«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:هندوستان وایی  په هرقیمت چه تمامیږی هرات کی به د سلمابند بشپړ کړی

په هرات کی د هندوستان سرقنسل وایی د سلما د بند کار ۶۰سلنه په مخ تللی راتلونکی کال پور به ګټی اخیستنی ته چمتوشی.د دغه بند کار ۲۰۰۳ ملادی کال کی پیل شوی وه، تړون داسی وه چه ۳ کاله دوام سره به تمام شی خو ۵ کاله تاخیر یی د ګڼه هراتی وګړو اوولایتی شورا د نیوکو لامل شو.دموضوع نور حال شرف الدین ستانکزی په راپور کی راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه سی و یکم فروردین ۱۳۹۰ساعت 10:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بادغیس کی د روغتیایی چارو ستونزی او پر مختګونه.

په بادغیس کی د عامی روغتیا ریاست لپاره د ودانی د بنسټ ډبره کیښول شوه . د بیارغونی د همدغی پروژی په څرنګوالی اودلته د خلکو روغتیایی ستونزی شرف الدین ستانکزی په یو  راپور کی را خیستی دی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه سی ام فروردین ۱۳۹۰ساعت 16:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د بادغیس محلی چارواکی د طالبانو د ۳ تنه قوماندانانو دنیولو حال ورکوی خو د همدغه ولایت بالامرغاب ولسوالی خلک بیا د حکومت او نړیواله ځواکونو له بد سلوک څخه  ازادی راډیو له لاری افغان ولسمشر حامد کرزی ته د شکایاتو عریضه  وړاندی کړی څه وایی؟ د شرف الدین ستانکزی راپور کی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و نهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 21:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

فراه کی ایرانی انجنیران و تښتول شول.

د فراه ولایت محلی دولتی چارواکو ومنله چه تیره وځ د دغه ولایت پشت رود ولسوالی څخه ۱۲تنه د سرک جوړولو بهرنی او کورنی کارکونکی طالبانو وتښتول.مرستیال والی د پیښی پخلی وکړ زیاته یی کړه دوی په هغه سړک کار کاوه چه لد ایرن سره سرحد کی  ګمرک تر فراه ښاره د ۱۲۵ کلوتره په اوږدوالی د ایران په لګښت جوړیږی. ده همداراز زیاته کړه تښتول شویو کی ۹  تنه ایرانی اطباع او ۳ اتنه افغانان دی.د پیښی مسولیت په طالبانو واچاوه خو تراوسه طالبانو څه ندی ویلی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و نهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 17:1  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

د زورکاکو لوڼه پرته له امتحان څخه پوهنتون ته تللی.

د هرات پوهنتون د شرعیاتو پونځی محصلینی وایی د یو شمیر زورواکو یادولتی مامورینو لوڼه پرته له امتحان څخه ددوی ټولګی کی کینول شوی دی،د څه په وجه چه د دوی د درست کیفیت ټیټ راغلی دی.د هرات د پوهنتون مشر څه وایی؟دابه له سیمی  په راپور کی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و هشتم فروردین ۱۳۹۰ساعت 18:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بادغیس او هرات څخه تازه د ناامنی خبرونه

د باد غیس مقر ولسوالی کی دولتی مامورین د 10تنه طالبانو دتسلیمی او د وسلی د زیرمی د نیولو وایی خو د همدغه ولایت غور ماچ ولسوالی کی بیا سیمه ایزه خلک د ایتلاف له خپله سره تالاشیو شکایت کوی   هر ات کی هم د ناامنی خبر شته چه په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و هفتم فروردین ۱۳۹۰ساعت 22:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هراتی ځوانانو خپله نړیواله ورځ د چاپیریال په پاکی ولمانځله

په هرات کی د ځوانانو نړیواله ورځ د ښار دپاکی او چاپریال ساتنی په ملی حشر سره پیل شؤ،په دغه جشن کی چه په ځوانانو سربیره د مدنی ټوملنو یو شمیر استازیو اودولتی مامورینو برخه اخیستی وه د ازادی راډو خبریال شرف الدین ستانکزی ورغلی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیست و هفتم فروردین ۱۳۹۰ساعت 17:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات پولیسو کی تغیرات

 دافغانستان د کورنیو چارو وزیر هرات ته خپل ۳ ورځنی سفرکی د امنیتی مامورینو د پیاوړتیا ژمنه کړی او عملا یی د پولیسو په لیکو کی  ډیر تغیرات راوستل همداراز د هرات د ښاروالی ۷ تنه مامورین بیا د اختلاس ،اوبډو په تور نیول شوی دی په اوړ یی دشرف الدین ستانکزی راپور.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و پنجم فروردین ۱۳۹۰ساعت 23:23  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کرزی:نیمروز کی به خلکو ته د ژوند اسانتیاوی چمتو کوم.

حامد کرزی نیمروز ته تللی وه د نږدی ۴ ساعتونولپاره یی هلته خلکو سره له نږدی خبری کړی خلکوڅه تری غوښتی؟اوده څه ژمنی ورسره کړی   حال یی راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و چهارم فروردین ۱۳۹۰ساعت 17:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

جمهور ریس کرزی نیمروزته روان شو.

افغان ولسمشر حامد کرزی نیمروز ته وخوځیده د نیمروز امنیه چارو قوماندانی د امنیت امر سمونوال محمد موسی ر سولی  وریبلاګ   ته ّټلفون وویل ولسمشر د سفرلی الوتکه به په لنډو شیبو کی نیمروز کی ټیټه او ګڼه ولسی مشرانو سره به لیده کاته وکړی هغه تر دغه زیات جزیاتو ورکړی نه ډډه وکړه ویویل وروسته به یی د سفر ټول جزیات خبری رسنیو ته څرګندکړی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و چهارم فروردین ۱۳۹۰ساعت 11:1  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات:د ښځو ځانګړی څارنوالی جوړه شوه.

دهرات څارنوالی کی د میرمنولپاره څارنوالی کی ځانګړی څانګه جوړه شوی ده محلی چارواکی اوسیمه ایزه خلک یی پایلی ګټوری بولی وایی د ښځو دحقونو دورکړی او تاوتریخوالی کچه به راټیټه کړی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  دوشنبه بیست و دوم فروردین ۱۳۹۰ساعت 22:9  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات به ۲۰ کاله وروسته نوی پرمختللی بڼه ولری.

د هرات والی د ښاری پراختیا ۲۰ کلن پلان جوړ کړی وایی په عملی کولو سره به یی د خلکو ژوند غوره نږدی زرګونه  کسوته به نوی کاری بوختیا او کورنی صنعت او سوداګری د غوړیدو لامل شی.خلک او کار پوهان څه وایی دشرف الدین ستانکزی راپور کی به یی واوری.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و یکم فروردین ۱۳۹۰ساعت 18:55  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی یوه ستره د پښتو مشاعره وشوه.

هرات کی د ۴۰۰ سوه شاعرانو او قلموالو په ګډون مشاعره شوی ده دهریوا په نوم دغه مشاعره ازاده وه او دهر اتی فرهنګی ځوانانو په شخصی لګښت جوړه شوی وه میلمانه یی د هیواد له بیلابیلو ولایاتو او د بلوجستان کوټی له شاعرانو ورته راببل شوی وه شرف الدین ستانکزی ورغلی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه بیستم فروردین ۱۳۹۰ساعت 11:12  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

دابادي غږ

زرغونه ده

زرغونه ده

دغه ونه تكشنه ده

لايي غيږله پاڼوډكه

لاپرې ډله مچـۍ پنډې

له ګلونويي شيرې وړي


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه هجدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 7:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی د یوی ایتالیایی میرمنی په نوم مکتب ودان سوو.

په هرات کی  د یوی ایټالیا یی خبریالی د کورنی په مالی لګښت یوه  ښونځي ودانی ودانه شوه دغه میرمن ماریا کتولی  نو میده په  داورو ستیو کلونو کی افغانستان کی د دندی په مهال  وژل شوی  وه.دهرات ولایت انجیل ولسوالی یوه غریب میشته سیمه کی د ښونځي په جوړښت سیمه ایزه خلک خوښ دی.  دپرانست مناسبتی غونډی ته یی د ایټالیا د ملی دفاع وزیر ګڼه نور کورنی او بهرنی لوړ پوړی ماومرین ورغلی وه او د بشری مرستو ددوام ژمنه یی کړی ده شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه شانزدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 22:13  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

شندندکی 3 محلی پولیس ووزل شوه.

