«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دسه شنبی په ورځ  غرمه دهرات ښارپل پښتون پل سیمه کی دایتلافی ځواکونودکتارتیریدوپه مهال دوه ملکی وګړی دټوپک په ډزوزخمیان شوه.عینی شاهدان وایی داکسان په موټرسیکل سپاره وه په داسی مهال چه دایتلافی ځواکونوکاروان ته لنډشوه ډزی یی په وکړی.غرب زون کی دساحوی پولیسوقوماند انی ویاندسمونوال عبدالروف احمدی بیښه تائیدکړه ،وویل ټپی کسانودایتلافی ځواکونودتوقف اشاری ته پام نوه کړی.ده خلکوته بیاهم وویل چه دایتلافی ځواکونودکتاردتیریدوپه مهال دی هغوی ته لنډنه ورځی کومه اطلاع چه دهغه په ویناڅوپلاښاریانوته ورکړل شوی ده.په ټپیانوکی دیوه تن حال دروغتون ویاندمحمدرفیق شیرزی نازک وباله.دیوه بل خبرپه اساس دهرات ګلران نومی سرحدی ولسوالی کی دوه تنه ایرانی اطباع دمخدره موادودالیږدپه مهال ونیول شوه.دسرحدی پولیسودقوماندانی دارکان رئیس ډګروال حمیدالله په ټلفون سره وویل پیښی سره په تړاویوافغان ملګری یی هم ونیول شو«پولیسوکمین کی دوه تنه ایرانی اطباع یوافغان ۲۰کلوتریاک ۴۰کلومیروفین سره لاس په لاس ونیول»حمیدالله وویل دوی مخدره موادایران ته لیردول اوپیښه کی مرګ ژوبله چاته وانه وښته.بایدوویام چه دهرات په مربوطاتوکی تیر مهال هم ایرانی اطباع په ورته اتهام نیول شوی دی.

+ لیکل شوی په  سه شنبه یکم دی ۱۳۸۸ساعت 19:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |