«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دهرات ښاروال داختلاس په تورپه بندمحکوم شو

دهرات ښاروال محمدرفیق مجددی دافغانستان دلوی څارنولی له خوادڅیړنوپه لړکی له چوکی په ناوړه استفاده او اختلاس په اتهام سره دپنځه کاله ایوه میاشت په   بندپه خبراورولوسربیره د۹۰زره ډالروپه نقدی جریمی محکوم شو.دهرات دڅارنوالی یوه مامورچه دموضوع داساستیت له کبله یی دنوم له خپرولودډه وکړه ازادی راډیوته وویل دوی ته له مرکزڅخه ددغی پریکړی مکتوب راسیدلی مګرترهغه مهال چه محکمه په اړوندوروستی فیصله ونکړی هغه وایی مطبوعاتوته یی دجزیاتودویلواجازه نلری.دهرات دښاروال دنیولوحکوم دوه کاله وړاندی دافغانستان پخوانی لوی څارنوال ښاغلی ثابت هم ورکړی وه خودی په لومړی سرکی له پولیسوپه تیښته بریالی شوه خوپه وروستی مرحله کی دافغانستان دمشرانوجرګی مشرحضرت صاحب صبغت الله مجددی په منځګړی توب ویلکیده اړونده چارواکوعفوه ورته وکړه .هځه می وکړه چه دپیښي په اړونددښاروال نظروپوښتم مګرزماټلفون ته یی ځواب ونه وایه خوتیرمهال یی تل داسی تورونوڅخه ځان پاک بال ویلی دی چه دی دټولولګښتونوسنددوخت دوالی په لاسلیک سره لری.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و پنجم تیر ۱۳۸۸ساعت 21:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |