«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دقطر دسولې مرکچي

دسولې مرکچي ټيم ته وړ کسان دوستانو داوړانديزمې ترمقامه ورسوۍ پوهيږم چه ولسمشر ته مې غږ نه رسيږي. خو بياهم که چا وليده؛ دغه وړانديز مې ورته وړاندې کړئ. که يې ومانه غوړي لاغوړ، او که يې رد کړ هم، اختيار لري. هسې هم طالبانو له کابله ورتلونکي ۲۵۰ نفريزه ټيم سره دناستې مخالفت وښود. په حقيقت کې اړين هم نوه، اونه هم دغلته دخبرو موقع شته. نو که بيا بله مرکچئ ډله معرفي کوۍ راځئ داسې کسان ور وپيژنۍ چه په ليدو يې دافغانستان جګړه کې دښکيل طرفونو وجدان خجالت او په پټه خوله دسولې اړين کليمات ورڅرګند کړي. ۱- يو له هغو ماشومانو چه جګړې دمورو، پلار له مينې محروم کړي دئ. ۲- هغه پلار چه دزلمي زوي غم په تير شوي وي. ۳- يوله هغو معيوبينو چه دسترګونور، دپښواو لاسونو نعمت څخه بې برخې وي. ۴- يو بيوزله چه جګړې فقر ته اړ کړي وي. ۵- يوه کونډه چه د کوژدې دسممال يا د واده شال، يې دشهيد ميړه په قبر ايښي وي که ادرس يې نلري مياشت وړاندې همداسې يوه ځوانه دواده شپه دميدان جلريز کې سره لاس دواده جوړه کې کونډه کړي شوه. ۶- يو کرونګر يا بڼوال چه سور درمند يا شين باغ يې جګړه کې سوځيدلي وي. ۷- يو اسير جنګيالئ چه دجګړې حقيقت تر هر بل چاه اوس ورته څرګند دي. ۷- يو زلمي با پيغله چه په ننۍ عصري نړۍ کې له ښونځی او ژوند نورو حقه حقوقو پاته وي. ۸- دکندهار دهغې کورنۍ يوپاته شوني چه يو بهرنۍ عسکر يې درجن غړي د کور د سترګو وړاندې په په خوب ويده غلبيل کړه. ۹- دهلمند دسولې دکاروان يو له هغو غړيو چه په پښيبله پښو يې کورپه کور منزل کړي دي تڼاکې يې لا څړيکې وهي. . اوبالاخره که نور مو په چاه غريبو متضرره خلکو زړه اوبه ونه څښلې، پاته نور دشان شوکت والا رهبران او جګړه کې ودان مدني فعالان دناظر په حيث ورسره مله کړي، ببا به وګورئ چه دسولې لپاره څوک مناسبې جملې او دنظر اظهار لري!!؟ ياهم دچا حضور څخه دسولي په نيت اغيزمن انځور کتونکو ته جوتيږي؟. دا اشخاص مهم ندي چه د حکومت ادارې لاندې؛ که دمخالفينو د ولکې سيمه کې مشخص شي، خو درد او بيان يې سره ورته دي. که هر قوم، نژاد، مذهب يا سمت ته مربوط وي، د درد انځور او ژبې لحن يې توپير نلري. د هريوه څهره کې دجګړې نفرت او سولې ارمانونه نغښتي دي. په انتخاب کې يې هم درغلي ناممکنه دي ځکه دهيڅ چارواکي دکور غړي ورته حالت نلري. ممکن دغو کسانو کې داسې تن هم ومومۍ چه ژبه يې دبمبارد چرو وړې وي! ګونګ وي! خو تصوير يې حاضرينو ته دسولې ټول ضروريات ويلي شي. بس دي!!! مونږ دغه ديرش کاله ډير مخور او ژبور اشخاص ياقبيلوي ټيکه داران د سولې په نوم ستړي کړل. دغټو پګړيو يا اوږدو چپنو ننداره مو هم دنياوالو ته تمثيل کړه. خو حاصل يې دځينو شخصيتونو له ځان ښودنې او لا ځانځانۍ بله پايله نه لرله. اما، زما دطرحې د غړيو ترکيب که، نور هيڅ ګټه ونلري زيان يې هم نشته؛ دسفر خرچه يې کمه او په هر ډول غريبانه انداز کې سفر ته چمتو وي. لږترلږه دسولې دخبرو په ميدان يا ميلمستون کې به دهغو فرعون صفته جګړه مارو ضمير خجالت کړي، کوم چه په يوه اوبل نوم يې دافغانستان جګړې ته په وياړ حيلې جوړې کړي دي. ممکن لايې مخامخ نوي ليدلي!!! چه په جګړه کې يې تباهي عام ولسي دي. هغوي چه د ديموکراسۍ ياهم چاه چه داسلام په نوم جنګي جرمونه کړي دي؛د کوډ، مات مرکچي ټيم په کتلو ښايي په خوله څه ونه وايي!!؟ خو مطمين يم چه دوجدان له عزاب او محکمې سره به لاس، ګريوان شي. چه دا صحنه خپله د سولې له بريا سره مرسته کوئ شي. شرف الدين ستانکزي https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2126780887371069?sfns=mo
+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و نهم فروردین ۱۳۹۸ساعت 6:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

په ډيرو قصابانو کې غوا مرداريږي

د ډيرو به دبهرني سفر ارمان پوره شي؛ مګر پايله يې لا له سره ښکاره دي. (د دوحې، احتمالي غونډه) غالبا په ۲۰۰۷م کې مو يو ګردي ميز کې ۴ سياسيون په حضوري، خو طالب وياند ذبح الله مجاهد، د ټلفون په کرښه بحث کې ميلمانه وه، دبحث په جريان کې، چه دمحقق، په شمول درې تنه نور هم مشهور واکمن يا سياستوال وه، دطالب وياند تاثيرلاندې راتلو سره، داسې سخت دريځه شوه، چه د طالبانو وياند پکې ورک، معني چه دوي هر يوه، ترهغه سخت د ديموکراسۍ خلاف دلايل مطرح کول. چه ممکن ارشيف کې يې مواد لاهم زخيره وي. نو خبره دقطر، احتمالي جلسې ته دکابل ۲۵۰ تنو د تګ له اوازې سره راياده شوه. لومړي خو دوي هر تن ته دوخت دکمښت له کبله دنظر داظهار موقع ناممکنه ده. دوهم ممکن د دوي ډير يې طالبانو ته دځان د دوست ښودلو په غرض داسې خبرې وکړي چه دحګومت دتګلارې خلاف وي. دريم له تيرو په تجربه دطالبانو ټيم خپل هدف ته ژمن او په يوه غږ به خبرې وکړي، چه د مسکو دجلسې په څير به داځل هم طالب دامامت په خپلولو سره نړيوالو ته دامربلمعروف او نهي عن المنکر دود ننداره مخ ته کيږدئ. نو په دغه ډول د قطر غونډه له سره دطالبانو په ګټه ياديږي. خو لاهم وخت شته چه کابل دطالبانو د مرکچئ ټيم تعداد نه کم شمير، مګر په خبره پوه او ژمن استازي غونډې ته واستوي. ځکه دلته ديوه هيواد، د ملي حيثيت موضوع مطرح دي؛ نه داشخاصو د تفريح يا بهرنۍ ملمستيا ارمانونه پوره کول. که د مشرانو يوې معقولې څخه يې زده کړو پخوانو ويلي : چه په ډيرو قصابانو کې غوامرداره شي. شرف الدين ستانکزي. https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2125381367511021?sfns=mo
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم فروردین ۱۳۹۸ساعت 4:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

غلطې پريکړې

په خره سپريدل يو شرم!!!، ترې کوزيدل بل شرم دي. دري، متل. دا متل، د مشورتي لويې جرګې تر پلانولو او په اړوند يې د حکومت ديننه د نظر داختلاف له کبله را په زړه شوو. خير، په کړي کار خبرې کول ګټه نلري، داچه ولسمشر ولي؛ د سولې په اړه چه اکثريت د ملت، مثبت ځواب او هيله لري د مشورې په نوم لويې جرګه رابلله؟ موخه يې څه وه؟ خبرې نه کوو، خو په ځانګړې توګه خپله يې اقدام ته ځکه ښه راغلاست وايم چه هيڅ يو شريک يا با ضميره ګډونوال به غلطه مشوره نوي ورکړې، او نه د جوړيدو په صورت کې کې ورکړي. اما د ډاکټر عبدالله او ځينې نورو نابوده سياسيونو چه ښه به وي د لستوڼې دمارانو صفت ورته وکاروم منفي غبرګون له سولې خطره او د يوه پور امنه هيواد خلاف نيت ثابت کړ. ټولو هغو يوشمير مطرح افغاني سياستوالو يامدني څهرو سره چه مخامخ ياهم د سوشيل مډيا په زريعه خبرې شوي دي دنيمايي حکومت شريک داډول اقدام نه يواځې دسولې خلاف، بلکې دملت دارادې او تاريخ په وړاندې شرماور عمل ښيي. چه د دوي په وينا ټول عمر به يې بد نوم له ياده ونه باسي. دنظر خاوندانو سره چه ماخبرې وکړې، ډاډمن وه چه دعبدالله او ورته نورو اشخاصو خبرې د سولې په لار او دخلکو اراده کې تغير نشي راوستۍ خو تاريخي شرم يې يواځې دوي ته پاته کيږي. خو ورسره په څنګ کې يې ګڼه وينا وال په غني هم د کمزوري مديريت انتقاد کوي وايي: مخکې له دچه د لاس لاندې مامورين او دحګومت شريک اشخاصو فکر يې نوه خپل کړي، بايد داسې لوي تصاميم يې نه وي نيولي. ددوي په وينا ښاغلي غني، بايد تر هرچا سوله باندې باوري او هرحالت کې ځان بريالي ګڼلي وی؛ ولو که دواک په پريښودو هم ورته تماميدلي. ځکه د دوي په اند د ارګ تر واکه د سولې د تاريخي اتلولۍ امتياز ارزښتمن دي. خو اوس به هم واک او هم دا تاريخي اتلولي ترې ليږدي؛ داځکه چه دارګ د ټيم په منځ کې اتفاق نظر نشته. دچارو دغه کار پوهان دمشورتي جرګې موضوع ماشومانه لوبه نه، بلکې يوتاريخي اقدام بولي چه ولسمشر يې په دوه لارو کې حيران پريښود؛!!! هغه داچه که جرګه نه کوي؛ پايله يې حکومت کې ديننه او بهر د ژور اختلاف له کبله د حکومت دلا يواځيتوب او مقابل ټيم په وړاندې دشکست په معني، حتي د واک دختميدو لامل کيږي. برخلاف که جرګه دايروي داکثريت سياسيونو د نه ورتګ په وجه يې پريکړه مشروعيت نلري!!! چه په د صورت کې هم په نړيواله کچه غوغا جوړيدل يې د حکومت واک ته زيان اړوي. خو اوس هغه دچاه خبره اوبه له ورخه تيرې دي، بيل پسې راخيستل پايده نلري؛ دحل لاره څه ده؟ د مشوړې سر خلکو ته جړ بريښي؛ هرچانه مې چه دريمه پوښتنه کړې ده؛ ځواب يې همدا وي چه (په خره سپريدل يو شرم او ښکته کيدل يې بل هغه دي) نوټ: که تاسو لوستونکي دريمه حل لار ومنده، د مهربانۍ له مخې مو نظر راسره شريک کړي. البته دقلم عفت ساتل يې لومړي شرط دي. شرف الدين ستانکزي. https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2125061640876327?sfns=mo
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم فروردین ۱۳۹۸ساعت 4:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

نور مات راته ښکاري

نور يې له ذهنه د۴ سوه کاله واکمنۍ د ختميدو خيال ختم شوي دي. ارام راپه غوږ شو، کړه يې: امريکا هڅه کوي چه طالبانو ته د واک په ورکړه داسې حکومت جوړ کړي چه لکه داحمدشابابا حکومت قرنونه به دوام وکړي. هوکې؛ همدانن له څو اونيو وروسته يې مجلس بيا راسره شريک کړ. دهغه د پښتون ضد دريځ له کبله ما بحث ورسره درولي وه. داسړي چه اصولا يې نوم نه اخلم معمولي کس نده بلکې په قلم او سياست کې دشمالي لنډغرو يو مشهور مدافع پيژندل شوي دي. ځکه نو د نظر داختلاف په وجه مو دسلام ترکچې وطنداري لرله. دئ، چه لاهم په ايراني لهجه ګړيده د خبرو په دوام رانه وپوښتل : شما ميدوني چرا؟ دغه متعصب سياستوال سره د خبرونکولو په نيت مايواځې دسرپه ټکان دنه ځواب ورکړ. نه پوهيږم څه غم اخيستي وه!؟ مجلس يې دوامداره کړ، دلايل يې داسې غبرګ کړل. ۱- امريکايي ها ازکشورمون خسته شده اخير. (په افغانستان کې يې ټولې تجربې ناکامه شوې، مجاهدين يې واک ته ورسوله پايله يې منفي شوه. غيرپښتون اقوام يې واکمن کړه هيڅ يې ونشوي کړي. دکرزي په مشرۍ موقت او څو دورې ازاد حکومتونو هم پايلې مفسدې راووتلې. حکومت دوسره ي شون بلکل شرماور شده است. ځکه نو اوس د سولې په پلمه (بخود بيني خميري ميته) او طالبان واک کې پريږدي. دغه کس دخپل پخواني عادت او سرتمبګي خلاف نن بل ډول تحليل لاره په څو ځله يې داتکرار کړه، چه افغانانو طلايي چانسونه ضايع کړه او دشمال د ټلوالې په شمول څومره چارواکو باندې، چه امريکا لګښتونه وکړل؛ دوي يې برعکس دوطن، خلکو اونړيوالو د غوښتنو برخلاف بدعمل وکړ. زما دنظر دخلاف دغه کس خپلې ټولې پوښتنې خپله ځوابولې هغه، چه امريکاکې نږدې ۳۰ کاله ژوند کړي دي تر هيواده د دې ځاي ګټو ته ډير ژمن ښکاريده اخر نتيجه يې دا را وښکله؛ يا هم ممکن ځان ته يې ډاډ ورکاوه ويول :حالا طالبان تغير کرده است حقيت اين است که بالاي حکومت کابل اعتماد دنيا ديگه مشکل است. ازموده را ازموده خطاست. په دوام يې وويل چه امريکا ته دښځو حقوق، زده کړه او دبشر حقوق اهميت لري او طالبان اوس پخواني هغه نه دي دا مني. ۲- ديگه دليل ک امريکا به طالبان حکومت خواهد داد اين است: (چه د ايران رژيم دشيعيه په عقيده اسياکې خپل نفوذ زياتوي د ايران د قدرت دمهار کولو لپاره د سني ځواک جوړول اړين دي او دپلي کولو لپاره يې بياهم پرته له طالبه بله گزينه امريکا سره نشته. ده څه نور داسې دلايل هم وګڼل چه له معني يې جوته وه چه نور دشمال د ټلوالې د ذوال مهال ورته يقيني شوي ده، او ورسره څنګ کې دغه خيال يې هم له مغزه وتلي بريښيده چه دپښتنو ۴ سوه کلنه واکمني به ختميږي. په خوله مې د هويانه سند ورنکړ خو په زړه کې مې ورته کړه چه لابه پوهه شې. https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2124031794312645?sfns=mo شرف الدين ستانکزي
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم فروردین ۱۳۹۸ساعت 4:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ستانکزئ

خان کاکا، څوک وه؟ مړينئ وي چه ياديږي. دغه انځورونو کې دعبدالله خان ستانکزي د کورنۍ غړي ښکاري چه په ليدو يې امريکې کې زما سترګې رڼې شوې. عبدالله خان چه په ستانکزو کې تر اوسه هم دخان کاکا، لقب لري؛ په اړوند مې يې په کشرتوب کې له پلار او دکورنۍ نورو مشرانو څخه په صفت يادونه اوريدلې ده. مرحوم پلار مې نقل کاوه: چه عبدالله خان د ننګرهار له سرخ رود، ولسوالۍ چه استوګن ځاي يې وه، دستانکزو د قبيلي د انسجام او پيژندګلوۍ په منظور دظاهرشاه حکومت په اوايلو کې د هيواد بيلابيلو ولاياتو کې په پلي سفرونه وکړه، ستانکزو ته منسوب هغه وګړي چه دنازده کړي ياهم دبيوزلۍ ... ستونځو له کبله خپل قوم سره بلدتيا نلرله، خپل هويت ورڅرګند او په دغه ډول يې د ستانکزو دهويت پيژندنې بنسټ کيښود. عبدالله خان کاکا کلونه وړاندې له دنياسفرکړي دي، خو يادونه يې لاهم قبيله کې وياړ پاته دي. دغه راز وياړ لرم؛ چه خان کاکا په دغه سفر کې زمونږ د نيکه ديره کې مشرف شوي دي او نقل يې ترمونږ مشرانو رارسولي دي. عبدالله خان (خان کاکا) په خپل ژوند دستانکزو دانسجام سپيڅلې هيلې ته رسيدلي د ستانکزو لوي مشر وو او درنښت يې لسګونه کاله وروسته هم دستانکزو په قبيله کې خوندي دي. دهڅو ثمره يې نن افغانستان کې د ستانکزو منسجمه شورا يادولي شو... د خان کاکا، کورنۍ لاهم دننګرهار د ستانکزو دخانۍ وياړ لري. د اوريدو په بنسټ کشري زوي يې حيات الله ننګرهارکې دقوم چوپړ ته دپلار ديره پرانستې ساتلې ده. په جهادي کلونو کې يې مجاهدت، هجرت او مبارزه مشهوده وه چه دډاکټر نصرالله ستانکزي خدمات يې په هيواد او پيښور کې له چاه پټ ندي. روح ديې ښاد وي. دخداي بښلي خان کاکا، له څلور. زمنو دوه يې وفات او دوه نور يې لاهم ددقبيلي په چوپړ بوخت دي. چه له هغو يې انجنير امين الله خان، چه د دغه متن سره جوخت انځور کې ښکاري امريکاکې ميشت او انځور کې دغه بل دنګ ځوان حشمت الله ستانکزي نوميږي دخان کاکا، لمسئ دي لندن کې ميشت تازه امريکې ته په سفر يې ماسره کتنه وشوه. لکه متل چه وايي: د ښو هډوکو ښه شوروا وي، د خان کاکا کورنۍ کې مې دلته دينداري مشاهده کړه، د بيلګې په توګه يو لمسئ دامريکا مناسس کې ديني عالم او دملاصفت لري. دلته يې دکورنۍ منځ کې وطني لباس استعمال دوطن دوستۍ بله بيلګه يادوي شو. بايد ووايم چه دستانکزو کره سرشميرنه نده شوې خو په ديارلس ولاياتو د افغانستان کې يې پراخ شتون ثابت او ټولنيزې جرګې لري. داقبيله خپل نرخونه، لرغوني دودونه او دجرګو خپل دپريکړو ډول لري چه په سوله يې بنسټ استووار دي د مثال په توګه دميدان وردګ نرخ ولسوالۍ کې يې ۷ څلي او اسمعيل خيلو د جرګه والو دپريکړو ډول شهرت لري. د هيواد سياست کې يې د وګړو رغنده رول، شته چه په حکومت او مخالف لوري کې يې دسر سړي څرګند دي که مبالغه ونکړو وياړلو بچو يې دسياست، مدنيت، او سپورت ... په ډګر کې نړيوال شهرت خپل کړي دي. ليکوال دستانکزو کشر. شرف الدين ستانکزي. نوټ: متن دپه شير کولو سره دستانکزو هر مينه وال ته وليږي https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2113282165387608?sfns=mo
+ لیکل شوی په  جمعه بیست و سوم فروردین ۱۳۹۸ساعت 23:21  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ترافکي حادثه

