سلګونه هراتی ښځو د ښځو د تاوتریخوالی ضد قانون د تصویب ملاتړ وکړ
دغه میرمنې چه شمیر تر درې سوه تنه زیات یاد شو له غرمې مخکې یې غونډه پیل د بیلابیلو وینا والو په برخه اخیستو یې ماسپیښین د نیم ساعت لپاره واټ کې ترافیکی حریان وځنډاوه خپل شعارونه یې ورکړل.
په دا ورستیو کې ولسی جرګې د ولسمشر حامد کرزی هغه تقنینی فرمان رد کړ چه غوښتل یې پارلمال په تصویب سره د قانون بڼه ورکړی.
د حقوقی چارو کار پوه او هرات کې د استناف د څارنوالۍ مشره ماریابشیر پژواک ته وویل دغه قانون د ښځو ژوندکې اړین او باید تصویب شی:
«زمونږ میرمنو هیله له ټول افغانانو په ځانګړي دول نارینه وو څخه دا ده دا چه دوی خپله د چاورونه او دچا اولادونه دی کورنۍ لری نو باید عادلانه پریکړه وکړی، د قانون په تصویب کې مرسته وکړی، دښځو اندیښنې شته ده چه د دغه قانون نه تصویب نه یوازې دا چه د هیواد کورنۍ او بهرنۍ باور زیانمنوی، د ښځو په حق کې یوه تاریخی جفا او ظلم دی»
د ښځو ترڅنګ نایرنه هم برخوال و د افغانستان د ځوانانو د ملی غرځنګ په نوم د یوه مدنی ټولنې ریس خلیل پارساه پژواک ته وویل:
«زمونږ د غونډې موخه د ښځو د قانون نه تصویب ملاتړ ده له بده مرغه په دا ورستیو کې یو شمیر متعصبه افراطی کسانو د ښخو د تاوتریخوالی ضد قانون پارلمان کې تصویب نکړ، دا د دوی شخصی نظر دی خو مونږ د مسلمان او یوه زړه سوانده افغانانو په صفت خپل حکومت څخه په ښځو د ترحم او تاوتریخوالی د کمیدو غوښتونکي یو:
د هرات د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون ریس عبدالقادر رحیمی ډاډمن وه چه ولسی جرګه به دغه قانون تصویب کړی دا ځکه همدا اوس اوس د افغانستان عدلی اوقضایی ادارو کې د اجرا په حال کې دی:
«زه هیله من یم چه دافغانستان پارلمان به دغه قانون تصویب کړی دا ځکه تیرو لس کلونو کې دغه قانون د اجرا په حال کې وو ګټورې پایلې یې لرلی دی.
دا په داسې حال کې ده چه نن د هرات یوه لرې پرته رباط سنګی ولسوالی کې هم لسګونه ښځو غونډه لرله خو موخه یې مامورینو هیواد کې د سولې پروګرام ټینګښت یاد کړ.