«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

طالبانو بغلان کې د خپل والی وژل تایید کړه

د طالبانو ویاند ذبح االله مجاهد، رسنیو ته په یوه لیږل شوی پیغام کې، تایید کړه چه د بغلان لپاره د دوی والی، او ورسره څلور ملګری هوایی برید کې ووژل شوه. د طالبانو د پیغام یوه برخه په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دی.


تیره شپه په هیواد کې میشتو اشغالګرو ځواکونو دخپلو مرتزقه غلامانو په ملګرتیا د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مجاهدینو په یو میشت ځای چاپه ووهله،  د مجاهدینو په غبرګون کې ګڼ شمیر دښمنان ووژل شول، وروسته دښمن په سیمه بمبار وکړ چې له امله یې د بغلان ولایت لپاره د اسلامي امارت والي صاحب  مولوي لعل محمد محمدي له خپلو ۴ ملګرو سره دشهادت لوړ مقام ته ورسید. انالله واناالیه راجعون
قربانۍ او

+ لیکل شوی په  چهارشنبه سی ام فروردین ۱۳۹۶ساعت 15:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

امریکې ته د کرزی ګواښ

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې امریکا په ننګرهار کې د 'اتم په څیر' بم په استعمالولو سره د دغه هیواد ملي حاکمیت نقض کړی او د افغانانو عزت ته یې سپکاوی کړی دی.

ښاغلي کرزي امریکا تورنه کړه، چې په دغه بمي برید کې یې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې خپل نوی جوړ شوی بم یې آزمایلی دی.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي چې په کابل کې د ډیورنډ په اړه د ملي محور ګوند له خوا رابلل شوې غونډې ته وینا کوله وویل، پریکړه یې کړې، چې امریکا به له افغانستان څخه وباسي.

هغه د دغه بم استعمال د افغانانو عزت ته سپکاوی وباله او په ټینګار سره یې وویل، چې له دې وروسته به د امریکا په خلاف خپل غږ پورته کړي.

پخواني ولسمشر وویل "که دویم کس راسره ودریږي او که نه، خو ما دا پریکړه کړې، چې په افغانستان کې به د امریکا د ظلم مخه نیسم، دا نه یواځې زموږ وژنه وه، زموږ د چاپیرییال خرابول وو، بلکې زموږ عزت ته سپکاوی وو، دومره دې موږ بې‌ارزښته وګڼلو، دومره دې دا خاوره بې‌صاحبه وګڼله، دومره دې دا خاوره بې‌هیڅه وګڼله، چې راغلې او پر موږ دې تر ټولو وژونکی بم استعمال کړ."

+ لیکل شوی په  شنبه بیست و ششم فروردین ۱۳۹۶ساعت 20:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د کریکت بریا

افغان کرکټ لوبډلې په وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د اوو ویکټو په توپیر ایرلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو لوبو اتلولي خپله کړه.

ایرلنډ لوبډلې بیټنګ پیل کړ او په ۴۸ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۲۲۹ منډې هدف وټاکه.

افغان کرکټ لوبډلې په ۴۸ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ او د دغه لوبو اتلولي یې خپله کړه.

د پنځوسو اوریزو یو ورځنیو لوبو له جملې دوې لوبې افغانستان او دوې هم ایرلنډ ګټلي وې.

تر یادو لوبو مخکې دری شل اوریزې لوبې د یادو ټیمونو ترمنځ تر سره شوي وې چې درې واړه یې افغانستان ګټلي وې.

په نننۍ پنځوس اوریزه لوبه کې رحمت شاه او سمیع الله شینواری وتوانېدل چې لوبه د خپل ټیم په ګټه تمامه کړي.

د افغان لوبغاړو د تشویق لپاره د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي شورا یو شمېر غړي هم هند ته تللي و.

+ لیکل شوی په  جمعه چهارم فروردین ۱۳۹۶ساعت 21:42  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

امریکا روسیه کې د افغان سولی مجلس کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون نه کوی

متحده ایالاتو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د بحث لپاره په هغه کنفرانس کې د ګډون بلنه رد کړې ده چې د روسیې په نوښت په مسکو کې جوړېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون وویل، د متحدو ایالاتو استازي به په مسکو کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

دې چارواکي چې رسماً د خبرو اجازه نه لري او ځکه نه غواړي نوم یې واخیستل شي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته په دې غونډه کې د امریکا د نه ګډون د علت په اړه ویلي دي چې په دې اړه له امریکا سره مخکې له مخکې سلامشوره نه ده شوې او امریکا نه پوهېږي د دې کنفرانس له جوړولو د روسیې اهداف څه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسکو د غونډې په اړه تراوسه رسماً څه نه دي ویلي.

+ لیکل شوی په  جمعه چهارم فروردین ۱۳۹۶ساعت 21:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |