«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ولسی جرګې د پنځه نورو وکیلانو،  دندې هم وځن‌‌‌‌‌‌ډولې

د افغانستان ولسي جرګې د دې جرګې پنځه نور غړي د ډېرو غیر حاضریو له امله له ټولو امتیازاتو څخه بې برخې کړل چې پرلپسې شل ورځې يې د دغه جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په ناستو کې ګډون نه و کړی.

په دغو وکیلانو کې امان الله ګذر، ملا عزت الله عاطف، علم خان ازادي، پیر بخش ګرديوال او اسحاق رهګزر نومونه شامل دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي د دغه جرګې د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې دغه وکیلان نور نشي کولای چې د ولسي جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په ناستو کې ګډون وکړي.

عبدالقادر ځاځی.

هر هغه غړی چې په يوه جلسه کې شل ورځې غېر حاضري ولري، له ټولو امتیازاتو محروم او په جلسو کې د ګډون حق نه لري، نو د داخلي وظایفو د اصولو له مخې د کوموکسانو نومونه چې ما ولوستل دغه ماده پرې صدق کوي."

ولسي جرګې د داخلي دندو د نوې لایحې له مخې تردې وړاندې هم د پرلپسي غیر حاضریو له امله د څلورو نور وکیلانواحمد بهزاد، بشیر احمد ته ینج، فرشتې انوري او د پروین درانۍ دندې ځنډولې او ټول امتیازات يې ترې اخیستي دي.       

+ لیکل شوی په  شنبه دوم اردیبهشت ۱۳۹۶ساعت 23:21  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

طالبان وایی؛ د بلخ د قول اردو، برید یې د دوی، د کندذ او بغلان، ولایاتو د والیانو انتقام وو.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان سکرټر حساس شینواري ازادي راډيو ته وویل چې پر یاد قول اردو د وسله والو طالبانو په پرونۍ حمله کې د ملي اردو ۱۳۸ سرتېري وژل شوي او ۶۴ نور ټپيان شوي دي.

تر دامهاله یو شمېر کورنیو او نړیوالو رسنیو په دغه پېښه کې د رامنځته شوي مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورنه ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت امنیتي وضعیت او پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله کې د ټپي شویو سرتېرو پوښتنې لپاره دغه ولایت ته تللی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې ولسمشر غني دا مهال د ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځي روغتون کې د ټپي شویو سرتېرو څخه لیدنه کوي.

وسله وال طالبانو تېره ورځ پر یاد قول اردو ډله ییز برید وکړ چې تر څو ساعتونو یې دوام وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرئیه عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د ناټو قوماندان دا برید غندلی او یو جنایت یې بللی.

د طالبانو په ویاندۍ ذبح الله مجاهد د دغه برید مسولیت واخیست، رسنیو ته یې په یوه لیږل شوی پيغام کې ویلی چه برید کې لس تنه طالب وسله وال شامل وه، د ده په وینا سلګونه عسکر یې له منځه وړی، هغه وایی موخه یې په دا وروستیوکې د طالبانو تشکیل کې ،  د کندز او بغلان ولایاتو،  والیانو وژلو انتقام اخیستل و، یاد طالب والیان تیره میاشت د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو خاصو، ولی جلا، جلاعملیاتو کې له منځه تللی و چه واقعه  یې په خپل وخت افغان حکومت تایید کړې وه 

+ لیکل شوی په  شنبه دوم اردیبهشت ۱۳۹۶ساعت 15:24  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |