«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

نوروز


‫نوروز‬

‫دغه جشن د زردشت مذهبی دود څخه عبارت دی، چه د تاریخی روایاتو په بنسټ 13 او یاهم څه زیاتې ورځې به یې دوام لاره، ایران کې لاهم په ورته ‌‌‌‌‌‌ډول لماتځل کیږی‬
‫زردشت، د اسلام له ظهور نه د مخه د اسیا وچه کې لوی دین در لود چه مرکز یې بلخ یاد شوی دی د اور عبادت به یې کولو‬
‫زردشتیانو عقیده لرله چه د پسرلی په لومړۍ ورځ د دوی خدای ځمکې ته راځی د درنښت له پاره یې پلویان ازاد طبعت ته وتل د اورونو په بلولو به یې مروج عبادت، اور لوبې او ګ‌‌‌‌‌‌ډاوې کولې؛ کور کې پاته کیدل ګناه بلل کېده، کوم چه ایران کې په ورته دود رواج دی 13ورځې خلک له کورونو بهر وځی او پایله کې د سیزده بدر، په نوم د خپل مراد له مخې شنیلی <سبزه>غوټه کوی عقیده لری چه د سبزې په تړلو به مراد حاصل، اوخدای به یې دعا قبوله کړی معمولا ځوانان چه کوژدنی نوی دا کارکوی. ‬
‫د اسلام علماو له سره د نوروز د ښه طبعت مخا لفت نه ده ښودلی بلکې په زردشتی، عقیده لمانځل یې حرام او خرافات یې منعه کړی دی، بدبختانه چه یو شمیر کسان اګاهانه او ځینې غیر شعوری ملایانو پسې بد وایی چه ګواکې د دوی د تمدن مخه نیسی؛ په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول ځینې پښتانه قلموال خو لا خپلو نظریاتو کې علماو سره د کفر تر کچې له نوروز لمانځلو سره مینه څرګندوی؛ په کومه کچه چه ایرانی قلموالو لاهم ځانته جرات نده ور کړی. ‬
‫دا چه ایران یاهم نور غیر پښتانه د نورز په اړه څه نظر لری، په اړوند یې نه یواځې دا چه څه نوایم بلکې، نظر ته یې درنښت هم لرم، خو پښتانه ځوانان باید لږ فکر وکړی، خپل تاریخ ته په فام باید سر خلاص کړی، چه دا د فارسی ژبو د خپل سیاسی قلمرو او نفوذ غځولو یوه لار ده، چه په ورته له لاسه تللو دودونو بیا ژوندی کولو یې موخه، په مخ بیایی، ‬
‫نو؛ د پسرلی له لومړۍ ورځې خوند اخیستل زمونږ یو بشری حق دی طبعت کې ازاد تګ راتګ، تفریح... به زوق سره سم او د کلتور مطابق کوو، خو د زردشتی عقیدې مطابق یې لمانځل ماته هم ښه نه ښکاری. په حرمت یې د اسلام د علماو د نظر پلوی کوم.‬

+ لیکل شوی په  دوشنبه سی ام اسفند ۱۳۹۵ساعت 0:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |