«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دبالامرغاب خلک وایی چه ځایی امنیتی چارواکی طالبانوته وسلی ورکوی.

دبادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالی یوشمیرکسانوپه ټلفون سره ازادی راډیوته وویل امنیتی مامورین بالامرغاب کی نه یواځی داچه په طالبانوپسی دلټون عملیات له زړه نکوی بلکی دپیسوپه بدل کی وسلی اومهمات هم په سپاری.ددغی ولسوالی خلکوویل وسله واله طالبانوسره ډیری هغه وسلی دی چه دولتی ځواکونوته تازه په واک کی ورکړل شوی.بالامرغاب ولسوالی کی نږدی یوه نیمه میاشت وړاندی ملی پولیسودایتلاف اوملی اوردوځواکونوپه ګډه مرسته دتوفان نومی عملیات پیل کړه  مامورین وایی له عملیاتوڅخه لویه موخه ددحلقوی سړک رغونی ته زمینه برابرول اودولسمشری اوولاتی شوراووټاکنوته دامنیت دټینګښت راوستل دی.په ځایی امنتی مامورینودوسلودخرڅلاوی داتهام خبره  می غرب زون کی دساحوی پولیسوقوماندان جنرال اکرام الدین یاورڅخه وپوښتله خپل عسکریی ملی ګټوته وفاداراودخلکوخبری بی اساسه وګڼلی.خودبالامرغاب ولسوالی خلک وایی سیمه یی ایر ان اوپاکستان سره پوله نلری په کوموهیوادونوچه وسله والوسره دمرستواتهامونه کیږی اوترکمنستان هم ښه ګاونډی دی دافغانستان کورنیوچاروکی لاس نه وهی نوکه دولت لږڅه متوجه شی وسله وال مخالفین هیڅ دوسلودترلاسه کولوښکاره لارنلری

+ لیکل شوی په  سه شنبه دوم تیر ۱۳۸۸ساعت 19:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |