«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

بادغیس:بالامرغاب کی لاهم ۱۰زره کورنی کډوالی دی.

ددولت اووسله واله طالبانوجګړی له وجهی دبادغیس بالامرغاب  ولسوالی خلک په ګڼه ستونزوکی راګیرپه داسی مهال چه زر ګونه کور نی یی له اصلی مینوبی ځایه دی هیڅ ډول مرستی ندی ورسره شوی داخبری دبالامرغاب ښاروال عبدالشکورپه تفلفون سره ازادی راډیوته وکړی زیاته یی کړه تازه په یوه کلی کی ددولت حاکمیت ټینګیدوسره ۲زره کورنی راستنی شوی.بالامراغاب دبادغیس شمال کی یوه ولسوالی نومیږی چه ۵کلونوراپه دیخوادخونړیوجګړوډګراوپرته له ښاره دمامورینوپه وینانورپراخه سیمه کی دطالبانوښکاره حضورشته.سیمه ایزه خلک جګړه کی ښکیل دواړوطرفونوبدسلوک څخه شکایت کوی.دبادغیس محلی اداره بالامرغاب کی امنیتی ستونزی منی خوپه اړوندیی خبری رسنیوسره ترعملیاتووړاندی ډیروخبروسر ه علاقه نلری.بل پلودبالامرغاب ښاروال دهوادګرمی له کبله هلته دکورنیوکډوالوژوندله ستونزوډک وباله زیاته یی کړه داچه دطالبانودنفوس سیمه کی میشت دی   انسانی مرستی هم نشی ور رسولی.په داسی مهال بالامرغاب کی دزرګونه کور نیودکډوالی خبرسیمه ایزه چارواکوتائیدکړه چه دتازه نښتوضدونقیس په خبرسره دولت دسه شنبی اوچارشنبی په ورځ نښتوکی د۱۲طالبانودوژنی حال خبری رسینوته و رکړ.خوطالبانوبیابرخلاف دبالامر غاب منګانوسیمه کی د۲ټانګونودتخریب اوګڼه کورنیواوخارجی عسکرودوژنی ادعاوکړه دبادغیس دامنیه قوماندان یی دادعاپه ردسره بالامرغاب کی دایتلافی ځواکونوپه ملاتړدتصفیه وی عملیاتوددوام وویل.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه بیست و نهم اردیبهشت ۱۳۸۹ساعت 13:31  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |