دلور وژونکي مې حکومت ازاد کړي وه.
دمينې مور.
مينه منګل دوه کاله دمخه تښتول شوې وه عاملين يې تر نيولو وروسته عدلي او قصايي ارګانونو دپيسو او وسيلو په بدل کې ازاد کړل.
داد مينې منګل دمور خبرې دي چه د مينه تر وژلو وروسته يې نن په يوه ويډيو کې د عدالت لپاره ولسمشر غني ته دپلو، (څادر) په غوړولو د پوښتنې زارۍ وکړې.
مينه منګل، ليکواله او ځوانه خبرياله وه جه تيره ورځ کارته نو دکابل کې ناڅرګندو وسله والو ووژله.
دکابل پوليس وايي دمينې دقتل په تور د هغې پخواني ميړه شکمن اوس له سيمې تشيدلي خو دلټون کار يې روان دي.
د مينه منګل، مور په دغه ويديو کې دخپلې لور دقاتلانو په تور د ۱۵ کسانو يادونه او دځينو نومونه هم اخلي چه دهغې په وينا برايي کال يې تر تښتولو وروسته مرګونې وهلې وه. قضيه يې حکومت کې ثبت او رسمي کړه داميرمن د څوتنه څارنوالانو نومونه هم څرګندوي چه ددې په وينا د پيسو په درغلي يې دمينې حمله کونکي ازاد کړل.
دا مورکۍ چه د سلګو غريو يې خبرو کې اخلې وايي د سوشيل ميډيا په شمول يې ښکاره په ييلابيل ډول تهديدونه ورته کول چه په خپل وخت يې اړوند چارواکي په خبرکړي اما اقدام يې نده کړي.
ويديو د معتبره رسنيو له خوا په سوشيل مډيا کې شريکه شوي ده، خو بايد ووايم چه کره والي يې لا په رسمي توګه حکومتي مامورينو نده تاييد کړې.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100022892716782/posts/450337095739377?s=100001175349845&sfns=mo
دوستانو که عدالت پلي کول غواړي د متن په شيرکولو کې مرسته وکړي. چه تر ارګه ورسيږي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2163692100346614?s=100001175349845&sfns=mo
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و دوم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 1:12  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
ځانځاني او خپل منځي لانجې مو نه يواځې په کوردننه دمرګ ژوبلې او بيوزلۍ لامل شوې، بلکې په سيمه او ګاونډيو هيوادونو کې يې زمونږ باور او عزت خاورو سره خاورې کړ. دغو انځورونو کې يو يې د پخواني پاچا اميردوست محمد خان اړوند دي چه د وخت دايران عسکر يې پښو ته د درنښت ګونډې وهلي دي.
هغه مهال افغانانو سياسي وحدت او ځواکمنه کرکزي اداره لرله چه دوخت زبرځواک انګريز يې په لړزان راوستي وه.
خو دوه نورو کې بيا زمونږ ننۍ کمزوري ښيي، چه يو يې دپاکستان لومړي وزير ته د روغتيايي خدمتونو له کبله دلاس ښکلولو ته په سرخم. اوبل کې دهيواد داجرايه ريس معاون د ايران مشر تابه ته دتمعلق سرټيت کړي دي.
دا صحنې د يادو هيوادونو د تقويت په معني نه، بلکې زمونږ دکمزورتيا څرګندونه کوي.
په ټوله کې يې لامل خپل منځي لانجې دي چه مسؤليت يې دجګړې دواړه اړخونه حکومتي چارواکي او طالبان په غاړه لري. آ خدايه سوله.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2163132777069213?s=100001175349845&v=i&sfns=mo
+ لیکل شوی په شنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 17:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د مينه منګل وژنه سياسي نه بلکې جنايي ښکاري د پلارګنۍ له خوايي پخواني خسرانه، مظنونه شوې، ميړه يې تښتيدلي او پوليسو يې د نيولو هڅه پيل کړې ده.
دا خبرې د کابل د پوليسو دقوناندانۍ له خوا نن رسنيو ته وشوې ويويل په جديت په فضيه باندې پلټنه کوي.
مينه منګل، تيرمهال کې خبرياله اوس د ولسي جرګې د يوې کميټې مشاوريت لاره؛ چه نن د کابل کارته نو سيمه کې ناڅرګندو کسانو په ډزو ووژله شوه. ويل کيږي مينه منګل، پخواني ميړه څخه جلا شوې وه او په جنجال کې څو پلا دمرګ ګواښونه هم ورته شوي وه.
مظنون ميړه، يې هم د ولسي جرګې کومه برخه کې ويل کيږي دنده لرله.
د متهم شخص کورنۍ يا کومې بلې وسله واله ډلګۍ لاد دغې وژنې مسؤليت نده منلي.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2163069920408832?s=100001175349845&v=i&sfns=mo
+ لیکل شوی په شنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 16:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دغه مسجد د ادم، اسلامي سنټر په نوم دي ورجنيا ايالت کې اباد دي.
په امريکا کې دمسلمانانو دکلچر د څيړنو په جريان کې مودريمه روژه دلته ماته کړه. خدايﷻ دقبوله کړي. يو څه چه دلته مې خوښ شوه هغه دا چه د نړۍ ګوټ ګوټ اتباع مختلفې ژبې او رنګونو خلک په کې راټول شوي يواځې دمسلمان په نوم يوله بله پيژندګلوی لرله هيچاهم د يوبل دمذهب په اړه سوال او تعصب نه څرګنداوه ښځې او نه نر، په يوه چتر خو جلا ميزونو کې ډوډۍ خوړه او دلمونځ ځاي يې هم مشترک اما د صفوفودجلاوالي په غرض يې منځ کې يوه وړه مانع ليدل کيده.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/sharafstankzai/videos/2158973904151767?s=100001175349845&v=i&sfns=mo
+ لیکل شوی په پنجشنبه نوزدهم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 20:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د ماشومانو ژوند ته پام وکړي.
(غميزه.)
مالک د موټر بارګين والا ته وويل د ګل غوندې يکدانه زوي مې يې وژلې رنګ يې رانه ورک کړه نوريې نشم ليدلي قاتل دي...!
موټر خرڅونکي يې مالک څخه علت وپوښت.
ورسره څنګ کې وويل دا موټر خو تا برايي ورځ دلته وپيريده نونن يې بيا خرڅوې ولې؟
مالک ورته کړه: هو په شوق مې اخييستي وه بدمرغه مې شوق مات کړ. د نقل په دوام يې وويل: تيره ورځ دکوم کار لپاره ښار ته لاړم څلور کلن زوي مې هم ملتيا کوله د څو شيبو لپاره دکان کې ګير شوم په بيرته راستنيدو مې دموټر بندو شيشو شاه ته له ګرمۍ ماشوم ساه ورکړې وه.
دغه کس نور په ژړا غريو واخيست په ځمکه کيناست فقد دمره جمله يې وويل. بل زوي هم نه لرم. خرڅوه يې.
دا نقل د څوګلونو زوړ هلمند کې تير شوي دي.
اما تازه پيښه چه د درې ماشومانو انځور ګوري تيره ورځ هرات حوزوي روغتون ته دهمدغه ګل ماشومانو په وژنه رامنځته شوه.
د هرات يوه کورنۍ ادعاکوي حوزوي روغتون ته د يوه رقابتي پوست لپاره ورغلي وه، له خپل درې اولادونو ځکه ځان سره بيولي وه چه په کور کې يواځې پاته کيدو يې د انسان تښتونکو وهم وه دوي (ميړه اوښځه) روغتون ته په ننوتلو خپل ماشومان موټرکې پريښول، چه دڅو ساعته په ځنډ په ورتګ سره يې دوه کمکيو ماشومانو داکسيجن دکمښت له کبله ساه ورکړې وه دريم يې په مړزواندي حال روغتون ته وړي مګر دزيات رنځ له کبله وخت له وخته تير وه، ونه ژغورل شو.
د کار تلاش او د کورنۍ مجبوريت يو پلو، خو ماشومانو سره بې احتياطي مو وطن کې بله غميزه.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2158609400854884?s=100001175349845&v=i&sfns=mo
+ لیکل شوی په پنجشنبه نوزدهم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 20:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په کندز او لويه پکتيا کې د افغاني دود، خلاف په جلا پيښو او جلا صفوفو ته منسوب د ښځو په وړاندې دوه د تاوتريخوالي يا بې عزتي پيښې ناڅاپه نه، بلکې دشرميدلي پنجابي دسيسه راته ښکاري، چه د مهمندو ايجنسي شرم ته پرده پر ورکوي.
