بادغیس کی بمبار۸-۹-۱۳۸۷
ادغیس بالامرغاب ولسوالی کی ولسی وګړی دسختی جګړی اوبمبارشکایت کوی خودولتی چارواکی برخلاف ایتلافی ځواکونونه ګیله کوی چه دطالبانودځپلولپاره لکه څنګه چه ښایی هسی هوایی مرسته نده کړی دجګړی دمړوټپیانوپه اړوندضدونقیس راپورونه شته شرف الدی ستانکزی راپور راکوی.
دبادغیس بالامرغاب ولسوالی یوشمیرخلکوازادی رايدوته ټلفون په لیکه وویل تیرودوه ورځوراهیسی ددولت اوطالبانوترمنځ جګړوکی بنددی.خودبادغیس مرستیال والی عبدالغنی صابر جګړه تاییدمګردخلکودشکایاتوبرخلاف یی وویل لکه څنګه چه ښایی هسی هوایی بمباری نده شوی«بمباری نده شوی دازمونږشکایت دی جګړه جریان لری اودطالبانوځپلولپاره سم هوایی اقدام نده شوی داټول خلک چه تاسوته ټلفونونه کی دطالبانوملګری دی»طالب ویاندقار ی محمدیوسف احمدی ادعاوکړه چه سړیویی داکازوپه کلی دبالامرغاب کی تیره ورځ ددولتی عسکرویوکاروان بشپړختم ۵۴تنه عسکریی مړه اوکم نه کم ۳۰باری اوګړندی موټریی نیولی دی.خومرستیال والی وویل که څه لاهم دجګړی دشدت لکبله دپوره زیانونوحال نشته خودوه تنه دولتی عسکرمړه اوڅوموټردښمن ته په لاس ورغلی دی.دوی دروغ وایی ددوه عسکرودمرګ خبرراغلی اویوشمیرموټرطالبانوته په لاس ورغلی طالبانوته هم ډیره مرګ ژوبله اوښتی زمونږجدی هڅی روانی دی څوډیرژردطالبانوځالی ختمی کړودموضوع اړوند دولتی مامرین تردی زاته تبصره نکوی خوکه ریښیاهم دغه کاروان یی ټول وهلی وی نوداپه روان کال کی ترټولولوی زیان دولتی قواوته یادوی شو.