«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دفرهنګي سفرريادښت

تاسوته سیاسی،کلتوری اوټولنیزخبرونه وړاندی کوی.

 

د فرنگ کاروان له ختیځ تر لودیزه

دفرهنګیانو دغه ۳۰ کسیزه ډله د ننګرهار د فرهنګیانو په بلنه په یوه اونۍ سفر ننګرهار، کنړ، او لغمان ته تللي وه، د سیمې د موجوده سیاسي او ټولنیزۍ وضعۍ حال احوال څخه یۍ ځان خبر کړ او په خپلو منځونو کۍ ژورنالیستانو او فرهنګیانو بیلابیلو برخو کې نظریات سره بدل رابدل کړه.https://www.facebook.com/photo.php?fbid=273268336055676&set=a.118655824850262&type=3

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و نهم آذر ۱۳۹۷ساعت 18:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

مذاکراتو کې په اوربند او موقتي ادارې جوړښت بحث نده شوي

‫طالبانو‌ په يوه خبر پاڼه کې هغه اوازې رد کړې چه ګواکې امريکايانو سره يې مرکچي پلاوي ابوظهبي ښار کې د اوربند، افغان حکومت سره د مذاکراتو، د ټاکنو څرنګوالي او دلنډمهاله حکومت خبرې کړې.‬
‫ذبح الله مجاهد ليکلي چه مجلس کې د بهرنيانو په وتلو، په ولسي خلکو د بمباردونو دتوقف او بنديانو سره د انساني سلوک او ازاديدو بحث وشو. خبرپاڼه کې دحکومت څرنګوالي، ټاکنو او د اوربند بحث کورنئ موضوعات ياد شوي وه.
دغه راز د دوي په خبره بهرني اشغال يې د ټولو ستونځو زيږنده ياده کړي وه ځکه د خبرو اساسي محور همدا ټکئ وه. دافعان حکومت مشرتابه ته د ابوظهبي ښار مذاکراتو کې ونډه نوه ورکړل شوې، خو ګڼه چارواکو يې غونډه مفيده ګڼلې ده.هيله يې ښکاره کړې ده چه سوله به رامنځ ته شي. عام افغانان يې هم د بري دعاکوي.
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/1955894034459756/

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم آذر ۱۳۹۷ساعت 16:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د سولي کره احتمالي پرمخ تګ

طالبانو په ډاګه د سولې خوځښت وکړ.
امريکايان د خبرو په ميز ورسره ناست دي.
او افغان دولت هم پرته له دچه مذاګراتو کې شامل شي سولې ته هرکلي ووايه، چه دا دحکومتي چارواکو دوطن دوستي او زغم ببلګه ګڼلي شوو.
حمدالله محب، د امنيت سلاکار په خپله تويتر پاڼه ليکلي دي سوله بريالي او خبرې يې جدي دي.
نړيوال ځواکونه، افغان دولت او. طالبان يو ډول د سولې دراتلو اراده ښودلې دي، اولسونه هم ورته نږي دي په ډيره تلوسه يې هرکلي کوي؛ خو ځينې تش په نوم مدني فعالان په خپلو فسبوک پاڼو کې پرته له دليله دسولې په لارکې دخلکو د ذهنونو د خرابۍ هڅه کوي، چه زما په اند ياخو مريضان دي ياهم د مخربو ، وطن فروشه اشخاصو زمن دي چه دمسلمانانو په ځانګړي ډول دافعانانو د سوکالي ورځ نشي ليدلي.
د سولې موجوده شرايط ډير نازک دي چه هر وړکۍ غلط اقدام يې ړنګولي شي، ممکن مونږ ډير ارمانونه لرل؛ خو د سولې لپاره به ترې تيريږو، هيله کوم دويتانو: دغه ډول منفي کسان ياخو د فسبوک له پاڼو لرې، يايې هم په مخ دلعنت څپړه ورکړي چه بياد ليکنې جرأت ونکړي. عام افغانان د سولې لپاره شرطونه نلري. فقد ازادئ غواړي نه هرتن ځانته خپل سره واکمنۍ.
شرف الدين ستانکزيhttps://www.facebook.com/100001175349845/posts/1954828084566351/

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و هشتم آذر ۱۳۹۷ساعت 6:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دميدان کدرونه

نن ورځ به مو له داسې يوه پياوړي ژورناليست  سره اشنا کو چې که غږ يې واورئ ښايي ډير ژر يې وپيژنئ، خو دا چې هغه څوک دی، څه لاسته راوړنې لري او چيرې اوسيږي په لاندې ليکنه کې يې ولولئ.

 ښاغلی شرف الدين ستانکزید هيواد په سطحه پياوړې ژورناليست ښاغلی شرف الدين ستانکزی دميدان وردګو ولايت نرخ ولسوالۍ دتوکرک قريې جلال بابا، کلي حاجي جانان په کور کې يې په ۱۳۵۳هج لمريز کال، دنياته سترګې وغړولي. دقيق هغه کلونه چه په هيواد مو د خون ريزۍ دچپې پيل يادولي شو، ځکه نو دهغه په خپله وينا چه  ښونځي کې يې يواځې داخله کړې وه؛ نور د زمان جبر د کمکيتوب خياليونه او خوبونه ترې تښتولي وو، دټوپک او بمونو، باروتو سيوري لاندې يې  په بې چاره ګۍ کې ژوند کاوه، خو د کورنۍ په ځانګړي ډول د پلار او مشر ورور په ملتيا له تعليم لرې ندی پاتې شوی، خصوصي زده کړې يې لومړي د شهيد ګل محمد ښونځي پرانست سره په ګرځنده ښونځي کې د وهم په چاپريال کې پيل او دامريکا د بهرنيو چارو د رهبرۍ د پروګرام د سند ترلاسه کولو پورې لاهم دوام ورکوي. د درس پيل يې ګرځنده ښونځي او دوهم فضا يادولی شو؛ هغه په دې معني چه په دې وخت يعني ۱۳۶۳ هج لمريز کال دمجاهدينو تر ولکې لاندې سيمو باندې ټول مدنی خدمات توقف شوي وو، که به د ورځې چيرته دانسان څرک، يا دشپې په مهال درڼاڅرک، وليدل شو دځمکې او هوا له لارې به د وخت د حکومت تر بريد لاندې راتلل، ځکه نو له وهمه به خلکو ژوند د ځنګلونو يا غرونو په شيلو، سمڅو کې تيراوه، د شهيد ګل محمد ښونځئ هم هغه مهال له لمړی ټولګي دحاجي کمال الدين په يوه ځنګله کې د ولسي خلکو په زيار پيل؛ چه بيا وروسته دسنګرحق په نوم جبهې مالي ملاتړ ورسره وکړ.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم آذر ۱۳۹۷ساعت 6:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دافغانستان معاصر تاريخ کې څرګنده دي چه درې ځواکمن حکومتونه د ميرمنو په موضوع ړنګ شوه

 

(افغان ښځې او دقوي حکومتونو ذوال)

زما قدم په زر، روپۍ دي، ۱۰۰۰ قدمه ږدمه... جانانه ټول په تاحساب دي، ځکه د غيږې ته درځمه. 

دپښتو ادب، دغه لرغونې سندره ياشعر د ۱۴ ثانيو قانون تر موضوع را په زړه شوه. 

دا، يا ديته ورته مينه ناکه اشعارو څخه راته جوتيږي، چه د مينې او جنسي تمايل اصلي هڅونکې نه، يواځې داچه ښځينه دي،  بلکې په اقتصادي لحاظ دځوانانو لپاره ملاماتونکي بار هم دوي (ښځينه) ږدي. 

بل طرف پورتني شعر ښيئي چه پښتنې پيغلې وړيا نه، بلکې د نارينه وو لپاره دهرقدم زر،  په ضرب د زر،  قدمه کې غټ قيمت يامشروع سره کرښه ايښې ده. چه يادې کرښې ته، بېوزله ځوانان يا په ټوله کې نارينه، دنږديکت جرأت نشي کولي. 

 موضوع دلته يواځې سندره کې نه خلاصه کيږي، بلکې دښځو ارزښت دافغانئ ټولنې د ول ور، يا په دري اسطلاح تويانې څخه ښکاره، دي. 

خو په ورستيو کې فسبوکي منابع د افغان حکومت، د ښځو چارو ادارې؛ له خوا د داسې قانون چه نامحرمې ښځې ته په ۱۴ ثانيوکتلو به نارينه  ۱۰۰۰ افغانۍ جريمه ګالي، د پورتنۍ شعر په تناسب ډير ارزانه، حتي د ښځو د توهينولو يو ډول يې بللي شو.

په داسې حال کې چه له اسلامي اصولو سره هيڅ نامحرم نارينه بلې ښځې ته داندک قصدي ياشهواني نظر اجازه نلري. 

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1945626628819830/


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و یکم آذر ۱۳۹۷ساعت 6:15  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دميدان وردګ کدرونه

خدايﷻ حاضر او شاهد ده، چه بيګا شپه ديوه خوب په ليدو مې د ژوند عجب امتحان وليده.
خوب داسې وه:
هرات کې دخبريالانوپه اړوند دکومې لويې ټولنې کوربه وم خو دمجلس په جوړيدو د ميک او ميز اختيار بل چا رانه واخيست، مايوس او ګله من شوم.د پښتو هغه لنډۍ مې په زړه شوه چه وايي:
جانانه خپل وطن ته راشه؛؛؛ پردئ وطن د خلکو قدر کموينه"
ويښ شوم!! که څه هم لا مسافروم خوعادت سره سم مې سهار دفسبوک په پرانست سره په يوه ليکنه زړه خوښ خو په عيني حال کې خجالت غوندې شو.
هغه داسې.
الف؛ د خوښۍ احساس مې د دوستانو يادونه وه طبعيي دي.
ب ؛ خجالت ځکه شوم چه ميدانيانو ياد کړي وم چرته چه زما زوکړه، شوې ده، خاپوړې مې کړي دي او د زلميتوب بدمسته عمر مې تير کړي دي.
داهغه عمر دي چه اړونده سيمې او خلکو ته يې ما پرته له زجر بل څه ندي ورکړي؛ خپله يې په دوره ځان ولس ته ملامت بولم!!! په هرصورت تير په هير، اما نن هغو خلکو چه بايد ما بښنه ترې غوښتې وي، دوي لابد رد راته ويلي، زما د کړنو هرکلي کړي ده، ځکه يې نو په لاندې الفاظو دمحبت مننه کوم.

شرف الدين ستانکزي


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه بیستم آذر ۱۳۹۷ساعت 18:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

خلک ولې د زمنو په زوکړه توپک ډزوي؟ مهربانه خو لوڼه وي.