که څه هم په لويه پکتياکې ديوې ميرمنې او زوي وژل يې په د جرم چه خاوند يې حکومت کې دنده لري طالبان فردي جرم او په کندز کې دعامه نظم د يوه ساتونکی له خوا په يوه ميړوښه ښځه جنسي تيري ځايي چارواکي فردي جرم ګڼي، چه بې له شکه هم همداسې دي.
اما دا چه د خيبر پښتونخوا مهمندو ايجنسي کې يوې پيغلي په مشروع دفاع کې يوپنجابي افسر قتل کړ، دهغه هيواد لپاره نړيوال شرم لامل شو او ددغه شوم عمل د پټولو لپاره يې ممکن دحکومت او طالبانو په ليکو کې له خپل نفوذه په استفاده د لويې پکتيا او کندز پيښې تنظيم کړي وي.
نو عام افغانان هم حکومت او هم طالبانو ته په کلکه وايي چه اړونده پيښې جدي بررسي عاميلينو ته يې ترسختو سخته سزا ورکړي داځکه دوي يوه يې د طالب له وسلې، لباس او موقفه په ناوړه ګټه او دوهم يې هم دعامه نظم له يونفرم څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. چه جرايم سنګين ګڼلي شو.
شرف الدين ستانکزي.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2154310554618102?s=100001175349845&v=i&sfns=mo
+ لیکل شوی په پنجشنبه نوزدهم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 20:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دقوم مينه
جهاني صاحب د( ور ) دکلتوري ټولنې بلنه رد کړه.
شيبه وړاندې مې په ټلفوني اړيکه دپښتنو قوم په استازولۍ د (ور) په انګړ کې ښاغلي ته د يوې ميلمستيا بلنه ورکړه، څو په ميلمستيا کې يې پښتني دود، سره په سر دپګړۍ په کيښودو لږ ترلږه دپښتونولي عضر شوي وي.
خو جهاني صاحب مې بلنې ته په خوښۍ د ميلمستيا په نه منلو وويل:
(پښتنو دمره مينه راکړه چه په خپله ګيله يې پيښمانه کړم)
هو؛ جهاني صاحب، دا مطلب په ټلفون راته ووايه
عبدالباري جهاني صاحب چه ټول عمر دقوم او ژبې لپاره خدمت کړي دي، په داوروستيو کې يې فسبوک کې د ځينو خلکو ناوړه غبرګون په خپلو کړنو ياخدماتو پيښمانه کړي وه. دافغاني ټولنې په تاريخ کې د جهاني صاحب په څير څوتنه نورو مشهورو ليکوالانو ياشاعرانو هم داسې ګيلې خپل ژوند کې لرلي دي. چه دخوشحال بابا (حيض الرجال) شعر يې يوه بله بيلګه يادولي شو. داچه بابا د دقوم کومو ناکردو دمره ودارداوه چه داسې يې جملې په ژبه راوړي( اول مور د ټول غوري په خره .... بيا د نورو پښتنو پسې دمبال)
ممکن خوشحال خټک به خپل دوران کې دخپلې ګيلې دخلکو مثبت يامنفي عکسل عمل ليدلي وي کنه؟ خو جهاني صاحب سره مې څوشيبې مخکې داپريل په ۲۷ سهار دامريکا په وخت، خبرې وکړې له قومه د ګيلې بښنه مې ترې وغوښته ورسره په څنګ کې مې دپښتنو په استازيتوب په يوه مجلس کې دحضور او ميلمستيا وړانديز ورته وکړ، څو دافغاني رواج په اساس لږترلږه، هغه ته دپښتون قوم مينه ورکړم. اماجهاني صاحب دا دعوت ونه مانه ويويل
(نه غواړم داموضوع نوره وغځوم که ريښتيا ووايم په خپله ګيله او وروستي شعر هم پښمانه کړي يم )
جهاني صاحب زياته کړه دګوتو په شمير کسانو مې په وړاندې ګستاخي کړې وه خو (زرګونه کسانو مې دګيلې په وړاندې مينه راکړي)
چه د ده په وينا اوس دخپل قوم د مينې پوروړي يم.
دپښتو دغه شاعر چه يووخت دافغانستان داطلاعات، کلتور وزير هم باته شوي دي په داوروستيو کې دشعر په ژبه په افغان دولت دزرغونې انا، دقبر دنه جوړښت له امله ګيله کړې وه، چه دځينو ظاهرا حګومت په ننګه دکرکې دخپرولو په تور له شخصي يا ناڅرګنده ايډي ګانو په وسيله فسبوک کې کسانو بد غبرګون سره مخ شوي وه.
ځکه نو جهاني صاحب زړه يې له خدمت څخه مات. او په مړزوانده احساسا يې شعر په ژبه خپله ګيله وکړه چه نمونه يې لاندې کتلي شي.
شرف الدين ستانکزي.
خدایه چا ته یې لیکمه خدایه چیري دي غوږونه
خدایه وچي مي کړې ګوتي خدایه مات کړې قلمونه
چي شاعر دي د پښتو کړم پر ترټلو دي پېرزو کړم
له خپل قامه څنګه یو سم تر پردو شکایتونه
چي خوشحال ته وطن اور سو چي رحمن زخمي په ګور سو
زه لا څوک یم چي به ژاړم د زخمي زړه پرهارونه
پخوانۍ دي مرغلري د خوشحال د زړه خبري
ویل خدایه هم پر توره هم قلم بل کړه اورونه
چي زه نه یم نو به وايي جاهلان به مي هم ستايي
ښه سړی وو خدای دي ورکړي په عقبی کي جنتونه
چي بل کړی خو مي اور وای د دېوان مي اور په کور وای
نه مي نوم چاته په یاد وای نه کتاب نه مي شعرونه
چي زما نوم پر دنیا نه وي زما د ګور خاوري په خوله وي
بل بدبخت به درپیدا سي زما ویده قامه پښتونه
زما په څېر به لېونی وي تر خپل قام به سپلنی وي
هم به کاڼي پر اوریږي هم به اوري پېغورونه
دلته کور د شمس الدین وو له نېستی یې زړګی شین وو
نه یې چاکړې اوښکي پاکي نه یې واخیستل نظمونه
جهاني چي دا جهان وي د پښتون څیري ګرېوان وي
زر به ستا په څېر پیدا سي زر به وګالي دردونه.
عبدالباري جهاني
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2141739165875241?s=100001175349845&v=i&sfns=mo
+ لیکل شوی په شنبه هفتم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 20:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
نن مې د بالتيمور ښار له نندارې خوند واخيست. دا ښار د واشنګټن ډي سي نږدې ودان دي دمريلند ددايالت مربوط تاريخي قدامت په لرلو سره پراخ جوښت لري او ډيرۍ وګړي يې تور پوستکي دي. د ودانۍ له پلوه پرمختلي، خو د جايداد ارزښت يې بيا ډيرزيات ندي چه عمده دليل يې دلته دجنايي جرمونو کچه اوچته ياديدل ياديږي.
نوټ: له ليکنې مې موخه دښار ستاينه يا خپل سفر نه خلک خبرول نه، بلکې دا ښودل دي، چه يوه ښار د استوګنو قانون ته اطاعت دامن لامل او امن، د ارزښتونو سبب کيږي. امن لرونکي افغانستان په هيله.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2137780622937762?sfns=mo
+ لیکل شوی په پنجشنبه پنجم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 21:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دغني، ستونځې او ښيګڼې.
د زابلي ځوان انځور چه ولسمشر اشرف غني، هيواد له اوره د ژغورنې په حال کې تمثيلوي، د ولس دګڼه خلکو د زړه انعکاس دي؛ په حقيقت کې تر هر بل ولسمشر يا پاچاه زيات عام خلک اشرف غني سره اظهار دمينې کوي. پرته له شکه چه د ډيرو نورو هغو په پرتله په وطن مين شخصيت هم لري. اما له سلګونه ښيګڼو سره، سره دوه عمده ستونځې لري، چه دغني صاحب، د پرمختګونو په مخ کې خنډ واقع دي.
