموړو د حکومت له هدايت پرته چه اصولن حکومت داسې جواز چاته نه ورکوي په خپل سر دداسسې وژنو طرحه پلي کړي وي خطرناکه او بايد وپوښتل شي او د رد يا منلو غبرګون يې لازم دي.  ځکه د موضوع د پټ پاته کيدو صورت کې په امنيتي ادارو دخلکو باور لا زيان من کيږي.   
ستانکزي.

+ لیکل شوی په  دوشنبه هفتم بهمن ۱۳۹۸ساعت 21:56  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د پښتون بې وسي

هي، هي بي وسي !!!
په منظور پښتون خپه يم، زړه مې غواړي ورځې اوشپې په اړوند ليکلو او ويلو کې وقف کړم. او دپنجابيانو کرغيړنه څهره لا توره وښيم.  مګر لکه دزهرو په غوړپ بيرته خپل احساسات کنترولوم. داځکه ځيني وخت داسې راشي، چه ددوست دفريادنه به هډو اخلي ( چوپ تيا به غوره کوي) په دمعني که دچيغه ورسره غبرګه کړه ؛ د ملهم په ځاي د په زخونو لا مالګې ور ودوړولې. څومره چه مونږ خواخوي ورسره ښيو دښمن به يې همهغومره شکنجه کوي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2657096691006150/?d=n

+ لیکل شوی په  دوشنبه هفتم بهمن ۱۳۹۸ساعت 21:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ريښتيا څه دي!!! ؟

څوک به ريښتيني وي!!! جزيات يې په راپور کې. 

له متن او انځور سره موښتي پيغامونه دګڼه هغو، کمکۍ بيلګه ده چه په داوروستيوکې دهرات ځينې قلموال او پيژندل شويو اشخاصو داعتراض په توګه دمستجر، يا په ورته نورو وسيلو زما په ادرس راستولي دي. دوي دا غبرګون دهرات د يوه ديني عالم د شريعت د پلي کولو په اړوند زما،  ديوه راپور تر نشرولو وروسته څرګند کړ. 
دغو اشخاصو له منځه يوهم د هرات د يوې روحاني او مشهورې علمي کورنۍ غړي دي، چه زه يې دلته دموضوع دحساسيت او شخص له اجازې پرته نوم نشي ښودلي، دهرات مشهور ديني عالم مولوي مجيب الرحمن انصاري، د وروستيو اعلاميو خپرولوله کبله په مذهبي، قومي اختلاف تورنوي وايي چه ياد شخص دپخواني والي ښاغلي اسمعيل خان په لمسه پارونکي کارونه کوي نه دهغه په خبره دخدايﷻ او رسول په موخه. (جناب استانگزي صيب اول راجع به شخصيت مجيب معلومات حاصل كنيد نه شخصيت فيس بوكي شخصيت حقيقي ان)
دغه سړي دمولوي مجيب الرحمن انصاري،  خبري او عمل په تقابل کې وښوده او دفسبوکي څهرې بڼه يې ورکړله. 
ديته ورته نورو دوستانو هم په غږيز او نوشتاري ډول تورونه لګولي وه چه بله بيلګه متن سره موښتو انځورونو کې ديوې مدني فعالې ده، څوک چه موجوده حکومت کې منصب هم لري. 
هغې هم ورته ډول يادښتونو باندې ځان او هراتي ټولنه اسلامي مقدساتو او سنتو ته ژمنه ګڼلې ده، ورسره په څنګ کې يې دټولو قوانينو مجري حکومت ياد کړ ياد ملايې زورواکي او داسمعيل خان معکوس شکل وښوده. (حداقل گفته میتوانم ، که مه از هرات هستم و این ادم را خوب میشناسم )
خو بايد ووايم چه ښاغلي اسمعيل خان دغه تورونو ته ځواب لانده ويلي. 
 که څه هم د هيواد په کچه ګڼه خلکو د هراتي ملا خبرو ته دتاييد او ملګرتيا ټټر هم وهلي دي. خو بياهم دځينو مدني فعالانو دغه  غلغله هغه وخت راپورته شوه چه په داوروستيو کې دهرات دګازرګاه شريف دجوماعت خطيب مولوي مجيب الرحمن انصاري، له اخلاقي فساده په شکايت حکومت څخه دامرال بلمعروف او نهيه عنلمنکر وزارت،  دجوړښت او هيواد کې د الاهي احکامو دپلي کولو غوښتنه وکړه. 
دخپلو غوښتنو په تاييد يې هرات ښارواټونو کې ځينې لوحې هم بندې کړې چه په ليکلې ډول يې دښځو په حجاب رعايت ټينګار کړي وه. 
د خبرونو په بنست دهرات والي به اوايلو کې موضوع ته په محتاط ډول غبرګون وښوده ويويل مولوي انصاري يې دوست او نه غواړي چه تقابل کې يې واقع شي. خو لږ مهال وروسته يې خبرې تصحيح کړي په نوي بيان کې يې وويل ملاسره يې ملګرتيا په خپل ځاي، خو دقوانينو په اجزأ کې چاته دخپل سريو اجازه نه ورکوي. 
که څه هم له مدني اعتراضونو سره، ويل کيږي د مولوي مجيب الرحمن پلويانو دهرات له واټونو خپلې نوشتاري لوحې بيرته لرې کړي دي، خو ښاغلي مجيب الرحمن انصاري، د خلکو نيوکو ته په ځواب دجمعې خطبه کې ځان او ورسره ملګري خدايي خدمتګار ښودلي، وايي هيڅ سياسي ډلې ياشخص سره تړاو نلري، نعره يې دخدايﷻ په خاطر او خپل هدف به دهغه په وينا په مخ بيايي. 
شرف الدين ستانکزي

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2655161181199701/?d=n

+ لیکل شوی په  یکشنبه ششم بهمن ۱۳۹۸ساعت 23:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ماتر لوترکینگ ورځ  د۲۰ جانوری امریکاکی رخصتی

ميړني وي چه ياديږي. 

نن په امريکا کې عامه رخصتي ده. درخصتي وياړ يې Martin Luther king دمارتين لوترکينګ په نوم يوه رهبر ته ځانګړې شوې دي چه د تاريخي رواياتو په بنست موجوده امريکايې له خپل سريو ظلم، فقر او نابرابري ژغورلې ده. لوترکينګ په ۱۹۲۷ اپريل کې زيږيدلي، دين يې مسحي ياد شوي دي په ۱۹۵۵م کال دازادي د غرزنګ مخکښ شو دمدني حقونو د عدم تشدد لار يې خپله کړه دنابرابري خلاف يې غږ اوچت کړ  چه په ملي بس کې تورپوستو ته په څوکۍ دنه کيناستو دقانون خلاف چيغه يې تر ټولو مشهوره ده. دبيلګې په توګه يې دانقل ډير ياديږي چه کله دروزا پارک په نوم يوه تور پوستې ميرمن بندي کړي شوه کينګ دواکمنۍ په مهال لومړۍ کس وه چه د روزا په خواکې ودريده روزا هغه مهال د يوه سپين پوستي ترخوا دملي بس په څوکي کيناستلي وه هغه چه د قانو له مخې تورپوستو ته اجازه نوه څو سپينيانو سره په څوکي کيني يا ګډخوراک او څښاک ورسره وکړي 
کينګ تورپوستي وهڅول څو ديادقانون خلاف ملي بس تحريم کړي. تورپوستوهم ۳۸۱ ورځولپاره موټرو کې له سفر ډډه وکړه چه پايله کې يې دملي بس سيستم تاواني او مبارزې يې رنګ راوړ. ديته ورته نور خدمات يې لاهم امريکايان خاطرو کې لري.
په دسربيره چه خپله مبارزه کې بريالي شو خو په ۴ د اپريل ۱۹۶۸م دعيني مبارزې دبريا دتجليل په يوه لويه غونډه کې ديوه مخالف امريکايي له خوا د خبرو جريان کې په ټوپک وويشتل شو. قاتل يې دستګير او د وژنې په څرنګوالي يې لاهم اکثريت دملت دڅيړنو جريان څخه قانع نه دي. قبر يې واشنګټن کې دي او له ۱۹۷۱ م کال راهيسې په دوامداره توګه دجنوري ۲۰ باندې د کينګ په ياد عمومي رخصتي وي. 
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2643717035677449/?d=n

 

 

+ لیکل شوی په  سه شنبه یکم بهمن ۱۳۹۸ساعت 1:13  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |