دټاکنوخپلواک کمیسیون:معنوی وایی لاهم امنیت دولسی جرګی ټاکنوپه وړاندی تهدیددی.
فضل احمدمعنوی ،دافغانستان دولسی جرګی دټولټاکنودخپلواک کمیسیون رئیس ،د همدغی اداری ددارالانشارئیس عبدالله احمدزی په ملتیاله هرات ولایت څخه دولسی جر ګی د تاکنولپاره خلکواوولسی جر ګی ته دنوماندوسر ه دلیدنی کتنی پروګر ام له هرات څخه پیل کړهغه وایی دلودیززون نورولایاتوتبه هم سفروکړی.معنوی دهرات والی احمدیو سف نوریستانی سره یوځای دټاکنوپه لاره کی دشته ستونزواوتیاریوپه اړوندخبریالانوته معلومات ورکړه زیاته یی کړه دپروګر ام په وړاندی یی امنتی ستونزی ځینی ولایاتوکی لاهم یوتهدیدپاته ده« دهیچا له سترګوپه ځانګړی ډول در سنیوله ستر ګوپټ نشی پاته کیدلی چه امنیت دټاکنوپه وړاندی یوله لویوستونزوڅخه ده ځینی ولایاتوکی په ریښتیاسره امنیتی وضعیت داندیښنی وړده.خوله نیکه مرغه چه موږڅلورمیاشتی وړاندی دهیوا دامنتی ځواکونوسره دامنیت ستونزه شریکه کړه اودټاکنود اجرا لپاره یی دپوره امنیت دټینګښت ډاډ راکړی دی»دافغانستان دټولټاکنود خپلواک کمیسیون رئیس وایی له امنیتی ځواکونوسره ګډه یی چه کومه امنتی سروی دټول هیوادپه کچه دری ور ځی وړاندی بشپړه شوه نتجیه یی مثبته وه خوپه دی سر بیره هم هغه وایی نهایی نده امنتی ځواکونوڅخه یی دلاښوامنیتی اقداماتوهیله لرله.دهرات والی احمدیوسف نوریستانی په خپل ولایت کی دټاکنودامنیت ډادورکړ،که څه هم ۱۰انتخاباتی مرکزونه یی ترتهدیدلاندی یادکړه«مونږپه هرات کی ۴۶۶درایی دورکړی ټاکنیزه مرکزونه لروچه له منځه یی ۱۰سایتونه ددښمن دحملوترتهدیدلاندی پیژندل سوی دی. نوروکی امنتی ستونزه نلرو»د هرات والی وایی امنیتی ځواکونوته یی حکوم کړی دسنبلی ترمیاشتی چه دولسی جرګی ټاکنولپاره به انتخابات پکی وشی ناامنه مرکزونوکی هم ددښمن په ځپلوسره دټاکنوترڅنګ خلکوته دسوله ایزه ژوندزمینه برابره کړی.بایدوویایم چه په هرات کی د۲۰تنه میرمنوپه شمول ۱۵۱تنوځانونه ولسی جرګی ته نومولی دبری په صورت کی به ۱۷تنه دافغانستان پارلمان ته لارومومی.