۱- غني، په زړه اوکار کې هيواد ته مخلص دي، اما نطق کلام يې کمزوري دي. په موضوع لکه چه کارکوي هغسې يې بيان نشي کولي.
۲- ممکن له دا دوهمې ستونځې به غني صاحب خبر لاهم نوي!!! يو شمير کسان چه تولنيزه رسنيو کې په ښکاره د ولسمشر په مدحه، بوخت دي؛ دوئ د دې په ځاي چه د يوشمير تنقيدونو په صورت کې هغوئ ته په ملايمه لحن او حقايقو قتاعت ورکړي بلکې سر له واره په ښکنځلو خبره تمامه کړي. چه دغه کړنه ترټولو زياته نه يواځې د ولسمشر بلکې، دنظام او ولس ترمنځ د درځ لامل شوې ده او کيږي. نو هيله مې له ارګه دادي، که داډول خلک تاسو ګمارلي وي؟ د سمون هڅه يې وکړي.
ځکه پيسې مو بېځايه ځي، که په خپل سردا ډول توهين اميزه لهجه کاروي، بيا نو ښکاره خبره ده، چه ياخو احساساتي کسان يا هم بل چا د ولسمشر د دوست په لباس کې کرکې جوړيدو ته ګمارلي دي.
بايد وپوښتل شي او يا ديې اکونټونه وربند شي.
کنه بيا به وخت له وخته تير وي... اما دا غوړه ماران به بياهم د عادت په بنياد دبل په دسترخوان مړۍ وهي.
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2138770869505404?sfns=mo
+ لیکل شوی په پنجشنبه پنجم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 21:24  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دعامې روغتيا وزير نړيوال ستاينليک دشرم وړ دي.
دا څو ورځې دغه وديو په سوشيل مډيا کې لاندې باندې کيږي. په کوم کې چه افعان ناروغان دعمران خان څخه دخدماتوپه مننې دهغه لاس ښکلوي.
درداوره خو لادادي چه له هغه څخه افغانستان کې دروغتون دجوړښت خواست لري. دا اوديته ورته نورو خبرو ته يې چرت ورته وړي وم!!! چه دپاکستان لومړي وزير په څه نيت هغه هيواد کې افعان ناروغان پوښتلي وه؟
ځواب يې د هر افغان لپاره دادي چه پرته له تانې او پيغوره بله موخه نلري... په دکې شک هم نشته، چه زمونږ افغان ناروغان هغه هيوادته د درملنې لپاره ځی ،. البته نورو ګاونډيو هيوادونو ته هم، خو دالومړي ځل ده چه يو دولتي مقام يې ظاهرا پوښتنې ته ورځي؛ چه خپله دا پوښتنګر ممکن له ښه نيته څخه نه، بلکې خپل سيال هيواد افغانستان ته دهغه څه پيغور يې موخه دي چه افعانستان هميش دخپل هيواد په وړاندې دا نادرسته کړنو تور په پوري کوي.
په هرصورت دعمران خان نيت ددغه کار لانده څرګند!!! په هر نيت چه روغتون ته ورغلي دي؟. دده خپل زړه، خو زه په خپل نوبت بياهم مننه ترې کوم، لږترلږه زمونږ دخلکو ستونزې يې نړيوالو ته ښکاره کړې ؛که څه هم عام افغانانو دا دوه لسيزې په خپل حکومت اونړيواله ټولنې افعانستان کې دنورو بنسټيزه پروژو دپلي کولو ترڅنګ دمعياري روغتونو د جوړښت هيله لرله خو حکومت کې ځينو پرديپاله دللالانو يې غږ ستونې کې وچولو سره وطن ګل ګلزار باله. چه دعامې روغتيا وزير ته يې دښو روغتيايي خدماتو له کبله نړيوال ستاينليک جلبول ښه بيلګه يادولي شوو. نو دهيوادوالو دغه بي عزتۍ ته په کتو دوه سري حکومت ته ورپه زړه کوو ، چه هغه څه چه تاسو د باعزته سولې په نوم د قدرت د بقا لپاره مطرحه کوي تعريف يې ګونګ لږ مو ضمير سره په محاسبه عمران خان پيغور ته په کتو موجوده بې عزتي ته دحل لار په پيداکيدو يو معياري روغتون ورغوي. که مالي منبع يې نه درمعلوميږي زه يې يوه منبع درښيم. هغه داچه کومې پيسې يا دارايي مو چه دواک په مهال غلا کړي دي دزکات په پيسو يې بنسټ کيږدئ. پوهيږم چه کفايت کوي؛ دکمبود په صورت کې غيرتي ملت باندې بار واچوۍ که دا هم نشي کولي نو بيا دپاکستان خلاف غورې بندې کړې او دښې ځوانۍ دعوه مو بې ځايه دي. دملت هيله.
شرف الدين ستانکزي
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2131547050227786?sfns=mo
+ لیکل شوی په یکشنبه یکم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 2:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
نرخيان خپل حق غواړي
خو وينې يې دوي وايي دجګړې طرفينو ته سپينې ښکاري.
د حکومت د تندر په نوم قل اردو وياند دميدان وردګ نرخ ولسوالۍ کې دګڼه طالبانو د وژنې ادعا کوي وايي هدف يې دملاحبيب الله په نوم يوطالب قوماندان وه.
خو د نرخ ګڼه ولسونو د پيښې دقربانيانو جسدونه په اوږو راپورته کړي دي، د ثبوت په غرض يې ولابت ته ليږدوۍ. هغوي تور پورې کوي چه امنيتي ځواکونو يې مخه ډب کړې ده. دا موضوع شيبه وړاندې دنرخ ولسوالۍ ګڼه استوګنو په سوشيل مډيا او ټلفون سره وکړې ويويل بريد د سيمه يزه ملا بشير په کور صدمردې کلي کې شوي دي قربانيان يې درې ماشومان دوه ميرمنې ټولټال اته ملکيان دي چه د دوي په وينا يوې کورنۍ پورې اړه لري. طالبان لکه دهرکله په څير دنرخ په موضوع خپلو رسمي خبرپاڼه کې نظر نده ويلي.
سيمه يز خلک وايي سوله يزه اعتراض يې حق دي خو د دوي په وينا چه والي او نورو مسؤل چارواکو ټلفون بند کړي دي او نورامنيتي چارواکي دامنيتي ملحوضاتو له کبله تر ۲۰ تنو معتريضو دزياتو ښارته د ديننه کيدو اجازه نه ورکوي.
قانون کې مظاهره دخلکو حق ياد شوي خو داچه ريښتياهم حکومت د دوي داحق محدود کړي دي؟ دحکومت طرف څه ندي ويلي.
نرخ له کابل سره څيرمه يو حاصل خيزه ولسوالۍ دي چه وردګ ولايت اداري تشکيل کې راځي.
په داوروستيو کې د حکومت دګڼه بمباريو شپنيو عملياتو شاهده وه. ددې ترڅنګ چه حکومت دلته دطالبانو دحضور په پلمه دعملياتو وايي خو طالبانو لږ ځله په دغه سيمه کې د عمليات يا دملکي خلکو په مرګ ژوبله نظر ورکړي دي. چه دخلکو په وينا نرخ يواځې دطالب په نوم تور نوم دي نور هيڅ!!! ځکه نو عام وګړي دجګړې ښکيلې غاړې تورنوي چه دولس وينې سپينې ورته بريښئ.
هير دنوي چه دنرخ توکرک کې هم په داوروستيو کې دکنډک مشر په نوم د يو پخواني جګړن په کور ورته بريد کې ۷ تنه غړي شهيدان شول چه حکومت طالبان وګڼل خو طالبانو نظر په څرګند نکړ. ځکه نو عوام داړو خواو څخه ناهيلي دي.
شرف الدين ستانکزي.
نوټ: انځور داحمدزي احمدي له وال څخه دي څوک چه انځور يې دلاريون سر کې ښکار
تازه : دميدا وردګو ولايتي شورايوه غړي ښاغلي هوتک. په خپل وال کې داسې انځورونه نشر کړي وه چه متضرر کسان والي سره په کتنه کې ښکاري د خبر په دوام يې دملکيان وژل تاييد او د پلټونو راوړي وه.
https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2130791026970055?sfns=mo
+ لیکل شوی په یکشنبه یکم اردیبهشت ۱۳۹۸ساعت 2:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|