غورکې پولیسو په خپل منځ کې سره وویشتل او نیمروز کې تریاک نیوږل شوی دﺉ
د غور شهرک ولسوالۍ کې یوه پولیس خپلو ملګرو باندې ډزې وکړې یو افسر یې قتل بل تن ټپي شوی دی. د شهرک ولسوالۍ یوه حکومتی مامور د نوم نه خپرلو په شرط ازادۍ راډیو ته د پېښې خبر ورکړ ویویل واقعه برایی مازیګر رامنځته شوه، حمله کونکی هم د نورو پولیسو متقابلو ډزو کې له منځه لاړه.
د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير، محلی رسنیو ته د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل چې د څېړلو لپاره ې يو پلاوى وسیمې ته واستاوه ټپی یې روغتون کې ده او دپېښې څرنګوالي باندې تحقیق کوي.
په داوروستیوکې د افغانستان ډیری ولایاتو کې دې ته ورته پېښې رامنځته شوې چه له مخې یې ځینې پولیس او دملي اردو په عسکرو سربېره بهرنی روزونکي او سوله ساتي عسکرو باندې خپلو افغان ملګرو د ټوپک خولې ور اړولي دﺉ
په ډیري مواردو کې د ورته پیښو مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی وایی افغان نظامي ځواکونو کې یې سړي ځاي په ځای کړﺉ خواباید ووایم چه د تازه پېښې مسولیت لا چاه په غاړه نده اخیستی او نه یې سیمه یزه پولیسو د برید ګر پولیس هویت رسنیوته ښکاره کړي دي.
د یوه بل خبر په اساس د افغانستان بل غربی ولایت د نیمروز پولیس بیا د ۵۶ کیلو مخدر موادو، چه ډول یې تریاک وه د نیولو خبر ور کړ. د هغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد موسی رسولي، په ټلفون سره وویل مواد ګاونډی هیواد ایران ته د قچاق په نیت له فراه څخه یوه سراچه ډوله کرلا موټر کې پټ کړﺉ شوﺉ وه، زرنج ښار ته تر رسیدو مخکې له یوه متهم قچاق وړونکی سره ونیول شوه.
ویلکېږی مافیایي کړﺉ له افغانستان څخه د نیمروز او هرات له سرحدونو په ناوړه ګټه پورته کولو مخدره مواد ایران او بیا په دغه ډول اروپا، کې تورو بازارونو په غیر قانونی ډول وړي خو افغان مامورین وایی اوس یې دغه لار په بنده کړې او د روان کال په اوږدوکې یې د هرات او نیمروز په کچه تر ۵ ټنه زیات مخدره توکې او لسګونه متهمین تر نیولو وروسته د قانون منګلو ته سپارلی دی.