"لوڼه، تر زامنو، ډيرې مينه ناکې وي"
همهاله په شنه سهار، مې دفسبوک په پرانست دماشومې لور انځور تر سترګو شو، راياد يې کړ چه درې کاله دمخه مې ديسرا لور د ۵ کلنۍ کليزه کې حضور نلاره، دغه انځور ته مې کتل حس کوله مې چه زامن مې په حرص دهغې دخوښئ کيک ته ګونډې وهلي دي خو يسرا صابره معلوميږي دهمدغه تفکر جمله مې لانوه بشپړه لوستې، چه کړنګ د کور له نمبره زنګ راغئ په خيرالله ويلو سره مې هوکې بټن وواهه چه يسرا د خپلې ۸ کلنۍ مبارکي راکړه په دوام يې وويل: اغاجانه ته دراته ژوندئ... ممکن هغې به نورڅه هم ويل خو ټلفون مې دوه زمنو په زور ترې خپل کړ ويويل جمپرونه مو اخيستي دازمونږ کليزه ده نجلۍ، يسرا هسې خوشحاله ده کليزه خو زمونږه هلکانو وي.
دوي خبرې اوږدې کړې راته وويل چه راتلې ښه ګيمونه او مبايلونه ډالۍ راوړې.
مايې فقد خبرو ته غوږ نيولي وه.
ومې پوښتل يسرا، تاته چۍ در وړم؟ ځواب يې دماشومانو د خوي خلاف وه ويويل: فقد ته په خير راشه نور خيڅ نغواړم.
فکر مې وکړ چه نجونې تر هلکانو ډيرې مينه ناکې او مهربانه وي.https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1936197323096094/
خو پلرونه د زوي په زوکړه ټوپک ډزوي!!!

+ لیکل شوی په  چهارشنبه چهاردهم آذر ۱۳۹۷ساعت 20:52  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دوه مخي

(دايراني چارواکو درواغ بربنډ شوه)
ايراني چارواکي چه هميش د امريکا خلاف څرګندونې کوي، خو د پردې تر شاه حقيقت بل ډول دي.
چه موضوع يې ډيره پيچيده څرګند ثبوت يې رسنۍ په اسانه نشي موندلي ،. ولې داسې ښکاري چه مخالفت يې کاذب او د پردې ترشاه ګډپلان په مخ وړي
ورته استدلال د نظر ډيرو خاوندانو لاره خو د کره منابعو نه شتون يې ويل ګران کړي وه.
خو په تازه نوښت کې يو شمير امريکايانو چه په يوه نه يوه ډول د ايران له خوا زيانمن شوي دي د ايراني چارواکو د اولادونو يا خپلوانو نومونه رابرسيره کړه چه د امريکا بيلابيلو ايالاتو کې نازدانه، او سوکاله ژوند کوي .
پورتنيو انځورونو کې دمعصومه ابتکار زوي ښکاري لاسنجلس ايالت کې اوسيږي
۲ عکس د علي لاريجاني د لور اوهايو ايالت، کې او دريم مخ پټي انځور د موجوده ولسمشر حسن روحاني د وراره دي نيويارک استوګن دي
په دغه ډول ګڼه نور لوړ پوړي ايرانيان يا اولادونه يې امريکا کې ميشت دي خو په درواغو يې مشرانو امريکاسره په ګاذبه دښمنۍ ايرانيان د فقر تر کچې را رسولي او د افغانستان په شمول يې عراق يمن، ثريه او ګڼه نورو ملکونو کې په همدغه پلمه په مسلمانانو ځمکه سور اور او نظامي حضور لري. د همدغې شوم پلان د پلي کولو په غرض يې مذهبي جنګ هم د مسلمانو منځ کې دود کړي کوم چه ګټه يې د اسلام خلاف کړيو ته رسيږي
شرف الدين ستانکزي.
نوټ: دوستانو مطلب ترنظر وروسته شريکولي هم شئ/https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1934868059895687/

+ لیکل شوی په  سه شنبه سیزدهم آذر ۱۳۹۷ساعت 22:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

جرم فردي دي

د رباني لور موډله او زوي يې خارج کې د فحشافلمونه نندارې ته وړاندې کوي؛ خو هيچايې جرم کې د پلار يا د بهرنيو چارو د وزير ورور نوم ورګډ نکړ، چه نه هم بايد ګډ شي ځکه جرم فردي دي.
خو د جنرال عبدالرحيم وردګ د زوي په قضيه کې بيا اصلي متهم ورک د جنرال وردګ نوم کښته پورته کيږي.
بياهم وايم ځينې دوستا نا اګاهانه داسې ليکنې کوي او ځينې بيا په شعوري ډول د پښتنو مشرانو تاريخ خرابولو پروژه په مخ وړي.
که څه هم وردګ په اصل کې د پښتو په ننګه نه کومه توره کړې ده او نه يې پښتانه مشر بولي.
خو پښتون ضده کړۍ اوس لګيا دي همدا وايي چه رحيم وردګ لنډغر.. .چه داسې ليکنې فقد دپښتنو دتاريخ خرابولو په موخه کوي. خو د هيواد وضعيت لکه لمر غوندې روښانه دي ولس او نړيوال پوهيدلي دي چه لنډغر څوک؟ او له خپل موقف څخه يې څومره شخصي ګټه وکړله. يو سپيناوي بياهم کوم چه پښتانه په اکثريت کې د لنډغرو مخالف او دمجرم پلوي نه کوي اونه هم زما ننۍ ليکنه د چا لنډغر دفاع کې دي. خو دلته دشخصيت وژنې موضوع ده او اصل مجرم څخه بايد فام بل پلو نشي.
نو پښتانه ليکوالان بايد دغې باريکۍ ته متوجه ووسي.
که د جنرال وردګ د واک مهال ته کتنه وکړۍ، د ميدان وردګ په کچه خو څه؛ دخپل کلي په کچه يې چاته شخصي ګټه ندي رسيدلې. داچه هيواد ته يې څه کړي؟ هغه به تاريخ قضاوت وکړي.
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1933381350044358/

+ لیکل شوی په  دوشنبه دوازدهم آذر ۱۳۹۷ساعت 22:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

جرم فردي دي

د رباني لور موډله او زوي يې خارج کې د فحشافلمونه نندارې ته وړاندې کوي؛ خو هيچايې جرم کې د پلار يا د بهرنيو چارو د وزير ورور نوم ورګډ نکړ، چه نه هم بايد ګډ شي ځکه جرم فردي دي.
خو د جنرال عبدالرحيم وردګ د زوي په قضيه کې بيا اصلي متهم ورک د جنرال وردګ نوم کښته پورته کيږي.
بياهم وايم ځينې دوستا نا اګاهانه داسې ليکنې کوي او ځينې بيا په شعوري ډول د پښتنو مشرانو تاريخ خرابولو پروژه په مخ وړي.
که څه هم وردګ په اصل کې د پښتو په ننګه نه کومه توره کړې ده او نه يې پښتانه مشر بولي.
خو پښتون ضده کړۍ اوس لګيا دي همدا وايي چه رحيم وردګ لنډغر.. .چه داسې ليکنې فقد دپښتنو دتاريخ خرابولو په موخه کوي. خو د هيواد وضعيت لکه لمر غوندې روښانه دي ولس او نړيوال پوهيدلي دي چه لنډغر څوک؟ او له خپل موقف څخه يې څومره شخصي ګټه وکړله. يو سپيناوي بياهم کوم چه پښتانه په اکثريت کې د لنډغرو مخالف او دمجرم پلوي نه کوي اونه هم زما ننۍ ليکنه د چا لنډغر دفاع کې دي. خو دلته دشخصيت وژنې موضوع ده او اصل مجرم څخه بايد فام بل پلو نشي.
نو پښتانه ليکوالان بايد دغې باريکۍ ته متوجه ووسي.
که د جنرال وردګ د واک مهال ته کتنه وکړۍ، د ميدان وردګ په کچه خو څه؛ دخپل کلي په کچه يې چاته شخصي ګټه ندي رسيدلې. داچه هيواد ته يې څه کړي؟ هغه به تاريخ قضاوت وکړي.
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1933381350044358/

+ لیکل شوی په  دوشنبه دوازدهم آذر ۱۳۹۷ساعت 22:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دور په اړه د بي بي سي راپور

