تسلیم شویوطالبانوسره PRTمرسته.
په داسی مهال چه دپښتون زرغون ولسوالی اړوند لسګونه تسلیم شوی طالبان دیکشنبی په ورځ امنیه قوماندانی کی مرستی ترلاسه کولی،پخوانی طالب قوماندان عبدالعزیزدنوروپه استازیتوب افغان دولت اونړیواله ټولنی څخه دترلاسه شویومرستومننه وکړه ویویل«عبدالعزیزوایی دی اوملګری یی سیمه کی دبیار غونی په لړکی دښونځیو،اوسړکونوجوړښت،اووزګاره کسانوته ددولت له خوادکاری مشغولتیازمینه برابرول غواړی»په هرات کی دایتالیاولایتی بیارغونی ټیم قوماندان:ډګروال کلودیو دخپلی ډلی اوهیوادپه استازیتوب هرهغه کسانوته دمرستی ددوام ژمنه وکړه چه دروغی جوړی بروګرام له لاری ملکی ژوندته راګرځی. دخبروپه دوام تازه مرستی داسی وګڼلی.«دغه بیړنی مرستی مودژمی په خاطر وکړی هرتن ته ۸۰کلووریجی،۱۶کلولوبیا،۱۵کلو غوړی.یوه کورتی اوکمپله ده.هیله ده ستاسولپاره به ګټوره وی.مونږاوتاسوبه دافغانستان درغونی لپاره لاس سره یوکړو»دهرات دامینه چاروقوماندان جنرال عصمت الله علیزی وویل په داوروستیوکی دهرات ګذری،اوپښتون زرغون ولسوالیوڅخه لږترلږه ۳سوه کسه مخالف وسله وال دولت سره یوځای،دایی دوهمه ډله ده چه ولایتی بیارغونه مرسته ور سره کوی.دهرات امینه قوماندان دخبروپه دوام دوی سره سیمه کی دبیار غونی دپروژودپلی کولوژمنه هم تازه کړه.