«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ډاکټرعبدالله هرات ته تللی دی

ولسمشری ته نوماندی ډاکټرعبدالله له خپلومرستیالانوسره دجمعی په ماسپښن هرات ښارته په رتلوسره ددغه ښارزرګونه خلکوورزشی سټډیوم کی هرکلی ورته وووایه.عبدالله ترډیربریده دهرات خلکوته ددغه ښارپه لرغونتیاوغږیده دولسمشری کرزی اداره یی ملامته وګڼله چه ددوی جهاداوویاړونه یی نه یواځی داچه له یاده ویستلی بلکی په قصدی ډول یی دلته بیارغنی پروژی نه راوړی دخبروپه دوام یی وویل په هرات کی دښځوترمنځ ځان سوځونه انسانتښتوی اومذهبی اوقومی اختلافات ددغه ښارپه وړاندی یوه توطیه وه جه دی به یی دبریالی کیدوپه صورت کی هغه وایی تری وژغوری«هرات کی له اختطافونواودښځوترمنځ سوځونوڅخه خبریم ژمنه کوم چه دامرصاحب اسمعیل خان ددورنیمګړی پروژی به بشپړی کړم اوبیابه اجازه ورنکړم چه دارګ ددروازوشاته دهرات په وړاندی توطیی جوړی شی»دښونی روزنی برخه کی یی دتوجه اودګمرکی عوایدوله برخی یی دهرات خلکوته دلوی برخی ژمنه ورکړه اودطالبانوپه خواکی دغلام یحیاسیاهوشانی نوم په ژبه راوړه چه له اوسنی دولت سره دی وایی ستونځه لری اوبیرته به یی دولتی حاکمیت ته راولی.ظاهرادعبدالله مجلس ته ګڼ خلک راټول شوی وه خوداچه دمجلس ګډونوال یی په اړوندڅه ویی دڅوتنونظرمی می وپوښت.خوداچه عبدالله موجوده اداره دهرات په وړاندی په نه پام لرنه ملامتوله دهرات ګنه وګړی اودولتی چارواکی یی یی نظرسره مخالف دی دبیلګی په ډول دبیارغونی دریل پروژه ګمرکی تاسیسات اودسلمابندپه شمول نوری سلګونه وړی اوغټی پروژی دحکومت دبیارغونی څرګندی نمونی ښیی چه قیمت یی له سلګونه ملیونه ډالرواوړی.

+ لیکل شوی په  جمعه بیست و ششم تیر ۱۳۸۸ساعت 23:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |