جرګه
مشورتي لويه جرګه، هيلې او انديښنې.
شرف الدين ستانکزي
طالبانو د بنديانوودخوشې کيدو په تړاو مشورتي جرګې جوړيدو سره اعلاميه کې مخالفت څرګند کړ . ذبيح الله مجاهد، له ادرسه رسنيو ته ليږل شوي پيغام کې ويل شوي دي.( داچې د کابل ادارې لخوا د ۴۰۰ بندیانو د سرنوشت په پلمه په اصطلاح لویه جرګه راغوښتل کیږي او ممکن له دې جرګې څخه نور هم د افغان ولس د هیلو او سولې پر خلاف استفاده وشي، نو له سرتاسري سولې او سیاسي توافق څخه مخکې داسې جرګې راغوښتل، د ملت نمایندګي نه شي کولای او کوم قانوني حیثیت هم نه لري، ځکه چې د کابل اداره قانوني نه ده).
مشورتي لويه جرګه چه دمسؤلينو له قوله دجمعې په ورځ به کارپيل کړي ځينې استازي کابل ته رسيدلي دي، درې ورځې به دوام وکړي. دجرګې دحوړښت مسؤل محمد معصوم ستانکزي، وايي ټول امنيتي تدابير ورته نيول شوي دي.
پخوا ويل کيدل، چه د جرګې جوړښت د۴۰۰ هغو طالبانو په تړاو مشوره ده چه په منځ کې يې بهرني شامل او طالبان يې امريکا سره دکړې پريکړې په اساس د۵ زره بنديانو جمله کې دازادۍ تينګار کوي، ولسمشر يې ازادۍ واک نلري.
اما ستانکزي په تازه خبري ناسته کې په ډاګه کړه چه هيڅ بهرنی بندي نشته پکې؛ مګر دده په وينا په لويو جرمونو لکه قتل، موادمخدر قچاق دځانمرګو بريدونو... جرايمو لرونکي خلک دي چه په اکثرو يې محکمې داعدام حکوم کړي دي او دازادۍ واک يې فقد ملت سره خوندی دي. ځکه نو داواک هغه وايي ولسمشر سره نشته په اړوند به يې جرګه مشوره ورکړي.
مشورتي لويې جرګې ته دسولې په نيت عام افغانان هم سره ويشلي دي. ځينې يې ګټوره، خو نور يې بيا د وخت ضايع کيدل او بي هوده مصارف يادوي. دغه ډله خلک په عيني حال کې دجرګې په جوړښت کې دکرونا دمرض دشيوع انديښنه هم يادوي چه دا ټولو پوښتنو ته يې حکومتي اړونده مامورين دتدابيرو ډاډ ورکوي.