طالب چارواکی دکازو چاږدنه کې ووژل شو
بخارۍ يوطالب مخور په ګډون دکورنۍ ۶ غړی ووژل
ليکونکی شرف الدين ستانکزی
پيښه دميدان وردګ نرخ ولسوالۍ دادل نومی کلی کې بيګا شپه رامنځته شوې ده له امله يې دکور طالب پلوه خاوند ميرمن او نور غړی قربان دی.
سيمې څخه يوه عينی شاهد په ټلفونی پيام کې شيبه وړاندې وويل چاودنه ګازی بخارۍ دچاودنې له امله شوې علت يې بې احتياطی نه کومه قصدی او وژل شوی کس دسيمی په کچه طالب پلوه مشهور سړی وو(#دخواشينى خبر:
تيره شپه دميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالى اړوند ،دادل اعتبارخيلو سيمه کى ديوى کورنى 6تنه دګازى بخارى له امله وژل شوى دى ،
ياده کورنى داسلامى امارت ديوه پياوړى مجاهد ،اس ......کرامت وه چى خپله کرامت ،دهغه زړه مورکى اود کاکازويي، ،سره يي له 3تنه لورګانو او کور ودانه يي وژل شوى دى) دغه ليکلی پيغام چه د قربانی کورنۍ ته ددرنښت په خاطر دمکمل نوم په اخفا کټ مټ دلته نشر شو د سيمې په کچه ديوه طالب چارواکی وو ديادې کورنۍ په وژنه يې ژوره خواشينی وښودلی وه
په ياده ولسوالۍ کې ژمنيو دتوديدو توکو له امله دالومړنيو توکو دانفجار دالومړنۍ نه، بلکې څو ځله يې نورې غميزې هم راولاړې کړی
چه لوی لامل دخلکو بې احتياطی ياده شوې ده
ځکه نو په اړوند يې صحی کارونکی او امنيتی چارواکی دعامه پوهنې دتبليغاتو دپلی کولو وايي