کورنی اختلاف له کبله یوې ښځې او میړه په ګډه ځانونه ووژل
احمدی زیاته کړه د یادو وژنو په تړاو لا چا پولیسو ته شکایت نده کړی او لومړنی معلوماتو څخه ښکاری چه د کورنی تاوتریخوالی له کبله لومړی میړه د مږکانو زهری درمل خوړلی دی، ورپسې یې میرمنې هم د ورته زهرو غوړپ باندې عمر ختم کړی ده.
پولیس وایی دغې جوړې اولاد نلاره او د واده یې تر درې کلونه اوړی.
د حوزوی روغتون ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزی هم دپیښې په تایید وویل چه دواړه جسدونه یې روغتون ته وروړل شوی دی څیړنو کې په جسدونو د وهلو ډبولو علایم نشته، خو د مږکانو د وژنې د زهرې توکو علایم یې جوت شوه.
هرات کې د میرمنو د ځان وژنې پیښې نوی ندی، تیرو څوکلونوکې هرکال ترسلو زیاتو د ځان سوځونې رسمی ارقام ترې خپریږی خو دا لومړی ځل ده چه میړه یې هم په ګډه ژوند له لاسه ورسره ورکوی.
د هرات د بشر دحقونو خپلواک کمیسیون مامورینو لا د تازه پیښې په څرنګوالی خبرې ندی کړی خو په تیرو کې د یاد کمیسیون ولایتی مشر عبدالقادر رحیمی د ښځو ځان وژنې لوی لاملونه کورنی تاوترخیوالی، جبری او د کم عمر ودونه، د سواد کمښت او ځينې کورنیو کې اقتصادی ضعف هم د دغې ټولینزه ستونزې یوله لاملونو یادکړی و