دهرات شندند ولسوالی کی د وسله والو کمین کی ۵ تنه محلی پولیس مړو ټپیان دی دسیمی وسلوال د پیشی د تایید ترڅنګ عمالینو پسی یی د لټون خو طالب ویاند یی مسولیت په غاړه اخیستی د ی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه شانزدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 13:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

کابل کی د امریکا سفارت وایی مزار کی  د یوناما په دفتر برید یو جنایت وه.

په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو سفارت

د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د اپریل لمړۍ نیټه

په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي دفتر باندې برید غندي  

په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو سفارت له نړیوالې ټولنې سره په یوه غږ او په ډیرو سختو ټکو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په دفتر باندې شوی برید غندي. مونږ په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په دفتر باندې د شوی برید په هکله د رپوټونو په ترلاسه کولو ډیر زیات خواشینې شوو. د دغې ناوړې پیښې قربانیان او د هغوی کورنۍ به د تل لپاره  زمونږ په یادونو کې اوسي. څرنګه چې ولس مشر اوباما هم وویل، مونږ د سوکالۍ پر ارزښت ټینګار کوو او له ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړو چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د خبرواترو له لارې خپلو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه چهاردهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 18:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی 4 تنه افغان انجنیران ووزل شوه.

د هرات یو ه سرحدی ګلران ولسوالی کی طالبانو باندی د ۴ تنه تښتول شویو  انجیرانو دوژنی تور شته دغو کسانو د سرحدی پوستو ساختمانی چاری په مخ بیولی او ۲ ورځتی د مخه دغه سیمه کی تښتول شوی وو په اړوند شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه چهاردهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 12:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات او13 بدر.

د پسرلی د ۱۳ ورځی په ویاړ له دود سره سم چه دغه ورځ سیمه کی خلک سیزه بدر بولی   د هرات بیلابیلو بڼونو اومیله ځایونو کی حلکو کورنیو سره  په خندا او خوښی سیلو ساتیری سره تیره کړه همداډول څومیله ځایونو ته دازادی راډیو خبریال شرف الدین ستانکزی ورغلی د خلکو په خبرو راپور راکوی .


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه سیزدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 17:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

مولوی حسینی د مزار پیښه وغندله.

د هرات ولایت دینی علما د دی تر څنګ چه د یوه  امریکایی کشیش د قران شریف د یو شمیر نسخو د سوځونی د عامل په وړاندی د سوله ایزه مظارو پلوی کوی په مزار شریف کی یی د ملګرو ملتونو مامورینو په وړاندی  دیو شمیر بلواګرو عمل غندلی وایی ورته کارونه د افغان ولس او علماوو د عمل استازیتوب نکوی د هرات یوه مشهور دینی عالم د هرات  دعلماوو په ویاندی ازادی راډیو سره خبری کړی چه شرف الدین ستانکزی راپور په راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  شنبه سیزدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 16:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی د امریکا ضد ولسی لاریون.

په هرات کی زرګونه خلکو مظاهره کړی په امریکا کی یی د یوه کشیش په لا قران عظیم الشان د نسخو سوځول اود څو تنو عسکرو په لاس د افغانانو وژل او او توهین امیزه عکسونو خپرول یی غندلی دی دا په داسی سال کی ده چه افغانستان کی د امریکاسفارت د یوی اعلامی په خپرولو ورته عملونه خپله هم غندلی  وایی د څوتنو شخصی عمل  دامریکا د ولس نمایندګی نه کوی.غونډه کی شرف الدین ستانکزی ګډون کړی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  جمعه دوازدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 18:45  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بیاهم تنکی ماشومان د مین قربانی شوه.

په بادغیس کی لاهم د جګړی د زمان پاته مینونه اونا چاودی  مهمات د خلکو ژوند ته ګواښ او د تازه یوی پیښی قربانیان یی ۳ تنه کمکی ماشومان دی   خلک په ټولیزه ډول سیمه کی د حکومت د لږ پامرنی شکایت کوی په اړوند یی   راپور.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه یازدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 19:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

ماریا بشیر خلکو ستایله.

ماریا بشیر افغانستان ته په ستنیدو د حکومت،ولسی خلکو اومدنی ټولنو هر کلی سره مخ شوه دغه میرمن د امریکا له خوا د نړی لس زړورو میر منو معتبرنوم او جایزه وګټله ماریا بشیر د هرات د څارنوالی مسولیت لری وایی تر  امریکا څخه د خپل هیواد د خلکو په ستاینه ویاړی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  پنجشنبه یازدهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 10:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

شندند کی د تاوتریخوالی تازه پیښی.

په شندند کی طالبانو د تاوتریخوالی ۲ جلا پیښو   پښو کی ۵ تنوته مرګ ژوبله واوښته دا دروان هج لمریزکال له پیله سره په دغه سیمه کی د د خوشونت  لومړی خبر یادولی شوو چه مسولان وایی وژل شویو کی د پولیسو د یوی پوستی قوماندان هم  شامل دی د پیښی مسولیت طالبانو منلی په اړود یی  راپور.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه دهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 17:20  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

بیاهم امنیتی کمپنیو څخه شکایت وشو.

دهرات قندهار په لاره مسافر او ولسی خلک د امنیتی شخصی کمپینو  بد سلو څخه شکایت کوی په تازه تاوتریخوالی کی د یوی کمپینی په وسله والو باندی تور دی چه ګواکی په لویه لارکی یی په ملکی سپرلیو ډزی وکړی ۲تنه ټپیان یی خلکو هرات روغوتون ته راولیږدول ستونزه سیمه کی  خبریال امنیتی مسولینو سره شریکه کړی که څه هم دوی له تازه پیښی بیخبری ښیی خو وایی امنیتی کمپنی به یومخ ختمی کړی شی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه دهم فروردین ۱۳۹۰ساعت 9:22  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی دصنعتکارانو ستونزی.

د هرات صنعتی ښارګوټی فابریکی لرونکی وایی حکومت یی بهرنیو مسلکی کارکونکو ته د ویزی له ورکړی ډ ډه کړی ځکه یی نو کارونه خنډ اوځنډ سره مخ شوی دی خو داړونده چارو کارپو هان بیا د حکومت دغی پریکړی په ملاتړ وایی صنعت کاران باید په هیواد  کی دیننه مسلکی کسان په دنده وګماری په اړوند یی  راپور.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه هفتم فروردین ۱۳۹۰ساعت 22:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

له هرات څخه ۱۳ ملیارده عواید ګمرک د دولت خزانی ته واچول.

دهرات ګمرک څخه د تیر۱۳۸۹ هج لمریز کال عواید څه د پاسه ۱۳ ملیارده افغانی شوی دی کوم رقم چه دهیواد په تاریخ له دغه درکه بی ساری یاد شوی وه. خوپه دی سربیره هم دګمرک ریس وایی د ایران له خواد د تیلو بندیز نږدی ۳ ملیارده افغانی ټکان وررسولی دی.داړونده چارو کارپوهان دا یو ګټور ګام بولی خولاهم د ښی سوداګری لپاره څه وړاندیزونه لری په اړوند شرف الدین ستانکزی راپور  راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  یکشنبه هفتم فروردین ۱۳۹۰ساعت 12:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کانال

په هرات کی د نږدی ۵ ملیونه ډالرو په ارزښت دیوه کانال یا والی د کیندلو کارپیل شوو کاربه یی ۳۱ کلومتره په اوږدو یو نیم کال کی بشپړ شی. په اړوند یی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  جمعه پنجم فروردین ۱۳۹۰ساعت 21:14  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی ۸۰۰ زره  زده کوونکی شته.

 په هرات کی هم د نوی کال پیل سره  دسلګونه ښونځیو دروازی د ماشومانو په مخ پرانستل شوی په دغه مناسبت جوړه غونډه کی مامورینو ویلی دی ۸۰ زره زده کونکی به نوی مکتبونوته شامل شی او ۷نیم سوه زره سمدستی ښونځیو کی شامل دی په دغه ولایت کی د ښونی برخه کی ستونزو اوپرمختګونو باندی راپور له سیمی شرف الدین ستانکزی راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  چهارشنبه سوم فروردین ۱۳۹۰ساعت 23:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

هرات کی امنیتی مسولیت افغان پولیسوته. تحلیل کی.

تر هغه وروسته چه افغان ولسمشر حامد کرزی د هیواد څو ولایاتو په څنګ کی هرات ښار کی هم د امنیتی مسولیت د انتقال خبره له ناټو څخه افغان ځواکونو ته وکړه په اړوند یی د هرات خلکو،امنیتی ځواکونو او د نظر خاوندانوسره شرف الدین ستانکزی خبری کړی راپور راکوی.


دمطلب دوام
+ لیکل شوی په  سه شنبه دوم فروردین ۱۳۹۰ساعت 22:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

تیرمطالب