«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

لږ باحساساتي کړنې سمې پايلې نلري.

تر جوشه، هوش، ښه ده. 

دښاغلي زلمي خليلزاد، يا په مجموع کې که ووايو دامريکا له لوري طالبانو سره د سولې دمذاکراتو په تړاو دافغان حکومت وروستۍ دريځ چه د ولسمشر اشرف غني، دامنيتي سلاکار حمدالله محب، له قوله رسنيو نشر کړ عام افغانان په دوه ډلو ويشلي دي.
يو شمير د ځوان عمر لرونکي يې په   احساستو دشعار هرکلي کوي، عيني خبرې چه محب، وکړې بدرګه کوي يعني چه (مونږ خپل پنځه زرکلن تاريخ خپله ساتو که امريکا له افغانستان څخه عسکر باسي نو بسم الله ود وزي ) دا ډول کسان پرته له د چه د هيواد داقتصادي پرمختګ او امنيت لپاره کوم بديله طرحه ولري، يو نا پيلي هيواد باندې ټينګار کوي. 
خو يو شمير د پاخه عمر لرونکي روڼ اندي او دقلم خاوندان بيا ورته دريځ سره مخالف او د امنيت د سلاکار ښاغلي محب، وروستۍ خبرې بې وخته بولي په هيله وړانديز کوي چه افغان حکومت د دا ډول خبرې بيرته ترميم کړي، څو امريکا سره يې دوستانه روابط خراب نکړي .
دغه  خلک د محب، د وطن دوستۍ قدرداني کوي خو خبرې يې احساياتي بولي؛ استدلال کوي چه د افغانستان امنيت، اقتصاد، بيروزګاري او دګاونډيو هيوادونو دوه مخي تګلاره خطرناکه او د دفعه کولو لپاره يې د امريکا په څير ملاتړي ته اړه شته   
دا خلک وايي خليل زاد،  چه اوسمهال د امريکا په استازولۍ  د سولې پروګرام پيل کړي دي ترهربل هيواده بايد افغاتان باور په ولري،  ځکه افغان اصله شخصيت او وطن دوستي لري.  
خليل زاد خپله هم د سولې د پروګرام دګړندي پرمختګ ويلي دي او دامريکا دکانګريس ګڼه اسازو هم خپل حکومت څخه افغانستان کې دجګړيزه ماموريت د ختميدو غوښتي دي.
نو په دغه صورت کې افغان دولت ته ښايي چه په محتاطانه دريځ د خپلو دوستانو خواخوږي ځانته جلب، دسولي پروسه په مخ کړي، کنه نو بهرني عسکر هسې هم وتونکي دي د بې ثباته پاته کيدو په صورت کې به  د دوي په وينا هيواد د شوروي فوجونو د وتلو برخليک سره مخ شي. 
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/2077511092298049?sfns=mo

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و هشتم اسفند ۱۳۹۷ساعت 7:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

نړيواله خواخوږي

مسلمانانو سره خواخوږي.   
ميرمنه په احتياط ننوتله، دګلونو ګيډۍ يې دمسجد دروازه کې کيښوله، په داسې حال کې چه په اغلب ګمان د۶۰ کلونو يوه سړي يې ملتيا کوله پرته له د چه مسجد ته ديننه شي بيرته ستنه او مونځ ته تلونکو څوتنه مسلمانانو ته يې د درنښت مراسم تقديم کړ. 

دغه واقعه ماپه خپلوسترګو نن د واشنګټن ډي سي ښار دواشنګټن اسلاميک سنټر په نوم لوي مسجد چه دسپنې ماڼۍ دوه کلومتري کې واقع ده وليده چه د۴۰ کلونو په عمر يوې ميرمنې چه اصلي هويت يې ماته جوت نشو ځکه دهغې مسجد ته دراتلو په مهال ماسره دثبت يا عکس اخيستو امکانات نوه.
هغه (ميرمن) د خوب کاليوکې نغښتې وه، پوړنې يې لکه دهرې بلې امريکايي ميرمنې په قسم په سرنلاره، خو نورو کسانو سره په خبرو مې واوريده چه ياده ميرمن د نيوزيلند له پيښې په اغيزمنتيا. کليسا ته د تلو په پرته غوره بولي ترممکنه وسه مسجدونو ته په تلو مسلمانانو سره خواخوږي وکړي. معمولا عيسويان دشنبې په ورځ چيړچ ته دعبادت لپاره ځيې. اوسمهال د شنبې ورځ دماسپښين درې نيمې بجې دلمانځ وخت وو. 
  هغې زياته کړه: کله مې چه بيګا تلويزيون څخه دنيوزيلند پيښه کې دمسلمانانو دقتل پيښه ليدلي ده رواني ټکان مي وخوړ په حقيقت کی په خپل انسانيت پښيمانه شوم:
نيوزيلند کې پرون دجمعې دلمانځه په مهال يوه کس په لمونځکونکو ګولۍ وچلولې چه تر۴۹ زيات مسلمانان يې د افغان ملاامام په شمول ووژل پيښې دپورتني داستان دميرمنې په څير دنړۍ ګڼه هيوادونوکې انسانان خوابدي کړه. 
شرف الدين ستانکزي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2079566525425839?sfns=mo

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و هشتم اسفند ۱۳۹۷ساعت 7:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

پروين وايي ظلم ورسره شوي دي

پروين درانۍ، دحثيت اعاده غواړي.  
پروين درانۍ له حکومته عدالت غواړي، تور پورې کوي چه ګواکې پوليسو يې څو ورځې په متوانر ډول مخ ته مزاحمت کاوه، په عيني وخت کې يې اړونده ارګانونو ته ټلفون کړي ده خو د دې په وينا ستونزې ته يې چا ور ونه دانګل،  چه پايله کې خپله له ځانه ددفاع په موخه په يوتن پوليس د څاپيړې ګذار وکړ. 
ميرمن دراني هيله لري چه د امنيتي کامرو په ليدو به مسولين حقيقت ته متوجه شي. هغه وايي داسې سپکې سپورې ورته شوي چه اوريدل ديوې پښتنې له زغمه اوچت دي. 
دا ميرمن د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو مرستيال امرالله صالح، څخه د حيثيت داعادې غواړي هغه چه د دې په وينا غلط معلونات يې په موضوع رسنيز کړي دي. 
پروين درانۍ دوه دورې د ولسي جرګه استازې پاته شوې ده. په دا وروستيو کې يوه پوليس دعوه په کړې ده چه تالاشۍ څخه د سرغړونې په صورت کې يې په څاپيړه وهلي ده. 
که څه هم دولسي جرګې د وکيلانو له خوا په پوليسو د زور زياتي دا لومړۍ پيښه نده. خو تازه پيښې ټولنيزه رسنيو کې پراخ غبرګون وښوده. 
ولې دچارويو شمير کارپوهان وايي پښتنو کې دښځې وار تووي، دي .
خو که حکومت د قانون ټينګښت غواړي په ورته مواردو کې د لومړي نارينه سرغړونکې محاکمه بيا د ښځو ته هم قانوني جزا ورکړل شي. د دوي په وينا دشمالي ټلوتلې لنډغرو څو پلا په ملي ځواکونو وسلې پورته کړې  دي،  چه له منځه يې خراساني يوه بيلګه يادوي چه سرې سترګې ګرځي. 
شرف الدين ستانکزي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2082881785094313?sfns=mo

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و هشتم اسفند ۱۳۹۷ساعت 7:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

امريکا ته به زيان نه رسيږي خو عسکربه يې له افغانستان نه وزي.

امريکا ته دزيان نه رسيدو، او له افغانستانه دامريکايي ځواکونو د وتلو هوکړه. 

 

په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې شيبه وړاندې طالبانو د قطر مذاکراتو جزيات نشر کړل، ليکلي وه چه ۱۷ ورځينو مذاکراتو کې طالب مرکچيانو امريکو هغو سره له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او له دغه هيواده په راتلونکې کې دامريکا دولت ته دضرر نه رسيدو په ميکانيزم خبرې او مشورې وشوې چه د خبرپاڼې په استناد د پلاوې مشرانو ته دموضوع رسولو څخه به وروسته بله غونډه کې عملي اقدام په وشي.
خبرپاڼه کې دبلې غونډې وخت نوه تعين شوي. 
خو دغې موضوع ته اشاره پکې شوې وه، چه دقطر په غونډه کې د اوربند او افغان دولت سره  د مخامخ خبرو کولو څه ندي ويل شوي.  
ګڼه نورو رسنيو هم په قطر کې د مرکچيانو له قوله د خبرو د پرمختګ اشاره کړې ده خبر کې يې ويلي چه په سوله ترهوکړې وروسته امريکايي مرکچي زلمي خليل زاد ډونالټرمب دامريکا ولسمشر ته دموضوع د اورولو په نيت واشنګټن ته روان شو. خو خپله دامريکااو افغان حکومت له خوا لا رسمي خبرې په موضوع نه دي شوي 
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/2074291025953389?sfns=mo

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۷ساعت 22:14  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

اتم دمارچ يا دښځومدافعين ريښتيا وايي؟؟؟

شعار دعمل په تضاد.       
زما يو دوست  ځان ممکن وپيژني خو نوم يې نه اخلم، په داسې يو پروګرام کې دنده لري چه په يونه يوه ډول د ښځو د حقوقو مدافع ځاي دي. خو نه پوهيږم تصادف او که د ژوند حقيقت يې همداسې ده چه له ۷ کلونو راهيسې په متداوم ډول په خپل کورکې (۸)دمارچ نيټې ته لنډو يا په عيني ورځ خپلې ميرمې سره تاوتريخوالي او کورنۍ لانجې کوي! نو که همدغه کورنۍ د ټولنې مثال کړو زمونږ عمل دشعار ډير خلاف دي. 
ډيري مو دموکراسي غواړي خو دګاونډي دښځې لپاره.

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۷ساعت 22:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

زمونږ دټولنې حقيقت او دمارچ ۸ مه

استثنالري
هغوي، ډير دښځو حقوق پايمال کړي دي، کوم چه دښځو په حقوقو پوهيږي، د بيلګې په توګه زمونږ د کورنۍ هغه يو شمير خورړلنې تر هغو نورو ډيرې له ژونده راضي دي چه په اسطلاح د ټيټې کچې ياهم ښه به وي چه ووايم، په غريبو (کم زدکړو) خلکو واده دي. 
خو په معتبره  کورنيو کې هميش جنجالونو سره لاس په ګريوان او ستونځې لري. راځۍ چه اصلاح له ځانه وکړو.

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۷ساعت 22:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

جنګي جرم

طالبانو په يوه اعلاميه کې دغزني شلګر کې دملکي خلکو په موټر د بريد حال او دقربانيانو نومونه ښودلي دي په ملګرو ملتونو يې غږ کړي چه پيښه جنګي جنايت وګڼي او بيا دداسې کړونو مخ نيوي وکړي .
د شهیدانو او ټپيانو نومونه په لاندې ډول دي چې ټول ملکي خلک دي: 
شهیدان:
۱۔احمدالله،  ۲۔‎ـ تاج محمد،  ۳ ــ رحمت الله،  ۴ــ نعمت الله، ۵ ـــ محمدهاشم، ۶ـــ شیراغا، ۷ــ محمدشاه، ۸ ـــ  مجاهدالله، ۹ ـــ محمدضمیر، ۱۰ــ تاج محمد، ۱۱ـــ صالح محمداو  ۱۲ ـــ  عبدالله. 
ټپيــــــــــــــان:
١۔شیراحمد، ۲ ـــ احمدګل، ۳ ـــ  الله محمد، ۴ ـــ  عبدالحکیم، ۵ـــ  سراج ګل، ۶ـــ نورالله.  

که څه هم طالبان تور لګوي چه وژل شوي مسافر دي خو افعان حکومتي چارواکو په تازه پيښه لانظر ندي ويلي، خو په تيرو وخت کې دا ډول موارد وسله وال طالبان ګڼلي چه ددوي په وينا د ملکي خلکو له نوم څخه په استفادې ورته سفرونه او وسله وسلوال فعاليتونه تنظيموي 
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/2074104009305424?sfns=mo

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۷ساعت 19:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

قانون او شخصيتونه

چرته چه قانون وي، هلته اشخاص نه بلکې سيستم مقتدر وي. 
په دغه خبره مې هغه وخت باورلا پياوړي شو، چه ناڅاپه يوه کاري چاپيريال کې جنرال دانمکيل سره مخ شوم. 
ښاغلي دان مکيل په ۲۰۰۷ م کال افغانستان کې د ايساف د لوي قوماندان دنده په غاړه لرله، يو له ځواکمنو شخصيتونو ګڼل کيده چه له يوې سيمې بلې ته به په تلو ځمکيني او هوايي ځواک د ده ساتنې ته ګمارل کيده. 
 خو تر ۱۸ مياشتنۍ دندې وروسته هيواد ته په راستنيدو د ټولنې عادي وګړي شو؛ نه يواځې دا چه ساتونکي او کشپش نلري بلکې په په يوه کمکۍ کمپنۍ کې چه ماهلته کار کاوه، ده سره مخ شوم. 
په لومړۍ کتنه کې مې خداي شته ونه پيژانده؛ خو دافغانستان د نوم په اخيستو يې معرفت وکړ، راته خوښ شو دمره لکه کليوال سره چه مخ شوي وي. 
 ماهم نښه ورته وويله چه هرات کې مې مطبواعتي کنفرانس کې ليدلي وه او ده هم داسمعيل خان په نوم اخيستو د هرات ستاينه وکړه. 
هغه (دان) د ډوډۍ په وقفه کې خبرو ته وزګار وه، عادي وخت کې يې ترمونږ زيات کارته توجه وه. 
دافغانستان په هکله ډير خبروته ليوال وه، کلچر سره يې دمره مينه وه چه ماسره يې په افغاني دود په لاس ډوډۍ وخوړه. 
 سوله يې هيله وه دموقع په صورت کې يې بيا افغانستان ته دتلو تکل لاره دوظيفوي اصلو په بنايې دخپل تير ماموريت په هکله خبرې نه کولې، خو ويل يې که بيا چانس ورته پيدا شي افغانستان کې دشخصي سفر مينه لري. 
 په پسرلي کې يې د وردګو فضاکې ګلونو ټوکيدل، هرات او غور کې دشبتالو موسم، دکنړ سرشاره غرونو ننداره او هندکش کې دژويو يو فارم جوړښت ارمان ياداوه. 
دغه لوړ پوړي امريکايي جنرال چه اوس ترشپيتو کلونو اوښتي دلته امريکا کې ډير عادي ژوند لري. 
 په دغه عمر کې يې دکار کول ددې ثبوت دي چه نوموړي دنده کې ترمشخص معاشه نوره سفما نلرله.  
په داسې حال کې چه افغانستان کې د ده ترڅنګ دنده کې عادي خلک په ملونرانو واوښتل.
چه زه يې دنومونو ذکر دلته لازم نه بولم ځکه لوستونکي ورسره اشنا دي. 
نو د دغه جنرال زوند که،  د ګڼه نورو افغاني  لوړ رتبه ماومرينو ژوند سره پرتله کړو ، د نتيجې ته ورسيدم، چه هرځاي چه قانون محکم وي دشخصيتونو په پرتله نظام ياسيستم پياوړي وي! خو برعکس يې نظام ضعيف، شخصيتونه تبارز کوي 
بايد ووايم چه دايساف د دغه قوماندان دور کې دافغانستان مخطلفو برخو کې دبيارغونې چارې ګړندۍ او ګڼه خلک په کار بوخت وه،  جنګ ډير نوه خو د شنډنډ ولسوالۍ کې په ملکي خلکو بمبار يوه بده پيښه تکرار شوه،  چه په هکله يې اوس ډان مکيل خبرې ونکړې. 
 خو يو افغان ژباړونکي يې چه اوس هغه هم امريکا کې ميشت دي، جلا بحث کې ددغه کار پړه په ځايي چارواکو واچوله. 
 چاه چه دشندند وتلي پخواني وژل شوي قوماندان امان الله خان سره شخصي دښمني لرله. 
ويويل خارجانو ته يې ناسم معلونات ورکړي وه. 
شرف الدين ستانکزي. 

نوټ: په امريکا کې له هرچاه سره سړي دعکس اخيستو موقع لري خو د هيچا عکس په سوشيل مډيا کې له اجازې پرته دنشر اجازه نلري، کله چه له مکنيل څخه ما په سوشيل مډيا کې دعکس دخپرولو وپوښتل  په ورين تندي ومنل ويويل خوښ دي چه افغانانو سره په اړيکه کې وي. 
يادښت: له متن پرته، دعکس کاپي يانشر کول جواز نلري.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/2074028922646266?sfns=mo

+ لیکل شوی په  سه شنبه بیست و یکم اسفند ۱۳۹۷ساعت 18:21  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |