«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

طالبانو نوې مرستې

رغونيزه چاری چه حکومت يې لاجريان نده تاييد کړی. 
راپور: شرف الدين ستانکزی 
دطالبانو ترواک لاندې سيمه کې دپرمختيايي کارونو دپرمختګ خبرونه ورکړل شوه. 
متن سره جوخت کابل ته څيرمه دنرخ ولسوالۍ توکرک اسمعيل خيلو دمدرسې دګڼه حافظانو انځورونه ښکاری چه دقران شريف ترڅنګ يې ددولسم صنف په کچه اسلامي تعليمات کړی دی. 
دمدرسې يوه ناظم دنوم نه خپرولو په شرط ( ور) ته وويل په روان لمريز کال کې دادوهم دفراغت مراسم دی چه سلګونه فارغان يې دټولنې خدمت ته ورکړل. 
دنرخ ولسوالۍ په کچه دامهال تر لسوزيات ورته لوی علمی مراکز په تعليمي خدماتو بوخت دی چه دمعلوماتو په اساس مديريتی چارې يې سيمه يزه طالبان څاری خو ورسره همهاله دافغانستان معارف وزارت سره هم راجستر او علمی سند يې اعتبار لری. 
په همدغه ولسوالۍ کې ديوه بل ټولنيز فعاليت په جريان کې طالبان دسلګونه بزګرو سره دکرنيزه اصلاح شويو تخمونو دويش وايي 
يوسيمه يزه طالب چارواکی چه ځان دطالبانو درسنيو غړی بولې ددغه مطلب او انځورونو په راليږد سره زياته کړه( ميدان وردګ کې د اسلامى امارت د زراعت کمېسیون له خوا له 810 بزګرانو سره د تخمي غنمو او کيمياوي کود مرسته وشوه)
هغه دمرستو منبع نه ده ښکاره کړې.  
خو په داوروستيو کې دملګروملتونو روزنيزه چارو ادارې(يونسف) او طالبانو دمشرانو ترمنځ قطر کې په يوه تړون لاسليک خبرساز شو  چه له مخې يې دطالبانو دواک سيمه کې د۴ زره ښونځيو جوړښت ياد شوی 
چه تر اته کلونو کم عمره انجونې به هم درس پکې وايي. 
له د دمخه طالبان دخپل واک په سيمه کې دنجونو دتعليم په مخالفت، په مذهبي تندلارۍ او ډيری مواردو کې دټولنير پرمختګ لار کې په خنډونو جوړښت ملامت ښودل کيدل خو اوس چه دورانۍ په ځای دبيارغونې خبرونه ورکول کيږی نيک ګام بلل کيږي 
دتوکرک يو استوګن عبادخان  خلک مرستو ته اړ بولی ويويل اړمنو خلکو ته بايد دمرستو لړۍ روانه وساتل شی څو دکرهڼې، ښونې او روزنې قسمت کې بايد نور پرمخت وشی 
ديادښت وړ ده چه سيمه کې حکومتی مسؤلينو دراپور پخلی تر اوسه نه ده کړی

+ لیکل شوی په  پنجشنبه چهارم دی ۱۳۹۹ساعت 8:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |