.
د اکسفام مرستندويې ټولنې په وينا نژدې وخت کې به يو سلنه شتمن خلک له نورې نړۍ زياته شتمني ولري.دغه خيريه ټولنه وايي شتمن به نور هم بډای او غريب به نور بېوزلي شي.د ۲۰۰۹ کال په پرتله دغه شمېره له ۴۴ سلنه څخه ۴۸ ته لوړه شوې ده.اکسفام وايي چې تر" ۲۰۱۶ کال پورې به د نړۍ يو سلنه شتمن خلک د ټولې نړۍ له ۵۰ سلنه زياته شتمني زياته ولري".د اکسفام مشر ه واين بېنميا وايي " ايا موږ غواړو په داسې يوه نړۍ کې ژوند وکړو چې هلته يوازې يو سلنه وګړي د نورې نړۍ له ټولو وګړو زياته شتمني ولري.دغه په نړيواله توګه نا انډولي ده. دې زياته کړه داسې يوه اجنډا بايد جوړه شي چې د شتمن او غريب تر منځ واټن کم شي".دا وايي اوس د دې وخت را رسېدلی چې د نړۍ مشران سره کېني، د شتمن او غريب په باب خبرې وکړي او ښه نړۍ جوړه کړي.د اوسنيو نا انډوليو له کبله غریبو خلکو زيات زيان ليدلي او د اقتصاد کمه برخه له دغو خلکو سره شريکه کېږي.
شتمن نور هم شتمن کېږي
اکسفام خيريه ټولنه وايي دغه نا انصافي بايد له منځه يوړل شي. د عامو وګړو لپاره د تنخوا او د ژوند عادي ضروروتونه دې پوره کړل شي.اکسفام په ډوېس کې ويلي چې د نړۍ ۸۵ شتمن وګړي د ټولې نړۍ له۵۰ سلنه (۳.۵) ميلياردو وګړو زياته سرمايه لري.په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ د غريبو خلکو سرمايه ۷۵۰ ميليارده کمه شوې او د شتمنو سرمايه ۶۰۰ مليارده زياته شوې ده.دغه شمېرې نورې هم لوړې شوې اوس د نړۍ ۸۰ شتمن کسان د نورو ۵۰ سلنه غريبو خلکو سره يو شان شتمني لريدغه څېړنې د بارک اوباما له وينا يوه ورځ وروسته خپرېږي چې ويلي يې دي، "په شتمنو خلکو دې ټکس زيات شي چې له غريبو خلکو سره مرسته وشي".
دا راپور له بی بی سی سخه دی
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و نهم دی ۱۳۹۳ساعت 19:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د میدان وردګو خلکو له حکومته غواړي چې د کرنې د پخواني خدمتګار وزیر ډاکتر عبدالوکیل خان په نوم دولتي میډال جوړ کړي.دا غوښتنه پرون په میدان وردګو ولایت کې د ډاکتر عبدالوکیل خان د څوارلسم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وشوه.د غونډې برخوالو وویل، نه یوازې دا چې حکومت تر اوسه پورې د ډاکتر وکیل په نوم دولتي نښان نه دی جوړ کړی، کوم مهم واټ یا ځای یې هم د نوموړي د خدماتو د ویاړ په توګه نه دی نومولی.د میدان وردګو مرستیال والي ذاکرحسین سلطاني ویلي، هڅه کوي چې په میدانښار کې د زراعت انسټیټیوټ د ډاکتر وکیل کرنیز انستیتیوت ونوموي.ده زیاته کړې، ډاکټر عبدالوکیل خان د ټول افغانستان لپاره خدمت کړی او لازمه ده چې مرکزي اداره د نوموړی په نوم مهم ځایونه چې په کې واټونه، پوهنتونونه او نور شامل دي ونوموي.د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس اورنګ مختار ډاکټر عبدالوکیل خان ته د افغانستان د کرنې د پلار لقب ورکړی، زیاته کړې یې ده: ((ډاکتر صاحب په پوره هڅو لومړی په نرخ ولسوالۍ او وروسته په نورو سیمو کې مڼو او نورو حاصلاتو ته وده ورکړه.))ده زیاته کړې، د مرحوم عبدالوکیل خان د دې هڅو په برکت ګڼ شمېر کروندګر چې اقتصادي ستونزې یې درلودې، اوس مهال د مڼو، زردالو او انګور د حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله ښه شتمن ګڼل کېږي.د ډاکټر وکيل په نامه له دې وړاندې په مرکز ميدانښار کې يو ستر څلى جوړ شوى چې په سر ايښودل شوې سره مڼه يې د ليدونکو په زړونو کې د کرنې د خدمتګار وزير ډاکټر وکيل خان ياد تازه کوي.د میدان وردګ د ولایتي شورا مرستیال میرویس امیري او منشي شریف الله هوتک هم د ولسونو په استازیتوب غوښتنه وکړه چې د نورو مشرانو تر څنګ دې د مرحوم ډاکټر عبدالوکیل خان په نوم مډالونه جوړ شي.دوی ټینګار وکړ چې د مرحوم په نوم دې په مرکز کابل او میدان وردګ سربیره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مهم ځایونه ونومول شي.ډاکټرعبدالوکیل خان تر لیسانسه پورې زدکړې په هندوستان کې کړې وې. ماسټري یې په انګلستان او ډاکتري په امریکا کې ترلاسه کړې وه.هغه د ښوونکي، د ودې پروژې د مرستیال او ریيس، د ملي شورا د غړي او د کرنې او مالدارۍ د وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې.مرحوم ډاکټر عبدالوکیل خان د افغانستان او په ځانګړې ډول د میدان وردګ ولایت لپاره له جاپان، لبنان، منځنۍ اسیا او امریکا څخه د انګورو، ګیلاسو، شفتالو، ناکو او په ځانګړې ډول د مڼو او زردالو او نورو مېوو نیالګي راوړل او د هیواد په بېلابېلو برخو کې یې ترویج کړل. ډاکتر وکیل په بغلان کې د جغوندرو د کر په دودولو کې هم مهم رول لبولی دی.
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و هشتم دی ۱۳۹۳ساعت 9:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
اخ د بست بنیاد یی وکیښ د فتح، خونه ویجاړه
د مغلو لښکر پرې کړه دشپیتو بړیڅو غاړه
د هلمند له دروازو نه، عاطفی چیغې راخیژی
زما سپیڅلې موریې مړه کړه کلاه ړنګه، ځمکه شاړه
وایی وچاودیدل لاس کې، دایره ګان د سندرمارو
یوه وراه د اتڼ چیانو جنازه خاورو ته لاړه
ځمکې څنګه درز ونکړ؟ اسمان ولی را پرېنه وت
د سنګین د ناوې شال شو هدیره باندې ریتاړه
د ملاتړ په نوم فوځیانو دی ښادیانې رانه وړی
وچه شوې په مرۍ کې د ماشوم د حیات ناړه
د قاتل بڼه یې لوڅه، هلمند هوډ د کسات واخیست
میروګي مار د لاستوڼی په دوستۍ کې راکړه داړه
تا بې رحمه توپخانه کې زمونږ تنکی نسل شهید کړ
د (.....) غیږه کې پټه که ته ویاړې په دې ویاړه
پوه شه زمونږ به اولسوکې لا احساس د فتح پایی
حکمرانه قاتل راکړه کنه، سر به وخوری دواړه
نو هلمنده، تنها نه یې په ماتم کې د شریک یو
ستانکزی، وایی په زړه مې ده د غم غوټه ولاړه
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و دوم دی ۱۳۹۳ساعت 4:7  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|