افغانستان:په هریوه دقیقه کی یوه میرمن ژوندله لاسه ورکوی.
سیمه کی دلاروخرابی،ناامنی،دعامه پوهاونی نشتوالی،په کمکی عمرودونه،اوناوړه دودونه هغه یوله عواملوڅخه دی چه لاهم افغانستان کی دمیندواوماشومانومړینه زیاته ده دهریوی دقیقی په تیریدوسره یوه مورژوندله لاسه ورکوی.داخبری په هراات کی دولادی نسایی روغتون مشری ډاکټرسعیده سعید ویویل«کم عمرودونه ،اونوعوامل ددی سبب کیږی چه هریوه دقیقه کی یوه مور،اوپه سل زره ولادتونوکی ۱۶سوه میرمنی،اوماشومان ژوندله لاسه ورکوی»ډاکټرسعیدی له کورنیوڅخه هیله وکړه دحاملګی په مهال هره میاشت نږدی کلنیک یاډاکټرته ناروغ وښی، بل داچه له ۱۸کلونوټیټ ، اود۴۰کاله لوړعمرکی دنجونو،واده ،اوبارداری مخنیوی وکړی.هغی دبیلګی په ډول دکم عمردحاملګی دیوی پښی داسی نقل وکړ«په داوروستیوکی د۱۶کلونویوه میرمن روغتون راوړه شوه چه اصلاپه خپله بارداری نه پوهیده ناروغی سخته له بده مرغه دزیږون په مهال یی ډاکټران دماشوم اودی په ژغورنه بریالی نشوه له منځه لاړه»دعامی روغتیامامورین روغیتایی مرکزونوته دناروغ درسیدوپه صورت کی دخدماتوژمنتیاښیی.خوداچه مراجعین،اوناروغان ددوی له خدمتونوڅومره خوښ دی؟څوتنوڅخه پوښتم چه روغتون کی یی ناروغ بستریاځواب شوی دی«دوی لکه چه تاسویی ځواب کی واور یده دډاکټرانودسخت چلندشکایت لاره یوی میر منی خولاوویل ډاکټربل هیوادته دناروغ دوړوځواب ورکړخودناروغ دنتائجودوسیه یی تری ستنه کړه»خودلته داسی کسان هم وه چه دتیرپه پرتله یی روغیتایی خدمتونه ګټوروبلل.دروغتیاخدمتونونیمګړتیاباندی دروغتون مشری هم سترګی پټی نکړی زیاته یی کړه دورځی په تیریدوبه هرڅه سم سی.دافغانستان ډیری سیموکی داسی خلک هم شته چه روغتون ته دمیرمنی دتلواوهلته زیږون پیښه شرم ګڼی ځکه نوښه انګیری چه میرمن یی کورکی مړه ،نه داچه په روغتون کی ولادت وکړی.په بادغیس کی دمدنی ټولنی یوه فعالی حلیمه راپیما دخپلی سیمی له دودونوپه شکایت وړاندی وویل«دبیلګی په ډول هغه دود داوعقیده چه خلکوکی لاهم شته دبارداری په مهال میرمن کلنیک اونارینه ډاکټرته دزیږون په مهال نه وړی.په کورونوکی ولادتونوکی ډیرځله میندی مړی معیوبه اوماشومان یی هم زیاتومواردوکی ژوندله لاسه ورکړی یاناقص دکوم غړی پیداشی»میرمن راپیمادستونزی دحل لپاره حکومت ته خلکوکی دعامه پوهاونی دکمپینونودپلی کولومشوره ورکړه.غربت بیوزلی،اوناامنی نور هغه عوامل دی چه دلته یومشیرکورنیوکی میندی ،اوماشومان دناروغی په مهال ډاکټرته نشی تلی.دهرات شیدایی اومسلخ مهاجروپنډغالی (یاکمپ) کی یوشمیرخلک می ولیدل چه غیرروغتیایی خوراک ،اوڅښاک یی کاوه.روغتون اوډاکټرته دنه رسیدوشکایت یی راته وکړ.ددوی دشکایاتوپه ځواب کی دعامی روغتیاولایتی مشردیوه ګرځنده روغیتایی ډلی کمپ ته دورتلووویل.خوترکومه ځایه چه هیوادکی دمیندو،اوماشومانودمړینی دزیاتی موضوع شوه دافغانستان دعامی روغتیا سرپرست وزیری ثریادلیل تیره اونی په کابل کی یوی خبری غونډی ته په خبروکی دموضوع په تائید، دمخنیوی لپاره دیوی مقتدره کمیټی یاکاری ډلی دجوړښت ژمنه وکړه ،کوم چه ددی په ویناپه دغه لارکی به دعامی روغتیاوزارت ته دتګلاری جوړښت کی مرسته اومشوری ورکړی.