باچاته دملت حااذ
باچا دفيل په غوږ کې.
جګړه مسير، دښمن ضمير حقوق بشر نلري.
له ژوندانه خلک بيزاره دي باور. نلري
کشران اغواء، شتمني غلا، عزت د خاورو خمير
څنګه ډاډه شو چه ناموس دلته خطر نلري
خدايه! بې وسه يو، بې کسه يو بچو ترمخه
دښارپه منځ کې پلار قتليږي، پوښتنګر نلري
نه انسانيت، نه اسلاميت، نه افغانيت ته ژمنتيا
دمره کثيف زړه خو دغرونو ځناور نلري
په شيرين ډوله جنکو پسې ماران وتلي
دمؤمين خان، مو لاس تړلي دي خنجر نلري.
د خوښۍ وراه يې د ماتم په جنازه واوښته
دناوې کور کهول بمبارد دي زنده سر نلري
سر په سجده دمقتديانو ککري غوڅې شوې
ملاشهيد مساجد ړنګ محراب ممبر نلري
د کفنونو بازار ګرم خو د ژوند مارکټ سوړ
له تابونو سيوا بل شي کسبګر نلري
اولس مو خوار ځوانان وزګار خلک هجرت ته اړمن
فردي امنيت مو په هيواد کې هيڅ نفر نلري
ربهﷻ ناراضه نشي هسې تش پوښتنه کوم؟
توره موشرنګ، وينې مو رنګ اوښکې اثر نلري.
د شکايت مرجع يا شته نه يا ورتلي نشي څوک
حاکم د دنګو ديوالو شاته دي ور نلري
د بشريت په تش نامه ودان کاذب سازمان
ښايي ړوند شوي وي په ستونځو مو نظر نلري
د وخت ناخوالې ستانکزي دي مستند کتلي.
باچا د فيل په غوږ کې خوب وړي خبر https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2488626261186528?d=n&sfns=mo