بي بي راډيو لومړۍ راډيو وه چه د ور په اړه يې لومړي را پور نشر کړ 

https://www.bbc.com/pashto/lg/afghanistan/2010/03/100320_hh-herat-wur.shtml

https://www.voadeewanews.com/a/4390004.html

 

پورتنئ راپور د ډيوه دراډيو دي

 

داهم د اشنا راډيو تلويزيون راپور دي

https://www.facebook.com/voapashto/videos/1964371953593626/

 

امريکا ته زما نوي راتګ شايسته سعادت مرکه

https://youtu.be/3XXzLFN6dzQ

 https://youtu.be/_32rOHZ0vis

+ لیکل شوی په  دوشنبه دوازدهم آذر ۱۳۹۷ساعت 5:27  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دسولې ناندرۍ

(سوله او خنډونه)
افغان ولسمشر د جنيوا کنفرانس کې د سولې لپاره ديوه ۱۲ کسيز ټيم جوړښت حال ور کړ. خو طالبانو په تازه بيان کې بيا په هغه هوډ ټينګار وکړ چه د سولې د خبرو طرف يې امريکا ده.
ذبيح الله مجاهد خبر پاڼه کې رسنيو ته ويلي چه افغان حکومتي چارواکي دسولې واک نلري.
خو دګډحکومت چارواکو ښاغلي محمد اشرف غني او عبدالله، عبدالله دواړو په يوه خوله د جنيوا مجلس کې د سولې په بريا ډاډ ورکړ، ويويل ښه پلان ورته لري اوپه دغه برخه کې دافغان حکومت د سولې د ملکيت او مشر تابه تاکيد تکرار کړ.
د ملګرو ملتونو يوه ګډونوال استازي له خواه هم دافغان سولې په اړوند د مرستې ژمنه وشوه.
دافغانستان لپاره د امريکا ځانګړي. استازي زلمي خليلزاد تيره مياشت د طالبانو له استازو سره قطر کې مخامخ خبرې کړي.دي.
.
نوټ: دوستانو؛ د جګړې د طرفينو ضدونقيص خبرو ته په فام د سولې د بريا نظريات مو راسره شريک کړي.

شرف الدين ستانکزي. 

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1926263187422841/

+ لیکل شوی په  دوشنبه دوازدهم آذر ۱۳۹۷ساعت 2:48  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دزم زم اوبو حيرانونکي ځانګړنې

اسلامي ارزښتونه
صابر مې ملګري دي، په دا وروستيوکې له امريکې څخه سعودي عرب ته په سفر دعمرې حج ته تللي وه، بيګايې په خوښۍ اومبارکي ستړي مشي ته ورغلي وم.
خدايﷻ د يې عبادتونه قبول کړي.
مجلس کې د پاکستان په شمول د کشمير ځينې دوستانو سره هم معرفي شوم.
د زم زم، اوبو څخه مو خوند واخيست او په عالي کيفيت يې مجلس کې يوه تن په زړه پورې معلومات ورکړه ويويل:
اته کاله د مخه حج ته تللي وم ما په ټول عمر کې له فلتر پرته اوبه نه څښلي او نه مې هم معده هغه قبلوي، خو جالبه داده چه د زم زم اوبو کې جالب صفات وه پرته له فلتره مې وڅښلې دصحت احساس مې کاوه
بل دا چه معمولي اوبوپه څښلو تشناب ته د تلو ضرورت راته کيږي خو دزم زم په اوبو څښلو کې داسې ضرورت نوي. بل تر ټولو جالبه داده چه عادي اوبه، يوه اونۍ ساتلو باندې چټلې شي. خو زم زم، اوبه مې اته کاله ساتلي لاهم ترو تازه دي
شرف الدين ستانکزي.

https://www.facebook.com/100001175349845/posts/1928898957159264/

+ لیکل شوی په  دوشنبه دوازدهم آذر ۱۳۹۷ساعت 1:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |