داونۍ اتل (خالد عمرخيل)
ګټه يې خپله مګر زړونه يې دخلکو وګټل
خالد عمر خيل
زمونږ د اونۍ اتل
ليکونکی: شرف الدین ستانکزی
خالدعمرخيل، دميدان وردګو نرخ ولسوالۍ عمرخيلو علم پروره سيمه کې زيږيدلی دۍ نه يې لوړې زده کړې او نه يې هم دوطن په ملی سرمايه کوم بهرنی ملک کې علمی سفر کړی دۍ
مګر له خدایﷻ ورکړی استعداده په مثبته استفاده يې دخدماتو اغيز د هيواد په کچه له لوديځ، شمال او سويل پورې محسوس دۍ.
ښاغلی، په څه دپاسه لس کلن زيار وکولی شول چه د يوې کاری ډلګې په جوړښت د کرهنيزه سيستم دعصری کولو چاره بريالۍ او په ساده ډول ګڼه کروندګرو ته په ماشينرۍ بڼه پلی کړی
عمرخيل، چه زه يې چارې له څوکلونو راهيسې له نږدې دغه راز سوشيل مډيا کې هم څارم، ميدان وردګ، پکتيا، پکتيکا، کابل، لوګر، پروان، مزار، ننګرهار او دلغمان په شمول ګڼه ولاياتو کې د اصلاح شويو نيالګيو قريه ګانې جوړوی چه دده په وينا اکثريت يې ميوه داره دي
پيوند يې په کور ديننه له بيلابيلو سيمو سربيره ترکيه، ايران، پاکستان حتی بيروت اونورو اروپايي ملکونو راوړی.
خالد، په زيار جوړ شوی بڼونه دهيواد په کچه ډير زيات او دحاصلاتو له ډول څخه يې بڼوال شکايت نلری
ځکه دوخت ټول عصری اړتياوې يې په پوره کړی دي
داسې چه ټول بڼونه او کرنيز سيستم که ووايو چه دنړۍ او ګاونډيو هيوادونو څخه نوی دی تمعه شته چه څو کال وروسته به هيواد په اړونده چارو کې ډير اقتصادی پرمختګ او دنړۍ د ميوو په مارکټ کې د سر ځای خپل کړی
عمرخيل صاحب، وړيا خدمات نه کوی بلکې د سوداګرۍ په ډول چارې په مخ وړی
باور لری چه په دغه ډول هم خپل کورو کهول ته حلاله تغذيه او هم يې زرګونه اړمنو ته په مستقيم او غير مستقيم بڼه دکار روزګار زمينه چمتو کړې ده.
هغه( خالد) دځوانانو دسالم کار پلوی او مفت خورۍ مخالف نظر لري
که لږ نور هم دعمرخيل دکاری انګيزې په اړه وغږيږم کافی به وی چه خالد دعمرخيلو قريه پورې اړه لری کومه سيمه چه دافغانستان دزرغون انقلاب درهبر ډاکټر عبدالوکيل عمرخيل د زوکړې ټاټوبی او ابدی ارمګا وياړ لری.
نو د وزيرصاحب وکيل په نه شتون کې هم دهغه دبرکت سيوری لا په سيمه خپور او دعمرخيلو هرتن دزراعت برخه کې په اساسی بڼه د ډاکټرۍ ترحده مسلکی هر يو يې همدا اوس دهيواد په بيلابيلو برخو کې دزرغون انقلاب دبقا دنده په مخ وړی
چه له منځه يې مونږ نن خالد عمرخيل،په زغلنده نظر تاسو ته معرفی کړ حقيقت کې دعمرخيلو هر زيارکښ داتلولۍ وياړ او دکتاب، کتاب صفاتو دلړۍ لياقت لری.
خالد عمرخيل ته اوږد عمرغواړم له بدو سترګو دپه امن وی
يو دليل چه داونۍ داتل وياړ ورکړ شو داهم دۍ چه خالد، په ټول عمر کې نه يواځې ځان بلکې ورونه او دکورنۍ نور غړی له سياست او ټوپکه ګوښی ساتلی دي
هيڅ ګوند سره تړاو نلری، هيڅ نظام کې درسمی دندې سابقه نلری خو زراعت کې يې ليوالتيا دوطن د زرغونتيا سبب شوې ده چه مل متن سره يې دثبوت په خاطر څو انځورونه نشر شوه
د ( ور ) دادبی اوکلتوری ټولنې اداره
درنښت