راځۍ ښه کړه يې ژوند کې پلي کړو دپوليسو بې طرفي. همدا اوس مې اکسدنت يا ټکر کړي عدالت ته منتظر يم او چاه چه ټکر راسره وکړه په ورين تندئ غيږ راکړه نورجزيات وروسته. پنځه ساعت پسته. چه عدل وي هلته ژبه سمت او ددين په څرنګوالي پريکړه نه کيږي. لکه څنګه چه دوستام په جريان کې دي د ټکر له پيښې وروسته حق حيران پاته شوم ممکن دا انديښنه مې زړه کې ګرځيده چه پوليس به دمقابل طرف په نفعه پريکړه وکړي!! ځکه وطني، ژبنئ او ديني تړاو يې ورسره لاره خو برعکس دپيښې ځاي ته پرسيدو پوليسو اول زما دروغتيا ډاډ تر لاسه کړ بيا يې دپيښې څرنګوالي په غور وڅيړه يونيم ساعت توقف څخه وروسته يې مقابل طرف ته زماد موټر د جوړښت امر وکړ چه مربوطه د انشرونس يابيمې کمپنۍ يې هم داجرا ټټر وواهه. په دسربيره کمپنۍ او پوليسو راته وويل چه روغتون ته په تلو دخپل وجود په معاينه ځان ډاډمن او دبي کاره پاته کيدو په صورت کې مقابل لوري د غرامت په راکړه اړ کړ. خوددوي دمره ښه سلوک ته په کتلو چه کله روغتون ته لاړم مربوطه ادارې يې د ټول بدن دچک اف راته وويل د لګښت پوښتنه مې وکړه ويويل ممکن د پنځه زره ډالرو کم زيات راشي. اما چه ماخپل صحت وکوت له معاينې مې ډډه وکړه لازم راته ښکاره نشوه چه بي ځايه هغوي متضرر کړ دايمرجنسي ادارې زما انکار سره متعجب شوه راته کړه يې :. ډير خلک شته چه د دروغو کيس په موندلو دمعاينې پلمه جوړه وي اوستاريښتيا ده نه يې کوې!!! دلته مې په خپل اسلاميت په فخر کولو غاړه تازه، ورته کړه مې: زه افغان او مسلمان يم مونږ په دروغ او درغلۍ ګټه نکوو. هسې ترې راروان شوم خو د موټر دجوړښت لپاره يې سباته د سه شنبې په ورځ دتخنيکې معاينې د پلاوي دراتګ ډاډ راکړ. نوټ : دا مې د دوستانو د ډاډګيرنې او احوال د تازګۍ په غرض زيات کړه. خدايﷻ د وکړي چه زمونږ پوليس هم يو وخت داسې مسلکي شي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2113364188712739?sfns=mo
+ لیکل شوی په  جمعه بیست و سوم فروردین ۱۳۹۸ساعت 23:20  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دپاڼ او پړانګ منځ کې

دپاڼ، پړانګ، ترمنځ ملګروته!!! مبارکي نه ورکوم؛ اما د درانه مسؤليت دورکړې افسوس ورسره شريکوم. په داورستيو کې مې دهيواد په کچه ګڼه ملګري بيلابيلو ولاياتو کې دسولې مشورتي جرګې ته لار ومونده؛ ځينې لاسونه ورته پړقوي او ځينې دوستان يې هم په غاړه کې دخوښۍ ګلان وراچوي. خو زه د دود خلاف هغوي سره افسوس کوم چه دهيواد نازکو شرايطو کې داسې دروند مسوليت ورپه غاړه شوو چه ظاهرن ګټه نه ورته لري خو د درغلي په صورت کې د لعنت توق نه کمه نه دي. خدايﷻ مکړه د نه درک کولو په صورت کې يې دنياکې دوجدان ځور، او عزاب، تر اخرته ورسره مل دي. يا که په بله لهجه ووايم؛ دا ډول دوستان مې دپاڼ او پړانګ ترمنځ راګير شوي دي. چه له شره د خلاصون لار يواځې خپل ضمير سره په عاقلانه مشوره موندلي شي. زما دغه دوستان ممکن خپله هم داسې فکر وکړي چه دملت په رايو جرګې ته تلونکي دي، مګر ځان غولوئ! داد نه هيروي چه په اور کې لولپه ملت خبرهم ندي بلکې دوي د حکومت د واليانو د سترګو وړاندې د جګړې ديوه طرف دپلويانو له خواه ټاکل شوي دي ممکن نيک او په وطن مين خلک وي خو دا چه خپلو سيمو ته نشي تلي د جګړې يو طرف يې گڼلي شو نه، عام اولس، په دصورت کې معمولا هغوي چه رايه يې ورکړې ده دخپل غږ د رسولو توقع ترې لري. ددوي غږ پرته دطالبانو له وژلو او په جګړيزه بري سربيره بل څه نده. ديته ورته نور شکونه هم ځينې هيوادوال لري، چه يو له هغو داده چه يو شمير چارواکي د خپل اقتدار د دوام لپاره د مشورتي لوېي جرګې تاييد ځانته غواړي. ځکه نو د دغه ادعا په رښتينولۍ کې به يې دتاريخ او اخرت تاوان تاسو، اما نامشروع ګټې دنورو وي ...تاسو ځان دوي ته تړلي مه بولئ؛ که زما منۍ ازادئ موثابته کړي. که څه هم د طبيعت تقاضا همداسې ده وايي: انسان تابع د احسان دي او دوي د جرګې ور( دروازه) همدغو رايه ورکونکو ته پرانستي دي. نو زما مشوره دوي ته دادي: چه د ژوند له دغه مهم ازمون که ځان بريالي باسي دا دهير کړي چه چاه رايه ورکړې دي، بلکې دهغو ملينونه افغانانو د سولې چيغه شئ چه اصلا څوک يې غږ نه اوري، ښځې يې جګړه کې بې عزته شوي دي، ماشومان يې دپلار له مهر محروم او ځوانان يې وژل کيږي. ياهم د ژوند له اساسي خدماتو محروم دي. https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2114743148574843?sfns=mo نه هغه يو شميرکسان چه دحکومت څوکيو کې ناست د غصب د جايدادونو مالکان چه دخپلو ګټو دساتلو په پلمه دسولې پروسه تخريبوي. په هغه صورت کې چه ددوي ګټې خوندئ نوي سوله د پردو دسيسه او پروپاګنده ورته ښکاري. خو نه، مونږ ( ملت)سوله غواړو، ژوند غواړو. که هرڅوک، ملک يا شخص يې مخکښ وي. تاسو؛ اي، د سولې قاصدانو له خپل فکر او طرحې سره خدايﷻ ته مخ او هغو اشخاصو چه ليږلي ياست هغوته شاه کړي . د سولي پروسه کې تر توانه صادقانه ګام واخلي. پردۍ خبرې مه کوي. ځکه هغوي که هرڅومره ځواکمن وي له تاسو حساب نه شي غوښتي... خو دخدايﷻ محکمه مو حتمن پوښتي. چه دا د دنيا اوسني واکمن مو دفاع کې عاجز راځي. درنښت شرف الدين ستانکزي.و
+ لیکل شوی په  جمعه بیست و سوم فروردین ۱۳۹۸ساعت 23:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دمساجدو امنيت

دلمانځه په مهال دامنيت ټينګښت. د لمو نځ کونکو دامنيت لپاره دامريکا ځينې جوماعتونو کې ځانګړي پوليس دنده په مخ بيايي. نن دجمعې دلمانځه په مهال دامريکا ورجنيا ايالت مصطفي مسجد مخ ته هم پوليس په دنده ولاړ وه، مسجد ته راتلونکو خلکو ته يې په درنښت دامنيت له حضور سره د امنيت ډاډ څرګنديده. يادو پوليسانو په ښکاره د چا کار نلاره، خو له حرکاتو يې جوتيدل، چه د مسجد مخته په سړک غير مسلمان لارويان څاري، څو نداچه په کوم مشکوک عمل سره دمسلمانانو دعبادت په وخت کې ذهني تشويش لامل يې نشي. ياده سيمه کې دمسلمانانو خلاف کومه امنيتي ستونزه پخوانده کتل شوي، خو په داوروستيو کې دنيوزيلند په دوه مساجدو د يوه تروريستي بريد پايله کې ممکن دلته هم احتياطي تدابير پيل شوي وي. ورته اقدام د امريکا نورو مساجدو کې هم دراپورونو په اساس شوي دي، چه دبيلګې په توګه يې د واشنګټن اسلامي سنټر لوي مسجد کې هم اوس مسلمانان د ورته امنيت فضاکې ما دلمانځه په وخت کې وکتل. هغو ګڼه لومنځ کونکو سره چه زمونږخبرې وکړې شوې، ويل يې د نيوزيلند پيښې د عبادت په مهال ذهني تشويش ورته پيدا کړي وه، خو دامنيت دا اقدام ورته انديښنې کمې کړې، چه د دوي په وينا تر د وروسته به دراحت په ماحول کې لمونځ وکړي شي. شرف الدين ستانکزي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2119363031446188?sfns=mo
+ لیکل شوی په  جمعه بیست و سوم فروردین ۱۳۹۸ساعت 23:16  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

نيمګړتيا

"خبريالانو، مو زيات خو اواز مو ګونګئ دي"https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2092471597468665?sfns=mo

که لږ په ځان نيوکه ومنو! نو اولس ډيره مينه راکړې ده، خو مونږه، يا که څوک خوا بده نکړي  وبه وايم چه، مايي ځواب کې هيڅ ندي ورکړي!!!
 خبره د خبريالۍ ده. دقيقا هغه وخت لا ډير خپل مسوليت او نيمګړتيا ته متوجه شوم، چه په داوروستيو کې د خبريال ورځ لمانځل کيده.  
نږدې دوستان خو پريږده داسې چاه مينه راکوله چه له لويه سره مې نه پيژانده. 
که دهغوي په ستاينه لږ څه ووياړيدم خو ډير خجالت هم شوم؛ هغه داچه ما په ټوله کې دهيواد، په ځانګړې ډول دخپل کلي او وسيمې لپاره هغه څه ندي کړي چه بايد کړي مې وي.  
د ولسي خلکو هغه القاب لکه خبريال زمونږ سترګې ياهم غږ دي؛ زه خپل ضمير ته سرټيټي کړم، داځکه ماد دوي غږ اوچت نشوي کړي،  اونه مې هم د سترګو ليدلي حال په حقيقت کې ټولنې ته انځور کړي شو.  
هلته چه ماخاپوړې کړي دي د اور لنبو کې سوځي او زما د کمکي توب ملګري يو په بل پسې ړندې بمبارۍ ياهم د زورواکو جبر وژني. 
په خپل لاس کينولي بڼ مې په بديا واوښت او بڼوال مې مړزواندې سلګۍ وهي. 
لرې نه ځم په ميدان وردګ کې تم کيږم. که د هيواد په کچه مرکز کابل کې افغانئ رسنيو ته ځغلنده نظر واچو؛ مبالغه به مې نوي کړي که ووايم ترنيميايي وتلي خبريالان يې په دغه ولايت پورې اړه لري. او که په ځانکړي توګه د ميدان ښار مرکز بيا نرخ ولسوالۍ کې وګڼو تر ۹۰ تنه درسنيو کارکونکي ياده سيمه پورې مربوط دي. 
خو بياهم  دلته هيڅ پيښه نه رسنيز کيږي .
کابل ته په څيرمه د دغې سيمې استوګن هيڅ ډول مدني حقونو ته لاس رسئ نلري، امنيت حال يې د اندښنې وړ او اقتصاد له کبله ډيرئ وګړي يې دبيوزلۍ په کچه کې ژوند کوي. طبابت يې لاهم دوديزه له ډاکټر پرته نايان يا دم دعا په وسيله ده  دحکومت د سترګو له وړاندې غير مسول وسله وال ناقانونه پاټکونه او دلويو لارو داخازۍ ډانګونه اچول هرچاته ښکاره دي په سبمه کې د عشرو زکات دود په درز روان دي  او په توره شپه يې دخلکو ژوند ړندو بمباريو ياهم وحشتناکه چاپو ستونځمن کړي دي. مدرسې يې يوپه بل پسې تخريب او ښونځيو کې هم د ټوپک فرهنګ رايج دي. خو مونږ يا بياهم ښه ده چه ووايم ما په دغو هرڅه سترګې پټې کړي دي.
 خپل اواز مې خپله ستوني کې وچ کړي دي. ممکن يو لامل يې داوي چه خبر يې بازار او ماته پيسې نه ګټي، ياخو هم پلانی مامور يا هغه سبمه کې بل حاجي ملا صاحب خپه کيږي. که دعامو وګړو مرګ ژوبله يې يوه بيلګه يې راواخلو يواځې زما کلي توکرک، صدمرده او چينزيو کې تيرکال تر۳۰ تنو شهيدان او همدغمره ټيان شوي. ټول قربانيان يې په نوم او څهره پيژنم ځينې مې خواخوږي وه. خو داچه خبريالانو يې په اړوند راپور نه لاره نه د بشر دحقونو ادارې نه يې هم دولت او نه هم سيمه يزه طالبابو په غم غوږ وګراوه. 
ورستۍ پيښه يې دمڼو په يوه موټر بمباري د يڼوال ماشوم په ګډون د ۴ ملکيانو وژنه يا دوي شم.  
لوستونکو! دا چه زما هدف په خپله ملامتۍ اعتراف وه، بې ځابه به نوي چه خپلو  دولسوالۍ د رسنيو کارکونکو ته ووايم: راځي: د وطن مينه له کور کلي پيل کړو. ک په سرکې دمورو پلار بياد کلي او ولس حق ادا نکړو؛ دوطني مينې شعار مو حقيقت څخه لرې ده. 
ها!! ممکن ځينې به په مانيوکه وکړي چه وژل شوي کسان ملکيان نه، بلکې يو يې دپلاني هغه بل يې د هغه بل حاجي ملا قوماندان ورونه يا وريرونه وه؛ خو زه مو د خبرې سره موافق نيم،  چه طالب يا د جګړې طرف يواځې هغه څوک ده چه وسله ورسره وي. نور دهرې عقيدې او فکر لرونکي چه وي په ټولو ديني او وضعي قوانينو کې ملکي ګڼل کيږي. دغه ډول په حکومت کې په دنده بوخت ستاسو کليوال هم ملکي او ددغې خاورې بچئ دي نو ستاسو غږ په خلکو اغيز کوي د جګړې طرفينو ته ووايه چه زيان ور وانړوي.
زمونږ شمير ته په کتو که، دخپلې سيمې يوه، يوه ناخواله منعکس کړو يوکتاب کرښې به تورې کړي، چه بيابه يې په کتو نه حکومتي مسولين او نه هم دحکومت مخالف وسله وال له حقيقته سترګې پټې کړي شي. د بشردحقونو اداره خو هسې هم تګلاره درسنيو له راپورڅخه اخلي، نه ورځنيو پيښوڅخه.   
په درنښت.
نوټ: نرخ د هيواد يوه له هغو ولسواليو څخه ده چه دښه حاصل له کبله دوطن داقتصاد دملاتير بلل کيږي چه د مڼو لوي بڼونه يې يوه بيلګه ده.  خو د ناامنۍ له کبله دا هرڅه دخاورو خمير دي.  
شرف الدين ستانکزي.بي

