«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

د یوه افغان فعالیت

.. کوهىJan 26, 2015 - 00:00ميمنه (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د فارياب ولايت يوه اوسېدونکي په خپل نوښت د اوبيزې برېښنا سلګونه کوچنۍ پروژې جوړې او د لسګونه زرو کورنيو لپاره ګټې اخيستو ته سپارل شوې، خو نوموړى وايي چې د دولت د مرستې په صورت کې به داسې توربينونه جوړ کړي چې ګاونډيو ولايتونو ته هم د برېښنا لېږدولو وړتيا ولري.عزت الله چې له خپلو وروڼو سره د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې تخنيکي کارځاى وايي چې په تېرو ١٠ کلونو کې يې د اوبيزې برېښنا شاوخوا ٣٠٠ پروژې په پښتونکوټ، پلچراغ، ګرزوان، کوهستان، المار او قيصار کې پلې کړې چې شاوخوا ٧٠ زره کورنۍ يې له برېښنا ګټه اخلي.هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له اوبو د برېښنا د توليد ٢٤٠ کوچنۍ پروژې د خلکو او څه باندې ٦٠ پروژې يې د کليو پراختيا وزارت له خوا د اکتيد په نوم د غير دولتي موسسو د تخنيکي او پراختيايي همکارې موسسې او د بشري مرستو د همغږې کوونکې درې (سي اېچ اى) په همکارۍ د ملي پيوستون له شوراګانو سره په تفاهم جوړې کړې دي.عزت الله چې ٣٦ کلن دى وايي چې په دغو پروژو کې له ډاينمو او کېبل پرته نور ټول جوړ شوي وسايل لکه توربين، موتور، څرخ، نل او ساختماني چارې خپله د ده له خوا چمتو او ترسره شوې دي.هغه زياته کړه چې د ځايي خلکو له خوا له جوړ شوو برېښنا ځايونو پر هر يوه ٣٠٠ زره افغانۍ لګښت راغلى او له ٢٥٠ څخه تر ٣٠٠ پورې کورنيو ته يې ١٠ کيلوواټه برېښنا چمتو کړې ده.نوموړي وويل چې هره کورنۍ د څلورو ګروپونو او يوه ټلويزيون د روښانولو حق لري او مکلف دي چې په هره مياشت کې له ١٢٠ تر ١٥٠ پورې افغانۍ د برېښنايي پروژې د ساتنې او احتمالي ستونزو د مخنيوي لپاره ځايي شورا ته ورکړي.دغه نوښتګر شخص زياته کړه چې د ده د تخنيکي وسايلو پر مټ د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له خوا پلې شوې پروژې کم لګښت او ښه کيفيت لري او له ولسي پروژو نه لوړي دي چې له ١٠ تر ٦٤ کيلوواټه پورې برېښنا توليدوي، تر څنګ يې ٢٥٠ څخه تر ١٥٠٠ پورې کورونه روښانه کړي چې ټوليز لګښت يې له دوو نيمو څخه تر پنځو ميليونو افغانيو پورې دى.د ګرزيوان ولسوالۍ د دهمران اوسېدونکي عبدالرحمن وويل، څو کاله کېږي چې په خپل کلي کې له جوړې شوې اوبيزې برېښنا ګټه اخلي او له دې برېښنا يې درې ٢٤ واټه ګروپونه روښانه کړي، مبايل ترې چارچوي او د مياشتې ١٢٠ افغانۍ ورکوي.د پل څراغ ولسوالۍ د نشتر کلان سيمې اوسېدونکي حبيب الله وويل، له هغې ورځې چې د دوى په سيمه کې اوبيزه برېښنا جوړه شوې، د خلکو په کړو وړو او افکارو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.هغه زياته کړه: ((پخوا به خلکو د الکين د څراغ رڼا ته د شپې ډوډۍ خوړه او د تېلو د لګښت له امله به يې له وخت وړاندې مړه کول، له ټولو معلوماتو امکاناتو لکه ټلويزيون او راډيو څخه محروم وو، خو اوس يې ماشومان د برېښنا په رڼا کې درس وايي، خلک ټلويزيون ګوري، له خبرونو، کورنيو او بهرنيو پېښو خبرېږي.))عزت الله زياته کړه: ((زه مسلکي زده کړې نه لرم، يواځې څو کاله مې په ديني مدرسه کې سبق ويلى، خو هغه څه مې چې له پلاره زده کړي او په تېرو شلو کلونو کې مې د تخنيکي مسايلو تجربې ترلاسه کړې، په اسانۍ سره پرې کولى شم د اوبو ځاى، لوړ والى او فشار وسنجوم او له مخې يې توربين او نورو د برېښنا د توليد وسايل جوړ کړم.))هغه زياته کړه تر اوسه يې چې څه کړي، موخه يې يوازې د هېواد د وروسته پاتې خلکو خدمت او بيا د خپلې کورنۍ د اړتياوو پوره کول وو، خو تر اوسه ورسره هېڅ کوم دولتي بنسټ او چارواکي د ده کارونه نه دي ستايلي او د دولت له نه پاملرنې سخت ګيله من دى.هغه چې د بادغيس ولايت په چهار سده او جوند ولسوالۍ کې يې هم د اوبيزې برېښنا اووه پروژې جوړې کړې. وايي چې دولت بايد د دوى وړتيا او استعداد امتحان کړي، د کاري ظرفيت در لودو په صورت کې دې د اړين امکانات په واک کې ورکړي.د غه نوښتګر وويل: ((زه د خلکو ټول د اړتيا وړ څيزونه له برېښنايي توربين نيولې د بېلابېلو اندازو لرونکو نلونو، موتور، واټرپمپ، د موټر د ماشين پرزې، د ارې، تېلو، خياطۍ، ګلدوزۍ، جنراتور، وسلې، چړې، چاقو، قيچي او نور... ماشينونه جوړولى شم چې بې کيفيته بهرنيو هغو ته اړتيا نه پاتې کېږي.))خو عزت الله نا امني، د ولسواليو د لارو سخت والى او د اقتصاد کمزوري په خپلو کارونو کې عمده خنډ بولي او ويې ويل چې په اوونيو د نا امنۍ له امله د ده کارونه ځنډېږي، د لارو د سختوالي په سبب د پروژو وسايل او ساختماني توکي په سختۍ لېږدوي او د دې پيسې نه لري چې د کاري اسانتيا لپاره پرمختللي وسايل او دستګاوې وپېري.په فارياب کې د اکټيد موسسې د ملي پيوستون پروګرام د انجنيرۍ برخې مسوول محمد موسى حبيب وويل چې دوى په المار، قيصار او پښتونکوټ ولسواليو کې د اوبيزې برېښنا ١٢ کوچنۍ پروژې د عزت الله په وسايلو جوړې کړې چې اوسمهال څه باندې ٣٦ زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.هغه وويل چې ١١ پروژې د عزت الله او يوه يې د دې برخې د يوه بل تجربه کار کس ده چې په ايران کې يې کار کړى، خو د عزت الله د کار ظرفيت او وړتيا د ستايلو ده. هغه يو نوښتګر او ښه مخترع کس دى، که چېرې وسايل او امکانات ورکړل شي، ډېر نور شيان به هم جوړ کړي.د C H A  موسسې د ملي پيوستون پروګرام د راپور ورکولو د برخې مسوول انجنير ذبيح الله نديم وويل چې دې موسسې د اوبيزې برېښنا ٣٦ کوچنۍ پروژې د عزت الله له خوا د بلچراغ، ګرزيوان او کوهستان ولسوالۍ د ملي پيوستون شوراګانو تر نظر لاندې پلې کړې او څه باندې ١١زره کورنيو ترې ګټه اخيستې ده.نديم وويل چې د دې پروژې لګښت له ٧٦ ميليونه افغانيو څخه زيات دى چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا تمويل شوې دي.هغه زياته کړه: ((د اوبو د برېښنا د توربينونو د جوړونې او منتاژ په برخه کې د استاد عزت الله مفکوره او کار د نورو په پرتله عالي ده، که چېرې هغه د فارياب نه واى او يو بل کس مو له بل ولايت نه راوستلى واى، نو ممکن په دې کيفيت نه وى جوړ شوى او لګښت په يې هم زيات و.))د فارياب د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجنير محمدعالم مرات وويل چې دغه ادارې شاوخوا ٥٤ د اوبو د برېښنا کوچنۍ پروژې په پښتونکوټ، المار، قيصار، بلچراغ، ګرزيوان او کوهستان ولسواليو کې د ملي پيوستون پروګرام په دويم پړاو کې د اکټيډ او سى اچ اى موسسو له لارې د ملي پيوستون له شوراګانو سره په تفاهم پلې کړې او ١٨ کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.هغه وويل چې د اوبو ټولې پروژې د عزت الله له خوا ترسره شوې او د هغه له کاره خوښ دى.د فارياب ولايتي شورا غړي صبغت الله سېلاب مولوي زاده چې له اره د ګرزيوان اوسېدونکى دى، وويل چې په ګرزيوان کې زيات ځړوبي (افشارونه) شته چې د اوبيزې برېښنا په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېدى شي او که چېرې دولت او موسسې په دې برخه کې کار وکړي، نو د خلکو په اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي وضعيت کې به جوت بدلون راشي.دا په داسې حال کې ده چې د ميمنې ښار پر اوسېدونکو سربېره د اندخوى، قرغان، خانچارباغ، قرمقل، دولت اباد، شرين تګاب، خواجه سبزپوښ او پښتونکوټ ولسواليو اوسېدونکي هم له تېرو ٩ کلونو راهيسې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه کار اخلي چې شمېره ٧٠ زره کورنيو ته رسېږي.د وارداتي برېښنا او د اوبو کوچنيو توربينونو پر جوړولو سربېره زرګونه کورنۍ د فارياب په بېلابېلو سيمو کې له لمريزې برېښنا هم کار اخلي.عزت الله د خپلو دغو نوښتونو تر څنګ نور نوښتونه هم کړي چې يو په کې د اوبو او برېښنا ګډه ژرنده ده.هغه په دې وروستيو کې ١٢ دا ډول ژرندې د برېښنا په وسيله جوړې کړې او هغو کسانو يې هرکلى کړى چې ژرندې يې له کلونو راهيسې د اوبو د کمښت له امله غير فعالې وې.دغه کس زياته کړه چې د هغه د جوړې کړې ژرندې چټکتيا د اوبو د ژرندو په پرتله زياته او لګښت يې کم دى، په يوه ساعت کې ٣٠ منه غنم اوړه کوي او د برېښنا لګښت يې ١١ کيلوواټه دى.د هغه په خبره، د فارياب خلک د ماشيني اوړو په پرتله د برېښنايي ژرندې اوړه ډېر خوښوي، ځکه چې برېښنايي ژرندې سبوس او د غنمو مغز سوځوي.د عبدالوهاب په نوم يوه اوړه پلورونکي وويل چې خلک د بهرنيو او ماشيني اوړو په پرتله د برېښنايي ژرندې اوړه ډېر پېري او د ډاکټران د سپارښتنې له مخې سبوس لرونکي اوړه د انسان روغتيا ته ګټه لري، ځکه خو د اوبو د ژرندې اوړه د بهرنيو اوړو يا برېښنايي ژرندو په پرتله له ٣٠ څخه تر ٤٠ افغانيو ګران پلورل کېږي.عزت الله لس وروڼه لري او ټول يې په فني او تخنيکي مسايلو کې لوى لاس لري او په فارياب کې د استاد عبدالقيوم په زامنو شهرت لري. هغه وول چې که چېرته د وسپنې ويلې کولو دستګاه ولري، کولى شي چې ځينې عمده توکي لکه سيخ، ګاډر او نلونه له وسپنيزو ټوټو جوړ او وکاروي، خو د برېښنايي توربينونو جوړولو د لګښت کچه کمه شي.د ويلو ده چې يو شمېر نورو کسانو په ځانګړي ډول ځوانانو او تنکيو ځوانانو هم په هېوادکې ځينې د پام وړ بېلابېل نوښتونه کړي چې د کوچنيو الوتکو جوړول، شپه ليدونکي دوربينونه، د ميان شنډولو وسيلې، لمريز موټرسايکلونه، کوچنى سکواټر، د کرنيزو لوړو ځمکو لپاره له برېښنا پرته د اوبو لېږدونکو واټر پمپ ترې د بېلګې په توګه يادولى شو.ددې څېزونو نوښتګر وايي چې دغه وسايل يې په خپلو شته امکاناتو جوړ کړي او دولت ورسره همکاري نه ده کړې.دغه نوښتګر د خپلو طرحو په اړه د دولت په نه پاملرنې داسې مهال نيوکه کوي چې د روان کال د لړم مياشتې په نيمايي کې د هېواد ملي امنيت ادارې اعلان وکړ چې د څېړنو او اختراعاتو يو ځانګړى مرکز يې جوړ کړى دى.د دغه رياست وياند حسيب صديقي ويلي وو چې دغه مرکز يې له نورو دولتي بنسټونو سره په همکارۍ جوړ کړى دى.په هېواد کې د فوق العاده استعدادونو انجسام، له دغو کسانو سره د تخنيکي، مالي او علمي مرستو کول د دغه مرکز د جوړېدو د عمده موخو په توګه اعلان شوې.

 

+ لیکل شوی په  جمعه دهم بهمن ۱۳۹۳ساعت 21:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |