دهرات دمعارف ریاست ویانداستادکامران تقوی وویل دالمان هیواددکلاسبزان په نوم خیریه موسیسی په مالی لګښت کرخ ولسوالی کی دښونځیودجوړونی لړکی دیوه بل ښونځی ودانی هم بشپړه دښونی ریاست واک کی پر یښول شوه«له نیکه مرغه د۱۳۸۸هج لمریزکال له پیله مونږدڅلورم ښونځی دودانی کاربشپړاوپرانستله چه له دغه منځه دکرخ ولسوالی بنشجره کلی ښونځی ودانی بشپړه شوه دغه ښونځی دری جریبه ځمکه کی پنځه سوه۳۰مترمربع زیربناسره شپږمیاشتوکی دنهه ټولګیویوی اداری خونی اوشپږبابه تشنابونوپه شتون سره دالماهیوادکلاسبزانوموسیسی په ۵۰زره امریکایی ډالرومصرف ودان شو»دمعارف ویاندوایی دبنشجره دکلی ماشومانوتیرمهال پرته ددرسی ټولګی له ودانی خړوخاوروپه سرزده کړی په مخ بیولی چه ددغه ودانی په جوړیدوسره ۴۸۰تنه نجونی اوهلکان دمناسب ځای لرونکی شوه.دکولاسبزانوپه نوم المانی موسیسی پنځه کلونوراهیسی کروخ ولسوالی کی دښونځیودجوړښت کارپیل کړی تراوسه یی تقوی وایی څوارلس ښونځیوته بیلابیلوقریوددغه ولسوالی کی دښونځیوودانی جوړی کړی دافغانستان دولت اودسیمی ډیری خلک یی له هڅه خوښ دی.دکولاسبزانوموسیسه افغانستان کی دنوروخیریه موسیسوبرخلاف دپروژی ساختمانی چاری پرته له دی چه قراردادی ته یی کار ورکړی په خپله په مخ بیایی ځکه خویی چاری دښونی رایست مامورین وایی ګټوری په لږلګښت مناسب اوپخی ودانی جوړی کړی شوی دی ځکه نودمربوطه چاروکارپوهان ددغی موسیسی کارنه خوښ اودولت ته مشوره ورکوی چه نوروموسیسوچاری هم داډول تنظیم کړی دکروخ دښونځی یوه ښونکی دځان ترراپیژندلووروسته وویل«کوم کارچه دوی کړی دقدروړدی ددغی موسیسی کارکونکودخپل لاس په کاروښودله چه شپه اوورځ یی په ځان یوه کړی په لږمصرف ډیرکارکړی دی واقعادایوښه ابتکاردی زه یی هڅی ستایم»کروخ ولسوالی کی ۳۴ښونځی فعال دی چه څلوربابه یی لیسی یوه ددینی علومومدرسه اونوریی دلمړنیواومنځنیوزده کړوښونځی دی ۲۰ښونځیوته یی ودانی جوړی شوی دی ټولټال ۲۰زره زده کونکی پکی شته چه څوارلس ښونځی یی لاهم ودانی نلری خلک یی دښونی ریاست نه دودانیوجوړښت هیله لری.