+ لیکل شوی په  سه شنبه ششم فروردین ۱۳۹۸ساعت 7:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د عبدالله بارکزي د وژل کيدو تازه حال

تازه 
د عبدالله بارکزي، د وژلو دسيسه ده، ته نږدې باوري خلکو چمتو کړې ده 
نوموړي نن د کندهار سره جامه سيمه کې د ساتونکو له وړاندې په ډزو وويشتل شو. 
د کندهار امنيه قوماندان تادين خان رسنيو ته وويل؛ لومړني معلومات ښيي چه بارکزي صاحب ته کوم څوک ټلفون کوي هغه ( بارکزي) موضوع د حساسيت له کبله له خپلو سلتونکو ځان لرې کوي چه په دغه وخت کې ناڅرګند کسان ډزې په کوي وژل کيږي.
تادين خان  په لنډو جملو خبرې کولې خو له څرګندونو يې ښکازيدل چه ټلفون کونکي ته شهيد بارکزي درنښت لاره ځکه نو يوې ګوښې ته يې خبرو کولو ته ځان له ساتونکو لرې کړ. 
ولسمشر يې په وژنه خوابدي څرګنده کړه او طالبان. يې هم د خبرنامې په خپرولو وژلو کې لاس لرل رد کړه. 
ولسي خلک ډير په خپه دي حکومت څخه يې د عاملينو د نيولو غواړي. 
دوي حکومت اړونده ادارې ته مشوره ورکوي چه وروستۍ تلفوني اړيکه که د هرکچې شخص وي مشکوک او بايد تر پلټنو لاندې ونيول شي. 
بارکزي شپيته کاله عمر لاره د سولې يو فعال او له ورزګانه د ولسي جرګې استازي
 وه. https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2089214894461002?sfns=mo
شرف الدين ستانکزي

+ لیکل شوی په  شنبه سوم فروردین ۱۳۹۸ساعت 18:27  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ډدبارکزي مرګ طالبانو لاس لرل رد کړه

موافق او مخالف يې په وير ناست دي.  
سهار مې دبارکزي صاحب، د شهادت  په سترګې رڼې کړې،  أخ؛ خدايهﷻ کاشکې مې داسې څه نوه ليدلي! ...د دوطن، اسلام او سولې دښمنانو بچئ د ړانده شې. اخ! څنګه يې د دغه ملي شتمنۍد وژلو فکر ذهن کې را ونغښت... په مرګ يې د هرافغان زړه مات کړ ... له داسې دلبر مشره يې بې برخې کړو چه د نظام مخالف او موافق دواړه ساندې پسې وهي ... تر دې چه طالبانو يې لاهم په وژلو کې ښکيلتيا ونه منله، خو دطالبانو دا ډول ادعا ملت نشي منلي، طالب يې د وژلو مسبب او حکومت يې امنيت پاته کيدو کې ګرم بولي. دوي استدلال کوي چه د جګړې دوام مو د سر سړيو د مرګ وسيله دي او لامل يې دواړه غاړې دي. 
خپه يم،  زښته زيات...خو سولې څخه ناهيلي نيم. 
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/2089092474473244?sfns=mo

+ لیکل شوی په  شنبه سوم فروردین ۱۳۹۸ساعت 16:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |