«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

غرب زون کی دساحوی پولیسوقوماندان جنرال اکر ام الدین یاور:په هرات کی خبریالانوته وویل په غورولایت کی دیوه غیرمسؤله وسله وال قوماندان اوملی پیوستون پروګرام دساتونکوترمنځ نښته رامنځته شوه په لړکی یی دوه مړی،دری تنه ټپیان پرځای پریښودل«جنرال زیاته کړه دچخچران ۱۳۰کلومتری خواجه سیمه کی دعیسی نومی غیرمسؤل قومدان سړیودملی پیوستون پروګرام مامورینوباندی بریدوکړیوملیون ۴سوه زره افغانی یی په غلاتری وړی دی.غلاشوی پیسی هغه وایی دولسی خلکودپروژولپاره لیږدول کیدلی.داچه لاره ددرنوواوروله کبله بنده ده دولتی پلاوی لاسیمی ته په تلونده توانیدلی. خویاوروایی پیښه به دیوه پلاوی په زریعه وڅیړی عاملینوتبه یی دقانون له مخی سزاورکړی.دستونزی اصلی ریښه یی سیمه کی غیر مسؤله کسانوسره دوسلی شتون یادکړ.دیوه بل خبرپه اساس دبادغیس جوندولسوالی کی دیوی کورنی شخړی له کبله پنځه تنه ووژل شوه پیښه دبادغیس امنیه چاروقوماندان جنرال سیداحمد:سامع په تلفون سره تائیدکړه ویویل.سامع دخبروپه دوام زیاته کړه جګړه دتربګنی اویوه ماشوم له امله دیوشمیرکلیوالوترمنځ پیښه شوه طرفینوڅخه پنځه تنه وژل شوی دی.ویلکیږی په دغه نښته کی هم دوسلی له استعمال څخه استفاده شوی ده.په افغانستان کی دشوروی اتحادناکام یرغل سره سم دولسی خلکوترمنځ ګڼه درنی وسپکی وسلی خپری شوی، چه په تیرودری لسیزوکی یی راز راز زړه بوږنکی پیښی رامنځته کړی.که څه هم دولت دنړیواله ټولنی په مرسته دDDR،اوډآیاک په نومونودوسلی ټولوپروګرامونه په لارواچول خودنظرخاوندان یی پایلی ګټوری نه بولی زیاتوی لاهم ولس کی غیرمسيړله وسله وال دملکی خلکوژوندتهدیدوی.

+ لیکل شوی په  جمعه چهارم دی ۱۳۸۸ساعت 11:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |