واخان، او پاکستان.
ملتپاله وګړی وايي پاکستان ته بايد په نمايشی بڼه نه، په اصولی ډول ځواب ورکړل شی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
ددغې ويديو چه زه يې انځور دلته درسره شريکوم دپاکستان له طرفه دافغانستان جغرافيه کې دمداخلې او ولکې بې شرمانه خبرونه تر ډيرو تبليغ او اوازو تر کچې راته معلوميدې
مګر کله چه واخان، کې دغه کانکريټی نښو تخريب ويډيو سرحدی ساتونکو تاييد کړه نه يواځې دملګروملتونو له خوا په يوه منل شوې خپلواکه پوله کې دپاکستان جعلی ملک دبې شرمانه تحرکاتو مداخله مې زړه ته ولويده! بلکې انديښنه راته پيدا شوه چه زمونږ بې خاونده ملک کې به نورې څومره دا ډول پردۍ ودانۍ جوړې شوی وی؟
چه داڅوکاله او اوسمهال مرکزی حاکمانو يې په ډنډوره غوږونه کاڼه اچولی چوپتيا يې سوال برانګيز دۍ
د واخان، له رسوايي څخه ملت او وطنپاله قلموالو پرده پورته کړه.
کنه نو حکومتونو خو خوله او سترګې په پتې کړې وې
کله چه وطنپالو غلغله جوړه کړه اوايلو کې داخلک مغرض معرفی شوه
خو ترکره ثبوته وروسته مقاماتو هم لکه څنګه چه عکس کې معلوميږی دپيښې په تايد کلنګونه ورته په اوږو کړه.
ښه يې وکړه... که څه هم ط ساتونکو ناوخته کلنګ ورته پورته کړ! خو بيايې هم هڅه ستايم ...بې شرمه جعلي پاکستان لا هم غلی دۍ
خو زړه به مې هلته لا په يخ شی چه ورته نورې نښې په کلنګ نه بلکې په داسې زوروره چاودنه ويجاړې کړي چه درز سره يې پنجاب ولړزيږی... ورسره څنګ دمربوطه وزارتونو مامورين څخه هيله کوو چه له ټول سرحده په کتنه ټول مشکوک تحرکات له منځه يوسی
دپاکستان په پوله سربيره دنيمروز کنګ او هرات دوغارون، چاه ګاه، او شيندند سبمو کې ايران او دبادغيس دولايت اړونده پولو کې ترکمنستان راوښتی دۍ
ممکن تاجکستان او ازبيکستان هم خپله ونډه اخيستی وی
زه کره معلومات نلرم.
خو دملت له ګڼه خواخوږو سره چه غږيدلی يم هغوی دبدخشنان واخان، کې لا دکلنګونو واری نومايشی بولی ط الب حکومت څخه غواړی چه دپاکستان او په احتمالی بڼه دنورو ګاونډي هيوادونو څرګند تحرکاتو څخه دملګرو ملتونو ادارې ته مستند رسمی شکايت او پاکستان ته دټوپک په ژبه دپولې دمشروع دفاع جواب ورکړی