«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:ډایاګ پروګ رام ۱۳۸۸هج ل کال  راپور.

غرب زون کی دډایاګ (یاغیر مسئوله ډلګیودانحلال)دپروګرام مشرجنرل سیدجلاسعیدی په یوه خبری غونډه کی وویل دوسلی ټولوهڅی په وروستیوکلونوکی بریالی اوی اویواځی دتیر۱۳۸۸هج لمریزکال په اوږدوکی یی ۱۱۰غیرمسئوله ډلګی بی وسلی کولوسره ملکی ژوندته هرات،غور،بادغیس،اوفراه ولایتونو  کی ملکی ژوندته راوګرځولی.کوم چه دده په ویناپه اړونده ولایتاتوکی ۱۲ولسوالی دسولی کورپه نومولوسره  دبیارغونی پروګرام لومړی پړاوکی ودریدلی«په ۱۳۸۸هج ل کال بیلابیلوغیرمسئوله دلګیوپه انحلال سره ۶۵۰ میله وسله،او۱۳۵ټنه مهمات دخلکوپه خپله خوښه راټول شوی چه لویه برخه یی هرات څخه لاس راغلی ده»هغه ولسوالی چه دسولی کورنومول شوی پښتون زرغون ،اوبی،کشک کهنه،رباط سنګی،ګلران،کهسان،لاش جوین،شبکوه،دولینه،اودولتیارولسوالی دی چه په امتیازیی هری ولسوالی کی دبیارغونی پروژی بشپړی یاجریان لری.دهرات غوریان،ادرسکن،اوزنده جان ولسوالی کی یی هم  داپروسه بریالی وبلله اودسولی دکورنوم ته کاندیدشوی دی.هرات کی دکلیوپراختیاریاست مامورین وایی چه دوسلی ټولوله کبله اړونده ولسوالیوکی یواځی دهرات مربوطاتوکی ترسل کلومتره زیات سړکونه دخلکوپه خوښه تراوسه جوړشوی دی.دهرات کهسان لومړی ولسوالی دی چه دسولی دکورنوم ویاړورکړل شوددغی ولسوالی د ښځوچارورئیسه بلقیس کریمیارڅخه می وپوښتل چه سیمه کی دټوپکمارودشتون اواوس مهال څومره توپیرشته؟ ویویل هغه مهال اصلاژوندتریخ خواوس دژوندهیلی غوړیدلی دی«هغه مهال چه ټوپکسالاران دلته واکمن وه ویل به یی میرمنی څه شی دی. چه زده کړی اوکاروکړی.مګرله نیکه مرغه زه  دامهال دپنځه سواد دزده کړی ک رسونومشری په غاړه لرم،۱۰۰میرمنوته هرپوه کی دوړیازده کړی زمینه دلته برابره ده. ښځي نارینه ؤو سره ګدکارکوی دولت دغالیو،مالداری ،اونورشغلونوزمینه راته کلی کی برابره کړی ده»دکهسان په څیرنوروهغوولسوالیوکی چه دسولی کورنومول شوی مامورین وایی ورته پروګرامونه جریان لری. خوپه دی سره بیره هم لاپه هرات سربیره ،غور،فراه،اوبادغیس کی ولسی خلک دغیر مسئوله ډلګیوله شتون په شکایت دډایاګ پروګرام چه دنړیواله ټولنی په مالی مرسته یی ترډی ،ډی، آر، څخه وروسته کارپیل کړچاروکی نیمګړی بولی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه دوازدهم فروردین ۱۳۸۹ساعت 21:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |